د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۸

د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو لوی کمېشنر غزې ته تللی


د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو لوی کمېشنر، وولکر تورک
د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو لوی کمېشنر، وولکر تورک

په داسې حال کې چې د حماس ډلې او اسراییلو جګړه روانه ده، د ملګروملتونو د بشري حقونو لوی کمیشنر نن منځني ختیځ ته پنځه ورځنی سفر پیل کړ.

وولکر تورک به د اکتوبر په اوومه نېټه پر اسراییل د حماس له برید وروسته د غزې د روان وضعیت او په ټوله کې په تېرو ۵۶ کلونو کې د فلسطیني قلمرو د اشغال پر اړوندو مسایلو خبرې وکړي.

ښاغلي تورک د خپل سفر له پیل مخکې وویل چې په غزه کې د روان ناورین او د خلکو د مصیبتونو، د وینو د بهولو، وراني، تشدد او ناخوالو یوه میاشت په پوره کېدو ده او زیاته یې کړه چې د دې جګړې ریښې په بشري سرغړونو کې دي او د دې وضعیت د ختمولو لپاره د بشري حقونو معیارونه مهم رول لري.

د ملګروملتونو د بشري حقونو لوی کمیشنر به نن په قاهره کې وي او سبا چارشنبې به د مصر او غزې ترمنځ سرحدي سیمې رفح ته ولاړ شي.

تورک به د دې سفر په ترڅ کې له دولتي چارواکو، د مدني ټولنې له فعالانو، د جګړې له زیانمنو او د ملګروملتونو له کارکوونکو سره وګوري او له هغوی سره به په سیمه کې د بشري حقونو پر وضعیت خبرې وکړي.

په غزه کې وضعیت خطرناک دی، د اسراییلو بریدونه روان دي
په غزه کې وضعیت خطرناک دی، د اسراییلو بریدونه روان دي

په عین حال کې د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي چې غزه د ماشومانو په هدیره د بدلېدو په حال کې ده.

انتونیو ګوتیریش بېګا خبریالانو ته وویل چې د اسراییلو په هوایي او ځمکنیو حملو کې ملکي وګړي، روغتونونه،د کډوالو پنډغالي، جوماتونه، کلیساوې او د ملګروملتونو ادارې په نښه کیږي.

هغه زیاته کړې چې هیڅوک خوندي نه دي.د غزې روغتیایي چارواکي وایي چې د اسراییلو په حملو کې تراوسه له لس زرو ډېر کسان وژل شوي دي چې څه باندې څلور زره یې ماشومان دي.

ګوتیریش حماس ډلې ته هم ګوته نیولې او ویې ویل چې د دې ډلې وسله وال له ملکي وګړو د سپر په توګه کار اخلي او د اسراییل پر لور راکټونه توغوي. هغه په غزه کې د بیړني اوربند او د حماس ډلې له خوا د برمته شویو اسراییلیانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

له بلې خوا د اسراییلو صدر اعظم ویلي دي چې هېواد به یې له جګړې وروسته د غزې عمومي امنیتي مسوولیت تر نامعلومې مودې پر غاړه واخلي.

بنیامین نتنیاهو له ABC نیوز سره په مرکه کې چې بېګا ناوخته خپره شوه د اسراییلي برمته وو د خوشې کولو په هدف د اسانتیاوو د برابرولو لپاره په روانو پوځي عملیاتو کې د لنډو وقفو نیولو ته تیاري وښوده، خو په عین حال کې یې ټینګار وکړ چې له ۲۴۰ د زیاتو یرغملو له آزادۍ پرته به عمومي اوربند ونه شي.

د هغه له څرګندونو ښکارېدل چې اسراییل پلان لري د غزې د تړانګې پر قلمرو چې شاوخوا ۲،۳ میلیون فلسطینیان پکې اوسېږي، ولکې ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG