د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۷

انټوني بلېنکن: په ناټو کې د سویډن د غړیتوب لپاره پرمختګ شونی دی


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ډاډ څرګند کړی چې په ناټو کې د سویډن د غړیتوب په برخه کې پرمختګ شونی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پرون په انقره کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره ترکتنې وروسته وویل، دی ډاډه دی چې په ناټو کې د غړیتوب لپاره د سویډن د غوښتنې په مسئله کې پرمختګ شونی دی.

ولسمشر اردوغان د سویډن د غړیتوب لایحه پرون د تصویب لپاره پارلمان ته وړاندې کړه.

د ترکیې د قوانینو له مخې دا لایحه به لومړی د پارلمان د بهرنیو اړیکو کمیټه تصویبوي او بیا به په عمومي غونډه کې رایو ته وړاندې کېږي.

انټوني بلېنکن د بېرته ستنېدو پرمهال د انقرې په هوايي ډګر کې له خبریالانو سره په خبرو کې دې پوښتنې ته چې ایا ترکیې په ناټو کې د سویډن له غړیتوب سره د موافقې ډاډ ورکړ که نه په ځواب کې وویل، دی ډاډه دی چې په دې برخه کې به پرمختګ وشي.

هغه زیاته کړه، د اردوغان دې اقدام چې د سویډن د غړیتوب اړونده لایحه یې پارلمان ته استولې ده، دی ډېر هیله من کړی دی.

بلېنکن دا یادونه هم وکړه چې په دې برخه کې چې سویډن به د ناټو په ټلواله کې غړیتوب ترلاسه کوي، د انقرې او واشنګټن ترمنځ یوه ګډه ژمنه شته.

سویډن چې د اوږدو کلونو لپاره ناپېیلی هېواد و، وروسته له هغه په ناټو کې د غړیتوب غوښتنه وکړه چې روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبروري په ۲۴مه، پر اوکراین یرغل وکړ.

له سویډن سره یوځای فنلنډ هم دا غوښتنه کړې وه چې په اپرېل میاشت کې یې په دې ټلواله کې پوره غړیتوب ومنل شو، خو د سویډن غوښتنه ترکیې له څو میاشتو راهیسې وځنډوله.

د ترکیې د پارلمان د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر تېره اوونۍ وویل چې د پارلمان غړي به د سویډن د غوښتنې د تصویب لپاره بېړه ونه کړي، خو ښاغلي اردوغان د دې اوونۍ په پیل کې وویل چې دی به په دې برخه کې مرسته وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG