د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۹

چارواکي: په بامیان کې د ښځينه معتادینو شمېر مخ پر ډېرېدو دی


ارشیف: په افغانستان کې یو شمېر معتادې مېرمنې او د هغوی ماشومان
ارشیف: په افغانستان کې یو شمېر معتادې مېرمنې او د هغوی ماشومان

په بامیان ولایت کې د معتادینو د درملنې چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د ښځينه معتادینو شمېر مخ پر ډېرېدو دی.

پنځوس کلنه لطیفه چې شپږ بچي لري وايي، اووه کاله مخکې له دې امله معتاده شوه چې د پښو د درد ارامولو لپاره يې د تاریاکو خوړل پيل کړل.

مېرمن لطیفه اوس د بامیانو ولایت د معتادینو د درملنې په مرکز کې بستري ده او غواړي چې نشه پرېږدي.

دا شپږ میاشتې مخکې هم په دې روغتيايي مرکز کې بستري شوې وه، خو کله چې تر درملنې وروسته خپل کور ته ستنه شوه، د مصروفیت د نشتوالي او نشه يي موادو د اسانه پيدا کېدو له امله يې بیرته نشو ته مخه کړه.

مېرمن لطیفه وايي چې د نشه يي موادو له زیانونو ناخبره وه، ځکه نو د اعتیاد په دام کې ونښتله.

دا چې اوس بیا په روغتيايي مرکز کې بستري شوې په دې اړه داسې وايي: "دلته مې روح او روان ښه دی، درمل رسېږي، له ډاکترانو او نورو کارکوونکو څخه خوښه یمه. موږ ته دې دا درې شیان چمتو کړي، لومړی تلوېزیون، دوهم ورزشي وسايل او درېیم درمل، دغه ډول د خیاطۍ او ګلدوزۍ ماشينونه چې په هغه باندې مصروف ووسو."

۳۶کلنه رحیمه هم په دې روغتيايي مرکز کې بستري ده.

دې هم پخوا د درد ارامولو لپاره نشه يي مواد استعمالول چې له همدې امله معتاده شوه.

رحیمه چې د بامیان ولایت له ورس ولسوالۍ څخه دې مرکز ته راغلې وايي چې د نشه يي موادو له زیانونو څخه ناخبره وه او دا ناخبري د دې سبب شوه چې معتاده شي.

هغه وايي: " که به مې سر درد کاوه او یا به مې پر زړه درد و نشه يي مواد مې د درملو پر ځای استعمالول، ځان به مې ورسره نرم او ملایم کېده."

د نشه يي موادو د زیانونو په اړه د کورنیو ناخبري او نشه يي موادو اسانه او ارزانه پيدا کېدل په بامیان ولایت کې د معتادینو، په تېره بیا ښځينه معتادینو د ډېرېدو اصلي لاملونه بلل کېږي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړې استازې او یوناما مشره مېرمن روزا اوتنبایوا سږکال د مېزان په میاشت کې ويلي وه چې د افغانستان نفوس څلوېښت ميليونه دی، په دې څلوېښت ميلیونو کې له پنځو څخه نيولې بیا تر اتو ميلیونو پورې خلک د نشه يي موادو له امله زیانمن شوي دي.

د مېرمن اوتنبایوا په وینا، له دې زیانمن شویو خلکو څخه یو ميلیون يې ښځې او ماشومان دي.

په بامیان ولایت کې د معتادینو د درملنې یو چارواکی چې نه غواړي نوم يې په راپور کې یاد شي د ملګرو ملتونو د استازې خبره تایيدوي.

هغه وايي: "د بامیان ولایت په کليوالو او ليري پرتو سيمو کې د خلکو درملنه نه کېږي، له همدې امله خلک نشه يي مواد د درملو او درد ارامولو په توګه استعمالوي. موږ داسې یو ناروغ درلود چې تر هر لنګون وروسته به يې نشه يي مواد د درد ارامولو لپاره استعمالول، یانې ښځې يې په بېلابېلو ډولونو استعمالوي."

د بامیان ولایت د ځايي چارواکو په وینا، د دې ولایت د ښار په پرتله په کليوالو سيمو کې د ښځينه معتادینو شمېر ډېر دی.

موږ وغوښتل چې په دې اړه د طالبانو د حکومت د بامیانو ولایت د ځايي چارواکو نظر وپوښتو، خو د دې ولایت د والي ویاند د دې راپور تر خپرېدو پورې په بامیان ولایت کې د ښځينه معتادینو په اړه زموږ پوښتنو ته ځواب ونه وايه.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:12 0:00
مستقیم لېنک


-----------------------------
راپور: محمد منصور خسرو

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG