د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ وری ۱۴۰۲ کابل ۰۳:۲۴

نړۍ

جرمني په ناټو کې د فنلنډ او سویډن د غړیتوب له طرحې ملاتړ کوي

د جرمني د بهرنیو چارو وزیره انالینا بایر بوک

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې له فنلنډ او سویډن سره ژمنه کړې چې په ناټو کې د دې دوو هېوادونو د غړیتوب له طرحې څخه به نور ملاتړ وکړي.

انالینا بایر بوک پرون د اروپا د شمال هېوادونو ته د دوه ورځني سفر په پیل کې دا څرګندونې وکړې او ویې ویل، پر اوکراین د روسیې یرغل د دې دوو هېوادونو لپاره ډېره مهمه پېښه وه.

مېرمن بایربوک زیاته کړه چې فنلنډ په تېرو اتیا کلونو کې او سویډن په تېرو ۲۰۰ کلونو کې د ناپېیلتوب یا په پوځي ایتلافونو کې د نه ګډون سیاست لاره، خو پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته یې په ناټو کې د غړیتوب غوښتنه کړې.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

بریتانیا پر یو شمېر نورو ایراني چارواکو بندیزونه لګولي

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جمز کلیورلي

بریتانیا پر یو شمېر نورو ایراني چارواکو چې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د ځواک د مالي چارو مسوولان او له بشري حقونو څخه په سرغړونو تورن دي، بندیزونه لګولي دي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه بیان کې وویل چې په دغو چارواکو کې د دې ځواک د پانګونې د مدیریت د څانګې پنځه غړي او په تهران کې او البرز ولایتونو کې د دې ځواک دوه قومندانان چې پراخې بشري سرغړونې یې ترسره کړي، شامل دي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جمز کلیورلي ویلي: "نن ورځ موږ د سپاه پاسداران انقلاب د ځواک د هغو جګپوړیو چارواکو پرضد دغه اقدام کوو چې د رژیم د وحشیانه ځپنې لپاره مالي سرچینې برابروي. موږ به همدارنګه د ایران د خلکو تر خوا ولاړ یو ځکه هغوی په دې هېواد کې د اساسي بدلون غوښتونکي دي."

د ايران ولسمشر د سلمان بن عبدالعزیز په بلنه عربستان ته ځي

د ايران ولسمشر ابراهيم رئيسي

ایراني چارواکي وایي چې د دې هېواد ولسمشر ابراهیم رئیسي، د عربستان له پاچا ملک سلمان رسمي بلنه تر لاسه کړې چې هغه هېواد ته سفر وکړي.

د ایران د ولسمشر د د فتر مرستیال محمد جمشیدي، پرون یکشنبې په یوه ټویټ کې ويلي، رئیسي د عربستان د پاچا بلنه منلې ده.

ایران او سعودي عربستان چې له اوو کلونو راهیسې یې اړیکې ترینګلې وې، په دې وروستیو کې د چین په منځ‌ګړیتوب د خبرو په نتیجه کې دواړو لورو موافقه وکړه چې ډېپلوماتیکې اړیکې به بېرته پېلوي.

تمه ده چې ریاض او تهران به په دوو میاشتو کې سفارتونه او قونسلګرۍ بېرته پرانیزي.

د پاکستان پوليسو عمران خان او د هغه يو شمېر همکاران پر تروريزم تورن کړي

عمران خان

د پاکستان پولیسو د دې هېواد پخوانی صدر اعظم عمران خان او هغه ته نږدې اولس نور چارواکي رسماً پر تروریزم تورن کړي دي.

په تورن شویو کې د عمران خان یو شمېر هغه پلویان هم شامل دي چې د تېرې شنبې په ورځ له پولیسو سره په نښتو کې ښکېل شوي دي.

خان له دې مخکې په غیر قانوني ډول د هغو دولتي ډالیو پر پلورلو تورن شوی چې، د صدر اعظمۍ په دوره کې یې له بهرنیو چارواکو تر لاسه کړي دي.

عمران خان دغه تورونه بې اساسه بللي او ویلي یې دي چې، دا د اوسني صدراعظم شهباز شریف له لوري د ده پر ضد یوه دسیسه ده.

بروکسل کې نن د ترکيې او سوريې زلزله‌ځپلو ته د مرستې ټولو په موخه نړيوال کنفرانس جوړيږي

د ترکيې په زلزله کې اوښتې ويجاړۍ

ټاکل شوې د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې نن د ترکیې او سوریې زلزله‌ځپلو ته د مرستو راټولولو په پار نړیوال کنفرانس جوړ شي.

د تېرې فبرورۍ میاشتې په لومړیو کې د ترکیې او سوریې ګډ سرحد ته نژدې زورورې زلزلې له پنځوسو زرو زیات کسان مړه او میلیونونه نور بې کوره کړل.

د جرمني ډي‌پي‌اې اژانس وایي، د دغه کنفرانس کوربانه د اروپایي ټولنې د کمېسیون مشره اورزولا فن درلاین او د سویډن صدر اعظم دي.

ټاکل شوې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ویډيو کنفرانس له لارې غونډې سره یوځای شي.

اروپایي ټولنې تر اوسه د ترکیې او سوریې له زلزله‌ځپلو سره د خېمو او ګرمو کالیو او روغتیایي موادو په ګډون د ۲۰ میلیونه یورو مرسته کړې ده.

مرکزي افريقا کې د بريد پر مهال ۹ چينايي کارګر وژل شوي دي

انځور - ارشيف

د مرکزي افریقا په جمهوریت کې د چارواکو په وینا ۹ چینایي کارګر په یوه برید کې وژل شوي دي.

د اسوشیتید پریس اژانس په وینا دغه برید کې چې د یکشنبې په ورځ په بامباري ښارګوټي کې شوی، دوه تنه نور ټپیان شوي هم دي.

پېښه د سرو زرو په یوه کان کې شوې ده.

د چین بهرنیو چارو وزارت د مرګ‌ژوبلې دغه شمېرې تایید کړي دي.

د چین ولسمشر شي جین پینګ د مرکزي افریقا له چارواکو غوښتي چې د پیښې عاملان پیدا او کلکه سزا ورکړي.

پر چینایي چارواکو د دغه برید مسولیت تر اوسه کومې ډلې نه‌دی اخیستی.

کرکټ؛ اسټرالیا په دویمې یو ورځنۍ لوبه کې هند ته په ۱۰ وېکټو ماتې ورکړه

د اسټرالیا کرکټ لوبډلې لوبغاړي

د هندوستان او اسټرالیا ترمنځ دویمه یو ورځنۍ سیالي میلمه لوبډلې د ۱۰ وېکټو په توپیر وګټله.

دغه سیالي چې نن یکشنبه د هند په اندرا پردېش ایالت کې ترسره شوه، کوربه لوبډلې لومړۍ توپوهنه وکړه او ټول لوبغاړي یې په ۲۶م اور کې په ۱۱۷ منډو وسوځېدل.

د هند په توپ وهونکو کې ویرات کولي یوازېنی لوبغاړی و چې زیاتې ۳۱ منډې یې وکړې.

اسټرالیا ته بیا چټک توپ اچونکي میچل سټارک ۵، شان ایبیټ ۳ او نېتن ایلس ۲ لوبغاړي وسوځول.

د اسټرالیا لوبډلې د ۱۱۸ منډو هدف په ۱۱م اور کې د خپلو پيلیزو توپ وهونکو پر مټ پوره کړ.
د پیل دواړو توپوهونکو میچل مارش او ټرویس هېډ په ترتیب سره ۶۶ او ۵۱ منډې وکړې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه میچل سټارک وګټله.

د دې لوبلړۍ لومړۍ لوبه هند ګټلې وه او ټاکل شوې چې درېیمه او وروستۍ سیالي د مارچ په ۲۲مه نېټه ترسره شي.

پوتین د اوکراین اشغال شوي بندري ښار ماریوپول ته تللی

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین او یو بل روسی چارواکی

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په نااعلان شوي سفر د اوکراین اشغال شوي بندري ښار ماریوپول ته تللی دی.

روسي رسنیو راپور ورکړی چې کرملین دغه اعلان نن یکشنبه وکړ.

ټاس خبري اژانس لیکلي، دا د پوتین سفر کاري سفر و چې دغه ښار ته یې وکړ.

ماریوپول په وروستیو سختو جګړو کې تر ډېره ویجاړ شوی دی.

د ټاس اژانس په وینا ښار ته له رسېدو وروسته پوتین په څرخي الوتکه کې د دې ښار ګڼې ساحې وکتلې او له ځايي خلکو سره یې خبرې وکړې.

په دې سفر کې د روسیې د صدراعظم مرستیال مارات خوسنولین په سیمه کې د بیارغونې د چارو په اړه پوتین ته معلومات ورکول.

پوتین تر دې یوه ورځ مخکې د روسیې له خاورې سره د تور سمندرګي د ټاپووزمې کریمیا د الحاق د نهمې کلیزې په مناسبت دغې سیمې ته سفر کړی و.

د روسیې هغه اقدام غیرقانوني بلل شوی او په نړیواله سطحه غندل شوی دی.

په مکسیکو کې د نښتې له کبله اوه کسان وژل شوي

د مکسیکو سرتېري

په مکسیکو کې لږ تر لږه پنځه مشکوک جنایتکاران او دوه سرتېري هغه وخت ووژل شول، چې وسله والو په یوه پوځي قطعه کې کمین نیولی و او وروسته وسله واله نښته وشوه.

چارواکو نن یکشنبه خبر ورکړی چې پېښه د مکسیکو په جنوب لوېدیځ کې شوې ده.

دغه وسله واله شخړه پر ځايي وخت دګوی­ریرو ایالت په یوه غرنۍ سیمه کې د جمعې پر ماسپښین شوې ده.

د پوځ راپور وايي، د حمله کوونکو هدف پوځي قطعه وه چې په دوو موټرو کې ۱۸ وسله والو ورباندې حمله وکړه او وروسته نښته وشوه.

په پېښه کې پنځه وسله وال او دوه سرتېري وژل شوي او دوه کسان ټپیان شوي دي.

په قزاقستان کې نن پارلماني ټاکنې کېږي

دغه انتخابات د جون میاشتې تر ټولپوښتنې وروسته کېږي چې د پخواني رهبر نور سلطان نظربایف لپاره یې له اوږدې مودې ورکړل شوي امتیازونه ختم کړل.

په قزاقستان کې په میلیونونو رایه اچوونکي به نن په پارلماني ټاکنو کې خپلې رایې وکاروي.

داسې ښکاري چې دغه هېواد د تېر کال تر ناکراریو وروسته چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه ۲۳۸ کسان مړه شول اوس هڅه کوي چې خپل سیاسي بهیر بشپړ کړي.

په دغه هېواد کې ۱۲ میلیونه وګړي د رایې ورکولو پر شرایطو برابر دي، دوی به د ولسي جرګې یا مژلس ۹۸ څوکیو ته رایې ورکړي.

دغه انتخابات د جون میاشتې تر ټولپوښتنې وروسته کېږي چې د پخواني رهبر نور سلطان نظربایف لپاره یې له اوږدې مودې ورکړل شوي امتیازونه ختم کړل.

ټولپوښتنې په نومبر میاشت کې تر وخت ټاکنو ته هم زمینه برابره کړه چې ۶۹ کلن قاسم جومارت توقایف ته د ولسمشرۍ بله اووه کلنه دوره وسپارل شوه.

شمالي کوریا یو لنډواټنه بالستیک میزاییل توغولی

ارشیف

شمالي کوریا نن د کوریا ټاپووزمې د شرقي سواحلو پر لوري یو لنډواټنه بالستیک میزاییل وتوغاوه.

دا خبر د جنوبي کوریا پوځ ورکړی دی.

دا په اټومي وسلو د سمبالې شمالي کوریا د وسلو د ازموینو د لړۍ وروستی مورد دی.

د جنوبي کوریا پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه میزاییل پر ځايي وخت یوولس بجې او پنځه دقیقې له دونګ چانګ ري ساحې ویشتل شوی، چې د هدف تر ویشتلو مخکې یې ۸۰۰ کیلومتره مزل کړی دی.

جنوبي کوریا د شمالي کوریا له خوا د بالیستیک میزاییلو وروستۍ توغونې غندلې او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړه لیک یې ښکاره سرغړونه بللې ده.

د میزاییلو پر دغو توغولو جاپان او د امریکا متحدو ایالتونو انتقادونه کړي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG