د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۵

اوکراين کې جګړه؛ پر باخموت ښار روسي ځواکونو بريدونه کړي


باخموت کې جګړه
باخموت کې جګړه

د اوکراین پوځ وايي، په دونیڅک سیمه کې د روسي ځواکونو بریدونه د باخموت پر ښار متمرکز دی.

ولسمشر زلنسکي وايي، په باخموت ښار کې د اوکراین د دفاعي ځواکونو لپاره وضعیت خورا ستونزمن شوی دی.

د اوکراین د پوځ د لوی درستیز دفتر د سه‌شنبې په سهار وویل، ځواکونو يې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دونیتسک په سیمه کې د روسیې له شپېتو څخه ډېر بریدونه په شا تمبولي دي.

د روسي ځواکونو د بریدونو تمرکز د لیمانسک، اودیوکا او شختارسک په کلیو و، خو اصلي هدف یې د باخموت ښار دی.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي وویل، د دښمن ځواکونه د هر څه ویجاړولو ته دوام ورکوي څو داسې څه پاتې نه‌شي چې د دفاع لپاره وکارول شي.

د اوکراين ولسمشر ولودمير زلنسکي
د اوکراين ولسمشر ولودمير زلنسکي

روسي ځواکونه هڅه کوي د باخموت ښار چې، له تېرې یوې میاشتې راهیسې په‌کې جګړې متمرکزې دي، له ټولو خواو محاصره کړي او د اوکرایني ځواکونو اکمالاتي لارې پرې کړي.

خو د روسي ځواکونو بریدونه د اوکرایني پوځیانو له سخت مقاومت سره مخ شوي دي.

زلنسکي د دوشنبې په ورځ وویل، اوکرایني ځواکونه د باخموت د شاوخوا سیمو دفاع کوي.

هغه یو ځل بیا له خپلو لوېدیځو متحدینو څخه د هوايي ځواکونو غوښتنه وکړه، څو وکولای شي د خپل هېواد له ټولو سیمو څخه د روسیې د ترورېزم پر وړاندې دفاع وکړي.

له بلې خوا د اوکراین د ځمکنیو ځواکونو قوماندان جنرال الکساندر سیرسکي ویلي، په باخموت کې وضعیت خورا کړکېچن دی.

هغه زیاته کړه، سره له دې چې بریدګرو ځواکونو ته د پام وړ تلفات اوښتي دي، خو بیا هم د واګنر د اجیرانو د ډلې هغه واحدونه د جګړې میدان ته راويستل شوی وو چې د تعرضي عملیاتو لپاره روزل شوي دي.

د اوکراین د وسله‌والو ځواکونو د لوی درستیز دفتر وايي، روسي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اته راکټي او ۳۲ هوايي بریدونه کړي دي.

اوکرایني ځواکونو د روسي ځواکونو د راټولېدو پر مرکزونو څلور هوايي بریدونه کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG