د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۶ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۹

نړۍ

امريکا پر ترکيه 'ايف۱۶' جنګي الوتکې پلوري

د امریکا ایف۱۶ الوتکې
د امریکا ایف۱۶ الوتکې

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان پرون سې شنبه وویل، د متحدوایالتونو حکومت د کانګریس په مشوره پر ترکیې، 'ایف۱۶' جنګي الوتکې پلوري.

امریکا دا پرېکړه یوه ورځ وروسته له دې وکړه چې ترکیې په ناټو تړون کې د سویډن له غړیتوب سره موافقه وکړه.

ترکیه، چې په ناټو کې د سویډن د غړیتوب اصلي خنډ وه، د ۲۰۲۱ په اکټوبر کې له امریکا وغوښتل چې د شاوخوا ۲۰ میلیارد ډالرو په ارزښت نورې ایف۱۶ الوتکې او دغه راز د الوتکو پُرزې پرې وپلوري.

ښاغلي سلیوان په لېتوانیا کې د ناټو د سرمشریزې تر پیلېدو مخکې وویل، ولسمشر بایډن پر ترکیې د الوتکو له پلورلو سره موافقه کړې او هېڅ شرط یې ورته نه دی ایښی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

په تاجکستان کې د پارلمان یو غړی د حکومت د نسکورولو په تور نیول شوی

د تاجکستان دولتي خبري اژانس خاور راپور ورکړی چې د پارلمان وکیل سید جعفر عثمانزاده خپل مصئونیت له لاسه ورکړی او تر توقیف لاندې دی.
د تاجکستان دولتي خبري اژانس خاور راپور ورکړی چې د پارلمان وکیل سید جعفر عثمانزاده خپل مصئونیت له لاسه ورکړی او تر توقیف لاندې دی.

په تاجکستان کې د اپوزیسیون یو غړی چې د پارلمان غړی هم و، د حکومت د نسکورولو د توطیې د ادعا پر اساس پرون ونیول شو.

د تاجکستان دولتي خبري اژانس خاور راپور ورکړی چې د پارلمان وکیل سید جعفر عثمانزاده خپل مصئونیت له لاسه ورکړی او تر توقیف لاندې دی.

د پخواني شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته د روسیې متحد هېواد تاجکستان، د امام علي رحمان له خوا رهبري کېږي.

د خاور اژانس د راپور له مخې، عثمانزاده د لوی څارنوال د درخواست پر اساس نیول شوی دی.

د پارلمان دغه وکیل چې مخکې د ولسمشرۍ ټاکنو ته هم کاندید شوی و، د تاجکستان په ولسي جرګه کې د ډیموکراتیک ګوند یوازېنی غړی دی.

پر دغه جرګه د ولسمشر امام علي رحمان ګوند حاکم دی.

یو خیریه بنسټ: د سوډان په ډارفور کې د جګړې له کبله څه باندې ۲۲۰ کسان وژل شوي

په سوډان کې د روانې جګړې یو انځور
په سوډان کې د روانې جګړې یو انځور

یو خیریه بنسټ وايي، د سوډان په ډارفور کې د روانې جګړې له کبله څه باندې ۲۲۰ کسان وژل شوي دي.

له نږدې یوه کال راهیسې د چټک ملاتړ ځواکونو او دولتي ځواکونو ترمنځ د جګړې له کبله د ډارفور الفاشر ښار د جګړې عمده ساحه وه.

د سوډان پوځ د پخواني مرستیال قوماندان محمد حمدان دقلو په مشرۍ د چټک ملاتړ له ځواکونو سره په جګړه دی.

الفاشر ښار سوډان ته چې له قحطۍ سره مخامخ دی، د بشري مرستو رسولو لپاره مهم دی، خو له څه باندې یوې میاشتې دلته جګړې سختې شوې دي.

د بې پولې ډاکترانو ټولنې پرون جمعه ویلي، په الفاشر کې د روانې جګړې له کبله لږ تر لږه ۲۲۶ کسان وژل شوي او ۱۴۱۸ کسان ټپیان شوي دي.

د امریکا د ولسمشر یو لوړ رتبه سلاکار اسراییل ته ځي

د ولسمشر جو بایډن لوړ رتبه سلاکار اموس هوخشټاین
د ولسمشر جو بایډن لوړ رتبه سلاکار اموس هوخشټاین

ټاکل شوې د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر جو بایډن لوړ رتبه سلاکار اموس هوخشټاین د دوشنبې په ورځ اسراییل ته سفر وکړي.

دی به هڅه وکړي چې د اسراییل او د لبنان د حزب الله ډلې ترمنځ د تازه شخړو مخه ونیسي چې دا شخړه په یوه جګړه بدله نه شي.

د امریکا اکسیوس خبري شبکې پرون جمعه د دوو اسراییلي چارواکو په وینا، چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي دا راپور ورکړی.

په همدې حال کې په غزه کې د اسراییل پوځي عملیات دوام لري او د غزې په جنوبي ښار رفح کې لا هم د پوځي عملیاتو د دوام راپورونه ورکړل شوي دي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت پرون د تزاف-۹ (Tzav 9) په نوم پر یوې افراطۍ اسراییلۍ ډلې بندیزونه ولګول.

پر دغې اسراییلۍ ډلې تور لګول شوی چې په غزې تړانګه کې یې ملکي فلسطینیانو ته د بشري مرستو کاروانونه قصداً په نښه کړي دي.

د افغانانو د روغتیا او هوساینې لپاره د وینه ورکوونکو میلیونونو کسانو ستاینه شوې

ارشیف: په افغانستان کې یو کس د وینې ورکولو پر مهال
ارشیف: په افغانستان کې یو کس د وینې ورکولو پر مهال

د روغتیا نړیوال سازمان د هغو میلیونونو داوطلبو کسانو مننه کړې چې د وینې په ورکولو سره یې د افغانانو په روغتیا او هوساینه کې مرسته کړې ده.

د دغه سازمان د افغانستان څانګې پرون د جون میاشتې د څوارلسمې یا د وینې ورکولو نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې دا څرګندونې کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د داوطلبو کسانو "بې غرضه مرستې ژوند ژغوري، موږ ستاسو د ارزښتناکې ونډې او مرستې درناوی کوو."

دغه سازمان په جلا مطلب کې ویلي، خلک کولی شي د وینې په ورکولو سره د نورو خلکو ژوند وژغوري.

د روغتیا نړیوال سازمان په وینا "یوازې یوځل د وینې په ورکولو سره آن درې ژونده ژغورلای شئ."

د ملګرو ملتونو دغې ادارې له خلکو غوښتنه کړې چې وینه ورکړي او نور هم وهڅوي ترڅو وینه ورکړي او ژوند وژغوري.

ارمني ځواکونو په نخجوان کې پر اذربایجاني عسکرو د ډزو ادعا رد کړه

د اذربایجان او ارمنستان پر پوله ارمنی سرتېری د پیرې پر مهال
د اذربایجان او ارمنستان پر پوله ارمنی سرتېری د پیرې پر مهال

د ارمنستان پوځیانو نن د اذربایجان دا ادعا رد کړه چې ارمني ځواکونو د اذربایجان په نخجوان سیمه کې د دوی پر عسکرو ډزې کړي دي.

یوه ورځ مخکې تر دې د اذربایجان دفاع وزارت د ارمنستان پوځیان تورن کړل چې په درېیو کلیو کې یې د دوی پر ځواکونو ډزې کړي او دوی هم ځواب ورکړی دی.

د اذربایجان او ارمنستان تر منځ په سرحد کې پر اوربند موافقه شوې ده او په خپلو کې په خبرو دي چې د سولې تړون وکړي.

د اروپا د فوټبال اتلولۍ جام؛ جرمني او سکاټلنډ سره سیالي لري

د جرمني د فوټبال لوبډله
د جرمني د فوټبال لوبډله

د اروپا د فوټبال د اتلولۍ جام لوبې نن په مونشن کې د کوربه هېواد جرمني د ملي لوبډلې او سکاټلنډ ترمنځ پيلېږي.

دا سیالي د کابل په وخت د شپې یولس نیمې بجې شروع کېږي.

د اروپا د فوټبال د اتلولۍ په جام لوبو کې د ۲۴ هېوادونو ملي لوبډلو برخه اخیستې چې په شپږو ګروپونو کې ویشل شوې دي.

پایلوبه به یې د جولای په ۱۴مه ترسره شي.

حزب‌الله پر اسراییل د بې پيلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه وکړل

د حزب الله لوري د اسراییل یوه ویشتل شوې سیمه
د حزب الله لوري د اسراییل یوه ویشتل شوې سیمه

د لبنان حزب‌الله ډلې، چې ایران یې ملاتړ کوي، پرون پر اسراییل د بې پيلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه وکړل.

دا د غزې د جګړې له پيله تر اوسه پر اسراییل تر ټولو ستره حمله بلل شوې ده.

په غزه کې د اسراییل او حماس ترمنځ پروسږ کال د اکټوبر په اوومه وروسته تر دې جګړه پيل شوه چې حماس د اسراییل دننه لږ تر لږه ۱۲۰۰ کسان ووژل او تر ۲۵۰ نور ډېر یې برمته کړل.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپایي ټولنه حماس د ترهګرې ډلې په توګه پېژني.

حزب الله ویلي چې د خپل وژل شوي قوماندان طالب عبدالله غچ یې اخیستی دی.

طالب عبدالله د سې شنبې په ورځ ووژل شو.

د اسراییل حکومت ویلي چې د حزب اله بریدونو ته به سخت ځواب ورکړي.

اوکراین او روسیې پر یوه بل د بې پيلوټه الوتکو بریدونه کړي

د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د روسیې په بیلګورود کې یوه ودانۍ لګېدلې ده.
د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د روسیې په بیلګورود کې یوه ودانۍ لګېدلې ده.

اوکراین او روسیې تېره شپه پر یوه بل د بې پيلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.

د اوکراین وسله‌والو ځواکونو وویل، هوایي دفاع یې په اوو سیمو کې د روسیې له لوري توغول شوې ۱۷ بې پيلوټه الوتکې نسکورې کړي دي.

د اوکراین د هوایي ځواک په وینا، روسیې ۱۷ بالستیک او کروز توغندي هم توغولي چې نیمایي یې دوی شنډ کړي دي.

تر اوسه د مرګ‌ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

بل لور ته د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د دوی ځواکونو ۷۸ اوکرایني ډرون الوتکې د کریمیا ټاپوزمه په ګډون په پنځو سیمو کې نسکورې کړې دي.

کریمیا ټاپوزمه په ۲۰۱۴م کال کې روسیې له اوکراین څخه بېله کړه او له خپلې خاورې سره یې یوځای کړه.

په مکه مکرمه کې د حج مناسک پيل شول

د بیت الله شریف یوه څنډه
د بیت الله شریف یوه څنډه

د سعودي عربستان په مکه مکرمه کې نن د حج مناسک پيل شول.

د سعودي عربستان د چارواکو په وینا، په سږني حج کې به څه باندې دوه میلیونه کسان برخه واخلي.

له افغانستانه شاوخوا ۳۰زره کسان د حج لپاره سعودي عربستان ته رسېدلي دي.

سبا به حاجیان په عرفات کې راغونډ شي.

د ازادې اروپا/ازادي راډیو د اذربایجان څانګې د ویبپاڼې بندولو پرېکړه سرغړونه وبلل شوه

ارشیف
ارشیف

د اروپا د بشري حقونو محکمې پرون پنجشنبې په اذربایجان کې د ازادې اروپا/ازادي راډیو د اذربایجاني برخې د ویبپاڼې د بندولو په اړه د اذربایجان د حکومت پرېکړه د اساسي ازادیو او د بشري حقونو د ساتنې د کنوانسیون سرغړونه وبلله.

د ازادې اروپا/ازادي راډیو مشر سټېفن کپوس، په یوه بیان کې د اروپا د بشري حقونو د محکمې د دې اقدام هرکلی وکړ.

ده زیاته کړه: "د ازادي راډیو اذربایجاني څانګه لا هم په خپلو امکاناتو د عامه فساد، سیاسي بندیانو او د انتخاباتي درغلیو په اړه خپلو څېړنیزو راپورونو ته دوام ورکوي."

کپوس دا هم وویل چې د اذربایجان خلک د نورو ځایونو د ولسونو په څېر، له حکومتي پروپاګند څخه لیرې خپلواکو معلوماتو ته د لاسرسي حق لري.

هغه وايي: "موږ دې ماموریت ته دوام ورکوو او په باکو به فشار ته دوام ورکړو چې موږ ته اجازه راکړي چې په آذربایجان کې په ازاد ډول کار وکړو."

د ازادې اروپا/ازادي راډیو د اذربایجاني څانګې دفتر چې په اذربایجان کې د "آزادلیق" په نوم پېژندل کېږي په ۲۰۱۷م کې د باکو د محکمې په حکم وتړل شو.

محکمې ادعا کړې وه چې د راډیو ویبپاڼې داسې مواد خپاره کړي چې "د ډله‌ییزو پاڅونونو د غوښتنې په شمول تاوتریخوالي او مذهبي افراطیت ته تبلیغ کوي."

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG