د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۴

اوکرایني چارواکي: روسي سرتېرو پر باخموت خپلو بریدونو ته دوام ورکړی


باخموت کې د جګړۍ لومرۍ کرښه کې اوکرایني ځواکونه د جګړې پرمهال
باخموت کې د جګړۍ لومرۍ کرښه کې اوکرایني ځواکونه د جګړې پرمهال

د اوکراین په ختیځ کې سختې جګړې روانې دي.

کییف وایي چې روسیي پوځیانو د باخموت ښار د نیولو لپاره په تېرو څلرویشت ساعتونو کې بریدونه زیات کړې دي.

په دې ترڅ کې د فنلنډ صدراعظمه سانا مارین پرون د اوکراین پلازمېنې کییف ته ولاړه او اوس داسې راپورونه خپاره شوې دي چې ښایي فنلنډ اوکراین ته جنګي جېټ الوتکې ورکړي.

اوکرایني پوځیانو نن خبر ورکړ چې روسي ځواکونو د دونیڅک په سیمه کې د باخموت پر ښار خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

رویټرز اژانس د اوکراین د ولسمشر د یوه سلاکار په وینا چې د هغه د نوم یادونه یې نه ده کړې، وایي چې کییف پرېکړه کړې ده چې د نړېدلي باخموت دفاع وکړي او هلته د روسیې پر غوره پوځي واحدونو مخکې تر دې فشار راولي چې اوکرایني پوځیان پسرلني عملیات پيلوي.

د اوکراین لوی درستیز په خپل ورځني راپور کې نن ویلي چې روسي پوځیانو د لومړۍ کرښې په استقامت د باخموت سربېره پر لیمان، افدیفکا او شاختارسک سیمو تر سلو ډېرې حملې کړې دي.

اوکرایني پوځیانو دا هم ویلي چې په تېرو څلرویشت ساعتونو کې روسیي الوتکو د دونیڅک په سیمه کې نهه ویشت حملې او د توغندیو څلور بریدونه کړي چې ملکیانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده او عامه تاسیسات ویجاړ شوې دي.

دا راپورنه تر اوسه په خپل واکه توګه نه دي تایید شوي.

له څو اونیو راهیسې پر باخموت سخته جګړه روانه ده.

د اوکراین د دفاع وزارت مرستیالې هانا ملیار پرون وویل چې جګړې پسې زیاتې شوي او روسیي ځواکونو نوې هڅې پیل کړي چې د باخموت ښار ونیسي.

بل لور ته پرون په پلازمېنه کییف کې د فنلنډ صدراعظمې سانا مارین د اوکراین د یوه تکړه جنګیالي قوماندان د خاورو ته سپارلو په مراسمو کې برخه واخیسته چې په وروستیو کې باخموت ښار ته څېرمه په جګړه کې وژل شوی دی.

د اوکراین ولسمشر د فنلنډ له صدراعظمې سره د خبري غونډې پرمهال
د اوکراین ولسمشر د فنلنډ له صدراعظمې سره د خبري غونډې پرمهال

د اووه ویشت کلن دمیترو کوتسیوبایلو د ویر په مراسمو کې د اوکراین د ولسمشر ولودومیر زیلینسکي په ګډون یو شمېر اوکرایني جګپوړیو چارواکو ګډون کړی و.

له اوکراین څخه د فنلنډ د صدراعظمې تر سفر وروسته داسې راپورونه خپاره شوي چې د فنلنډ صدراعظمه د خپل هېواد له چارواکو سره پر دې خبرې کوي چې اوکراین ته امریکایي جېټ الوتکې ورکړي.

سانا مارین وایي چې هلسنکي پلان لري چې څلور شپېته نوي 'ایف-۳۵ اې' جنګي الوتکې واخلي او پخوانۍ دوه شپېته هورنیټ جنګي الوتکې ممکن اوکراین ته وسپاري.

دې په ورته وخت کې وویل چې اوکراین ته د الوتکو د ورکولو خبرې په ابتدایي مرحله کې دي.

له میاشتو راهیسې اوکراین له خپلو متحدانو د جنګي الوتکو غوښتنه کوي.

د فبروري په اتمه چې کله د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي په پاریس کې و له فرانسې او جرمني یې وغوښتل چې څومره ژر چې کېدای شي اوکراین ته دې جېټ الوتکي ورکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG