د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳ وری ۱۴۰۲ کابل ۰۱:۳۴

نړۍ

اوکراین جګړه؛ کاناډا د روسیې د المونیم او فولادو پر وارداتو بندیز ولګاوه

ارشیف: د کاناډا د پارلمان پر یوه برج د اوکراین بیرغ. کاناډا د اوکراین د جګړې په غبرګون د روسیې د المونیمو او فولادو پر وارداتو بندیز ولګاوه.

کاناډا د روسیې د المونیم او فولادو د ټولو تولیداتو پر وارداتو بندیز ولګاوه.

د کاناډا مالیې وزیر کرسټیا فریلنډ پرون په یوه بیان کې وویل، اوکراین دا کولای شي چې دا جګړه وګټي او توان یې لري.

فریلنډ زیاته کړه چې اوتاوا به د پوتین د غیرقانوني او وحشي یرغل د تمویل د مخنیوي لپاره هره هغه هڅه وکړي چې په وس کې یې وي.

روسیې پروسږ کال د فبروري په وروستۍ اونۍ کې پر اوکراین خپل غیرموجه برید پيل کړ چې لا هم دا جګړه روانه ده.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

اوکرايني چارواکي: د روسي ځواکونو په بريدونو کې نهه کسان وژل شوي

اوکراين کې جګړه

اوکرایني چارواکي وایي، تېره شپه د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې نهه تنه د روسي ځواکونو په بریدونو کې وژل شوي دي.

رویټرز خبري اژانس د اوکراین د ولسمشر ولودمیر زلنسکي په حواله ویلي، دا بریدونه ښيي چې روسیه سولې ته لېوالتیا نه‌لري.

بل لورته د برېتانیا پوځي استخباراتو اعلان کړی چې، په بخموت ښار کې د روسیې د ماتېدو احتمال شته.

پر دغه ښار له تېرو څو میاشتو راهیسې د روسي او اوکرایني ځواکونو جګړه روانه ده او روسیه یې د لاندې کولو هڅه کوي.

د ايران او سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزيرانو د ژر ليدنې ژمنه کړې

د ايران او سعودي عربستان بيرغونه

د ایران او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو ژمنه وکړه چې ژر به ملاقات سره وکړي.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له‌مخې دغه ژمنه نن سهار د سعودي د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان او ایراني سیال یې حسین امیر عبدالهیان په ټیلفوني خبرو کې وکړه.

د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس (SPA) هم راپور ورکړی چې، دواړو وزیرانو یو بل ته د روژې مبارکي ورکړې او تهران او ریاض کې یې د دغو هېوادونو د سفارتونو د بیا پرانيستې په اړه خبرې کړي دي.

د سیمې دوو سیالانو سعودي او ایران تېره میاشت د چین په منځ‌ګړیتوب هوکړه وکړه چې ډيپلوماتیکې اړیکې به له سره جوړوي.

دغه دواړه هېوادونو له ۲۰۱۶ کال راهیسې مستقیمې ډيپلوماتیکې اړیکې نه‌لري.

برېتانيا کې د زرګونه څراغونو په بلېدو د روژې د راتګ هرکلی وشو

لندن کې د روژې راتګ ته پر څراغونو هرکلی

په لندن کې د لومړي ځل لپاره تېر ماښام د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو له کبله په واټونو کې دېرش زره څراغونه بل شول.

د برېتانوۍ ورځپاڼې ګارډین د راپور له‌مخې، دا لومړی ځل دی چې یوه اروپایي ښار کې د روژې په مناسبت داسې ننداره ترسره کېږي.

د لندن ښاروال صادق خان چې خپله هم مسلمان دی، تېر ماښام د دغو څراغونو بټن کېکاږله.

دا نوښت د یوه غیر انتفاعي سازمان (Ramadan Lights UK) له‌خوا رهبري شوی دی او لګښت یې له خلکو اخیستل شوی.

نن د مارچ ۲۳مه په اسلامي نړۍ کې د روژې لومړۍ ورځ ده.

د چين ولسمشر روسيې ته خپل سفر پای ته ورساوه

د روسيې او چين ولسمشران

د چین ولسمشر د روسیې درې ورځنی سفر د څو توافقنامو له لاس‌لیکولو سره پای ته ورساوه.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د شي جین پنګ سفر بریالی او ګټور وباله او ویې ویل چې، د ماسکو او پیکنګ تر منځ د همکاریو نوی فصل پيل شو.

په ورته وخت کې د امریکا د متحده‌ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي دي چې، له روسیې څخه د چین سیاسي او ډیپلوماتیک ملاتړ د واشنګټن له ګټو سره په ټکر کې دی.

بلېنکن پرون د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته وویل چې، د ده په اند له روسیې څخه د چین ملاتړ د اوکراین د جګړې د اوږدېدو سبب کېږي.

دا روسیې ته په تېرو څلورو کلونو کې د شي جین پینګ لومړی سفر و چې تېر ماښام بېرته خپل هېواد ته ستون شو.

يو شمېر نړيوال بنسټونه: د اوکراين بيارغونه ۴۱۱مليارده ډالرو ته اړتيا لري

اوکراين کې د جګړې له امله رامنځته شوې ويجاړۍ

د یو شمېر سترو نړیوالو بنسټونو موندنې ښیي چې، پر اوکراین د روسیې د څه باندې یو کلن برید له امله د اوکراین بیارغونه څلور سوه یولس ملیارډه ډالرو ته ضرورت لري.

نړیوال بانک، ملګرو ملتو، اروپایي کمېسیون او اوکراین د خپلو ارزونو نتیجه پرون خپره کړه.

نړیوال بانک وایي چې، د روسیې د تیري له امله د اوکراین زیربناوې، ودانۍ او د خلکو ټول ژوند ته سخت زیان اوښتی دی.

روسیې پروسږکال د فبرورۍ په څلرویشتمه پر اوکراین خپل غیر موجه برید پيل کړ چې لاهم روان دی.

اسټرالیا له هند د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ وګټله

د هند او اسټرالیا تر منځ د یو ورځنیو سیالیو یو انځور

د هندوستان په چینای ښار کې د یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ ورستۍ لوبه د ۲۱ منډو به توپیر د اسټرالیا په ګټه پای ته ورسېده.

دغه لوبه چې د چهارشنبې په ورځ د مارچ په ۲۲مه نېټه ترسره شوه، اسټرالیا لومړی توپوهنه ترسره کړه او د ۲۷۰ منډو هدف یې وټاکه.

د دوی لپاره په توپوهنه کې میچل مارش ۴۷، او الیکس کیري ۳۸ منډې وکړې.

د هند په توپ اچونکو کې بیا هارډیک پانډیا او کولديپ یادو ۳ـ۳ او محمد سراج او اکشرپټیل ۲ـ۲ لوبغاړي وسوځول.

هندوستان د هدف په تعقیب د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۴۹.۱ اور کې ۲۴۸ منډې وکړې او دا لوبلړۍ یې ۱ـ۲ وبایلله.

د اسټرالیا لپاره په توپ اچونه کې ادم زمپا ۴ او اشټن اګر۲ هندي لوبغاړي وسوځول.

د دې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ادم زمپا ته ورکړل شوه، میچل مارش بیا د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي په توګه ونومول شو، هغه په ۳ لوبو کې ۱۹۴ منډې کړې وې.

زیلنسکي په باخموت کې د جګړې لومړۍ کرښې ته سفر کړی

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي په باخموت کې له خپلو سرتېرو سره د لیدنې پرمهال

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي نن په باخموت کې د جګړې د لومړۍ کرښې لیدنې ته ورغلی و.

دا ښار چې په وروستیو څو میاشتو کې د سختو جګړو شاهد وو دواړو خواو ته په کې درانه تلفات اوښتي دي.

دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې نن د اوکراین بېلابېلې سیمې د روسیې د هوايي بریدونو د یوې بلې څپې شاهدې وې چې د راپورونو پر بنسټ په کې ګڼ شمېر ملکي وګړي وژل شوي دي.

زیلنسکي مسکو تورن کړی چې د ولسي خلکو پر وړاندې وحشیانه ظلم ترسره کوي.

پر اوکراین د روسیې تېری د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ په ۲۲مه پیل شوی او تر اوسه دوام لري.

ګوتېرش د روژې د رارسېدو له امله د نړۍ مسلمانانو ته مبارکي ورکړې

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش د روژې میاشتې د رارسېدو له کبله د ټولې نړۍ مسلمانانو ته مبارکې ورکړې ده.

هغه نن چهارشنبه په یوه ویډیویي پيغام کې هیله څرګنده کړې چې له دې موقع نه په استفادې دې په ټوله نړۍ کې د سولې او عدالت لپاره کار وشي.

نوموړي ويلي: "زه له ټولو هغو کسانو سره یو ځای چې روژه نیسي د سولې، متقابل درناوي او پیوستون غږ کوم. موږ باید له دې مبارکې میاشتې الهام واخلو او په ټوله نړۍ کې د عدالت او انصاف لپاره کار وکړو."

د سعودي عربستان چارواکو ویلي، نن چهارشنبه د شعبان دېرشمه او سبا پنجشنبه د روژې اوله ورځ ده.

امريکا د ايران پر يو شمېر شرکتونو بنديزونه ولګول

د امريکا بيرغ

د امریکا متحدو ایالتونو پرون سه‌شنبې د ایران پر هغو شرکتونو او افرادو نوي بندیزونه ولګول چې د بې‌پیلوټه الوتکو د جوړولو لپاره د تجهیزاتو په برابرولو تورن دي.

د متحدو ایالتونو د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر له FBI سره په همغږۍ دغه بندیزونه په ایران او ترکیه کې پر څلورو شرکتونو اودرې تنو لګولي چې د ایران د بې‌پیلوټه الوتکو او د وسلو د پروګرامونو لپاره د کارېدونکو تجهیزاتو په پېرودلو تورن دي.

په دې ډله کې د ایران د دفاعي ټکنالوژۍ او ساینس څېړنیز مرکز هم شامل دی.

امریکايي دفاعي چارواکي وايي، ایران روسیې ته بې‌پیلوټه الوتکې ورکوي، چې په اوکراین کې د ملکي وګړو او ملکي زیربناو پر ضد کارول شوي دي.

مک‌کال: که بلېنکن له افغانستانه د ځواکونو وتلو اسناد را ونه‌سپاري احضار به شي

انتوني بلېنکن

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رئیس مایکل مک‌کال د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ته تر نن چهارشنبې پورې وخت ورکړی چې له افغانستانه د امریکا د ویجاړونکې وتلو په اړه دې غوښتل شوي اسناد ور وسپاري ،ګنې د احضاریه حکم به صادر کړي.

ټاکل شوې چې بلېنکن د پنجشنبې په ورځ د دې کمېټې په استماعیه غونډه کې ګډون وکړي.

د مک‌کال دفتر ویلي، د جنوري په ۱۲مه یې په یوه لیک کې د بهرنیو چارو له وزارت څخه د ګڼ شمېر هغو اسنادو د ور سپارلو غوښتنه کړې وه چې، هغه د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستانه د امریکا له ویجاړونکې وتلو سره تړاو لري.

دې دفتر همدارنګه ويلي چې د مارچ په دریمه یې بیا ورڅخه د ورته اسنادو د ورسپارلو غوښتنه کړې وه خو دې وزارت تر اوسه له دې کارڅخه ډډه کړې ده.

د مک‌کال دفتر ویلي، دغه اسناد له افغانستانه د بایډن د ادارې د وتلو د بهیر په اړه د دې کمېټې د څېړنو لپاره ډېر مهم دي.

د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې جمهوري‌پال مشر مک‌کال خبرداری ورکړی چې، که تر نن پورې دغه اسناد ور ونه‌سپارل شي، د احضاریه حکم به صادر کړي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو له وتلو سره په دې هېواد کې د امریکا شل کلنه جګړه پای ته ورسېده خو طالبان بیا پرافغانستان واکمن شول.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG