د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۱

ملګرو ملتونو د کوکنارو د بدیل کښت په برخه کې له افغان بزګرانو سره مرسته اړینه وبلله


ارشیف: په کندهار کې د کوکنارو کروندې
ارشیف: په کندهار کې د کوکنارو کروندې

ملګري ملتونه وايي، که په افغانستان کې له بزګرو سره د کوکنارو د بديل کښت په برخه کې مرستې ونه شي، په دې هېواد کې به بزګر نور هم بې‌وزله شي.

هغه سروې چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له خوا د سپوږمکۍ د تصوريرو په مرسته ترسره شوې ښيي چې پروسږ کال په دوه لکه او ۳۳ زرو هکتارو ځمکو کې کوکنار کرل شوي وه، خو په روان ميلادي کال کې دا کښت يوازې لس زره او اته سوه هکتاره ښودل شوی دی.

که څه هم د طالبانو حکومت سږ کال ملګرو ملتونو ته اجازه ورنه کړه چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت له نژدې څخه وڅاري، خو د دې سازمان له نشه يي موادو سره د مبارزې ادارې په افغانستان کې د کوکنارو کښت ته په کتو سره ويلي چې سږکال په دې هېواد کې ۳۳۳ ټنه تاریاک تولید شوي دي، حال دا چې تېر ميلادي کال په دې هېواد کې شپږ زره او دوه سوه ټنه تارياک توليد شوي وه.

ملګري ملتونه که څه هم د طالبانو د حکومت له خوا د کوکنارو د کښت منع کولو هرکلی کوي، خو دا هم وايي چې په دې کار سره ډېر زیان بزګرو ته اوښتی او د بديل کښت د نشتوالي په صورت کې به په افغانستان کې بېوزلي نوره هم ډېره شي.

د غور ولایت د تیوره ولسوالۍ یو بزګر عبدالله وايي چې ده د کوکنارو تر منع کولو وروسته بل کښت ته مخه کړې، خو د ښو حاصلاتو لپاره مرستو ته اړتیا لري.

هغه وویل: "پخوا مو کوکنار کرل، خو ګټه مو ځنې وانخیسته، په کال کې به مو یو لک، دوه لکه، پنځوس زره ترلاسه کولې، خو سږکال مو پټاټې کرلي دي، که څه هم ستونزه لري، خو د کوکنارو په پرتله ښه کښت دی، خدای ته امید شته چې ګټه به ولري. که اسلامي امارت هم مرسته وکړي، کېمياوي سره او نورې مرستې راسره وکړي موږ بزګران به په کار لاس پورې کړو."

د کندهار د میوند ولسوالۍ یو زمیندار محمد شريف زهیر وايي چې خلک له مجبوریه کوکنار کري، ځکه د کښت لپاره کافي اوبه نشته او د طالبانو د حکومت له خوا هم د دوی د نورو زراعتي محصولاتو لپاره مناسب بازار نه دی موندل شوی.

زهیر وویل: "ډېری کښتونه د کوکنارو په ډول اقتصادي نه دي، ډېری وختونه زراعتي محصولات په نيمه بیه پلورل کېږي او یا په تاوان خرڅېږي، که دولت او خيریه بنسټونه د اصلاح شویو تخمونو او زراعتي درملو په برخو کې مرستې وکړي، د اوبو کانالونه جوړ کړي او زراعتي محصولاتو ته مناسب بازارونه ومومي، د کوکنارو کښت ته اړتیا نشته او خلک يې خپله هم نه کري."

ملګري ملتونه ادعا کوي چې په تېرو کلونو کې د افغانستان بزګرو د کوکنارو د کښت له لارې په کال کې یو ميلیارد او ۳۶۰ ميلیونه ډالره ګټه کوله او سږکال يې يوازې یو سل او لس ميلیونه ډالر ګټلي دي، خو له نشه يي موادو سره د مبارزې تحليګران بیا وايي چې له نشه يي موادو څخه د لاس ته راغليو پيسو ډېره برخه د قاچاق کوونکو او بهرنیو مافيايي ډلو جېبونو ته ځي، له همدې امله په تېرو اووه ویشتو کالو کې دې ميلياډونو ډالرو د افغانستان د بزګرو په اقتصادي وضعیت کې هيڅ بدلون نه دی راوستلی.

له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت پخوانی معین ډاکتر ظفر د ملګرو ملتونو له خوا د کوکنارو د بديل کښت لاره هم ګټوره نه بولي، دی وايي چې د بزګرو په ګډون، د ټولو افغانانو د اقتصادي وضعیت د ودې لپاره متوازن اقتصادي پراختیا ته اړتیا ده.

ظفر وویل: "دا هغه بزګر ته امتیاز ورکول دي چې کوکنار کري. زما په اند باید بديل معیشیت ټولو بزګرو او د افغانستان د ټولو ولایتونو بزګرو ته وړکړل شي، هغوی که کوکنار کري او که یې نه کري، ځکه د افغانستان ټول بزګران بې‌وزله او مجبور دي. د بديل معیشيت له نوم څخه دې تېر شي او پر ځای دي يې د ټولو افغانانو لپاره متوازن انکشاف ته پام وشي، په کوم ځای کې چې کوکنار کرل کېږي او که نه کرل کېږي باید هلته زراعت ته پاملرنه وشي."

د طالبانو حکومت سږ کال په لومړيو میاشتو کې ملګرو ملتونو ته اجازه ورنه کړه چې د کوکنارو د کښت حضوري سروې وکړي، له همدې امله دې سازمان د یوې برتانوۍ موسسې په تخنيکي همکارۍ د سټلايټ په وسيله سروې وکړه.

که څه هم د طالبانو حکومت سږکال په لومړيو مياشتو اعلان وکړ چې د اوو ميلیونو افغانيو په لګښت به د کوکنارو د کښت سروې وکړي، خو تر دې مهاله د دې سروې پايلې نه دي خپرې سوي.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:54 0:00
مستقیم لېنک

-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG