د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۳

سټولټنبرګ: فنلنډ به سبا سې شنبه د ناټو غړی شي


د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ نن دوشنبې وویل چې فنلنډ به سبا سې شنبه رسماً د دې تړون ۳۱م غړی شي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په درشل کې خبریالانو ته روانه اونۍ تاریخي اونۍ وبلله او زیاته یې کړه چې سر له سبا به فنلنډ د دغه تړون بشپړ غړی وي.

هغه وویل، دی هیله من دی چې سویډن به هم وکولای شي چې په راتلونکو میاشتو کې له دې تړون سره یوځای شي.

د سټولټنبرګ په وینا د سې شنبې له ماسپښین وروسته به د لومړي ځل لپاره د فنلنډ بیرغ د ناتو په مقرکې په رپیدا راشي.

هغه زیاته کړه، دا به د فنلنډ د امنیت، د شمال د امنیت او په ټوله کې د ناټو لپاره یوه ښه ورځ وي.

د ناټو سرمنشي وویل، ترکیه به چې وروستی هېواد و چې د فنلنډ غړیتوب یې تایید کړ، رسمي سند د سې شنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن ته وړاندې کړي.

د سټولټنبرګ په خبره له هغې وروسته به نوموړی له فنلنډ نه هم وغواړي چې ورته سند وروسپاري.

د فنلنډ ولسمشر ساولي نینیستو او د فاع وزیر انټي کایکونین به د بهرنیو چارو له وزیر پیکا هاویسټو سره یوځای په دغو مراسمو کې ګډون وکړي.

د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر په یوه بیان کې دا د فنلنډ لپاره یوه تاریخي ورځ وبلله او زیاته یې کړه چې په دې غونډه کې به د فنلنډ تر ټولو مهم هدف به دا وي چې له اوکراینه د ناټو پر ملاتړ ټینګار وکړي ځکه روسیې تر اوسه خپل غیرقانوني یرغل ته دوام ورکړی.

هاویسټو زیاته کړه: "موږ غواړو په ټوله ایرو اتلانتیک سیمه کې ثبات او امنیت پیاوړی کړو."

په عین حال کې د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر الکساندر ګروشکو وویل چې مسکو به په ناټو کې د فنلنډ د غړیتوب په وړاندې د اړتیا په صورت کې خپل دفاعي ځواک پیاوړی کړي.

د روسیې دولتي خبري آژانس ریا نووسټي د ګروشکو له قوله ویلي چې نوموړي ټینګار کړی چې که د ناټو نور غړي د فنلنډ په خاوره کې ځواکونه ځای پرځای کړي، روسیه به هم په لوېدیځ او شمال لوېدیځ کې خپل پوځي ظرفیت پیاوړی کړي.

هغه همدارنګه ویلي چې روسیه به نور اقدامات هم وکړي څو نظامي امنیت یې ډاډمن شي.

فنلنډ او سویډن د تېر کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته له ناټو سره د یوځای کېدو پرېکړه وکړه.

ترکیې او هنګري د سویډن ترڅنګ د فنلنډ د غړیتوب پروسه هم ځنډولې وه.

په ناټو کې د سویډن د غړیتوب پر وړاندې د ناټو د دغو دوو غړیو مخالفت تر اوسه پای ته نه دی رسېدلی، خو د ناټو سرمنشي وویل، دوی به سویډن یواځې پرې نه ږدي او زیاته یې کړه چې دا هېواد هم دې ته ډېر نږدې شوي چې د دې تړون بشپړ غړیتوب ترلاسه کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG