د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۴

فنلنډ نن رسماً د ناټو غړيتوب ترلاسه کړ


نن به د فنلنډ بيرغ د ناټو د غړو هېوادونو له بيرغونو سره يو ځای شو.
نن به د فنلنډ بيرغ د ناټو د غړو هېوادونو له بيرغونو سره يو ځای شو.

فنلنډ ته نن رسما د ناټو غړیتوب ورکړل شو او په دې توګه دا هېواد د نړۍ د تر ټولو لوی امنیتي تړون یو دېرشم غړی شو.

د فنلنډ ابي او سپین بیرغ نن په بروکسل کې د ناټو د مقر مخې ته د دې هېواد د ولسمشر او د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو په ګډون دځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ټلوالې د نورو غړو د بیرغونو ترڅنګ اوچت شو.

د بهرنیو چارو وزیر پیکا هاویستو په دې مراسمو کې په ناټو کې د فنلنډ د غړیتوب سند د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ته وسپاره او د فنلنډ ولسمشر ساولي نینستو Sauli Niinisto په هلسنکي کې وویل چې، د ده هېواد به په ناټو کې د سویډن د غړیتوب لپاره هم هڅه وکړي.

نینستو وویل، په ناټو کې د فنلنډ غړیتوب له سویډن پرته نیمګړی دی.

وروسته له دې چې روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبروري په ۲۴مه پر اوکراین یرغل وکړ، فنلنډ د ناپېېیلتوب سیاست پرېښود او د ۲۰۲۲ کال په مې میاشت کې یې په ناټو کې د غړیتوب غوښتنه وکړه.

ګاونډي سویډن هم ورته غوښتنه کړې ده خو غړیتوب یې د ترکیې د مخالفت له کبله تردې دمه ځنډېدلی او ښايي څو میاشتې نور وخت هم ونیسي.

ترکیه د ناټو وروستۍ غړې وه چې تېره اوونۍ یې د فنلنډ د غړیتوب پروتوکول تایید کړ.

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ پرون په یوه خبري غونډه کې د خبرو پرمهال دا ورځ د فنلنډ او ناټو لپاره تاریخي وبلله.

دا اقدام د ولسمشر ولادیمیر پوتین لپاره چې تل به یې د ناټو د پولو له پراخېدو څخه شکایتونه کول، لویه ستراتېژیکه ضربه ګڼل کېږي.

فنلنډ له روسیې سره ۱۳۴۰ کیلومتره ګډه پوله لري خو وروسته له دې چې په ناټو کې رسمي غړیتوب ترلاسه کړي له روسیې سره د ناټو پولې به دوه ځلې زیاتې شي.

روسیې لا مخکې خبرداری ورکړی چې که ناټو فنلنډ ته اضافي سرتېري یا تجهیزات واستوي، نو ګډ سرحد ته نژدې به خپل دفاعي تدابیر پیاوړي کړي.

په ناټو کې د فنلنډ غړیتوب د دې ټلوالې د تاسیس له ۷۴ کلیزې سره هم مهاله دی. د ناټو د تاسیس موافقه د ۱۹۴۹م کال د اپرېل په څلورمه نېټه په واشنګټن کې لاسلیک شوه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG