د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۸

اوکرايني چارواکي: تېر کال د ګازو پر نارډ سټريم نل‌ليکي بريد کې اوکراين لاس نه‌لري


د روسيې د ګازو نل‌ليکه، ارشيف
د روسيې د ګازو نل‌ليکه، ارشيف

اوکراین د امریکا د استخباراتي چارواکو د هغو راپورونو په غبرګون کې چې وایي، تېر کال د ګازو پر نارډ سټریم نل‌لیکې حملې یوې اوکرایني پلوې ډلې ترسره کړی وویل، د وران‌کارۍ په دې پېښه کې کییف لاس نه‌لري.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې پرون سه‌شنبې وویل چې د بالتیک سمندرګي په تل کې په نارډ سټریم نل‌لیکه کې د سپټمبر د میاشتې بریدونه یوې اوکراینۍ پلوې ډلې چې نوم یې نه‌دی په ډاګه شوی، ترسره کړي وو.

د دغو بریدونو په نتیجه کې د ګازو په دغه نل‌لیکه کې سوري رامنځته شوي چې ورڅخه ګاز سمندرګي ته خپاره شوي وو.

سویډن او ډنمارک چې دغه چاودنې یې د اقتصادي زونونو په سیمو کې شوي، دا نتیجه اخیستې چې له روسیې جرمني ته د ګازو د لېږد پر دې نل‌لیکي برید په قصدي ډول شوی خو دا چې، هغه چا کړی او تنظیموونکي یې څوک دي، دا پوښتنې بې‌ځوابه پاتې وې.

دغه برید لوېدیځ ته د ګازو په لېږدولو کې د روسیې وړتیا چې پر اوکراین یرغل ته په پام یې پر عوایدو ډېره متکي وه، سخته زیانمنه کړې.

،د ګاز نارډ سټريم نل‌ليکه
،د ګاز نارډ سټريم نل‌ليکه

د اوکراین دفاع وزیر اولیکسي ریزنیکوف له سویډن څخه د کتنې په ترڅ کې د اروپایي ټولنې د دفاع وزیرانو له غونډې مخکې په ستاکهولم کې خبریالانو ته وویل چې، دا د کییف کار نه‌دی.

یوه ورځ مخکې تر دې د اوکراین د ولسمشر سلاکار میخایلو پودولیاک هم په رسمي ډول په دې پېښه کې خپل لاس لرل رد کړل او زیاته یې کړه چې، په دې اړه هیڅ معلومات نه‌لري چې کومې اوکراینۍ پلوې ډلې دغه حمله ترسره کړې ده.

د فرانس‌پرس اژانس د راپور له‌مخې د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف دغه راپورونه چې ګواکې یوې اوکراینۍ پلوې ډلې دغه بریدونه ترسره کړي، رد کړي او ویلي یې دي چې دا واضح خبره ده، هغو کسانو چې دغه برید یې تنظیم کړی، غوښتل چې اختلافات زیات کړي.

پیسکوف دغه راز ویلي، د دغې پېښې په اړه څېړنه کې چې ډنمارک، سویډن او جرمني ترسره کړې، مسکو ته هم اجازه نه‌ده ورکړل شوې چې په‌کې برخه واخلي.

د جرمني رسنیو راپور ورکړی، هغه ډله چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې یې هویت نه‌دی په ډاګه کړی، له شپږو کسانو جوړه وه چې، له جعلي پاسپورټونو په استفادې یې د جرمني د روستوک ښار له بندره یوه بېړۍ کرایه کړې او د دغه برید لپاره په دغو عملیاتو کې یې ورڅخه کار اخیستی دی.

د جرمني دفاع وزیر بوریس پیستوریوس نن چهارشنبې د دغې پېښې په اړه د ژر نتیجې اخیستو په وړاندې خبرداری ورکړ.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG