د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۷

اتونبایوا: د افغانستان بزګران د نړیوالې ټولنې جدي مرستو ته اړتیا لري


ارشیف: په غور کې یو تراکتور د کروندو اړولو پر مهال
ارشیف: په غور کې یو تراکتور د کروندو اړولو پر مهال

ملګري ملتونه وايي، د هغو بزګرو لپاره د جدي مرستو غوښتونکي دي چې د کوکنارو د کښت منع کولو له امله زیانمن شوي دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو د افغانستان په اړه په خپله وروستۍ کلنۍ ناسته کې د دې هېواد د نشه يي موادو د وضعیت په اړه بېلابېل نظرونه درلودل.

یوناما د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې ادارې د سروې د پايلو پر بنسټ ادعا کوي چې د طالبانو حکومت د کوکنارو کښت خورا ډېر راکم کړی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې مېرمن روزا اتونبایوا وايي، که څه هم په افغانستان کې د کوکنارو د کښت په اړه د نړۍ اندېښنې ليري شوي، خو تر دې مهاله د دې هېواد بزګرو ته د کافي او مناسب زراعت امکانات نه دي برابر شوي.

اتونبایوا وویل: "د واکمنې ډلې مقاماتو د کوکنارو کښت ۹۵سلنه په بریالیتوب سره کم کړی او په دې اړه د نړیوالې ټولنې اندېښنې ليري شوي دي. ما په کابل کې د سفيرانو یوه کاري ډله جوړه کړه ترڅو له هغو بزګرو سره د مرستو کولو په برخه کې د امکاناتو هماهنګ کولو لپاره هڅې وکړي چې د کوکنارو د کښت منع کولو له امله زیانمن شوي دي. زه په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې جدي اقتصادي پاملرنه غواړم او د مرستندویه بنسټونو او سيمې له هېوادونو څخه هم غواړم چې پر دې موضوع تمرکز وکړي."

د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې ادارې سږکال د عقرب په مياشت کې اعلان وکړ چې د دوی د سروې پر بنسټ، په افغانستان کې د کوکنارو کښت ۹۵سلنه کم شوی دی.

دې ادارې تېره اوونۍ اعلان وکړ چې تر شلو ډېر کلونه وروسته د لومړي ځل لپاره افغانستان د تاریاکو د تولیدوونکو هېوادونو په لړ کې له لومړي مقام څخه راښکته او په دې برخه کې میانمار لومړی شو، خو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځينې غړي په افغانستان کې د نوي او خطرناک نشه يي نسل د تولید او قاچاقو په اړه اندېښمن دي.

په ملګرو ملتونو کې د اکواډور سفير جو ډي لاسګاسکا، چې دا مهال په دوره يي ډول د امنیت شورا مشري پر غاړه لري وايي، په افغانستان کې د ښیښې تولید ډېر شوی دی.

لاسګاسکا وویل: "د ملګرو ملتونو د څارونکي ډلې د راپور پر بنسټ، د کوکنارو د کښت له کمېدو سره سم د تاریاکو بيې لوړې شوي او ښیښه تر ټولو ګران بیه نشه يي مادې په توګه ډېره شوې چې په دې کاروبار کې د طالبانو د تحریک ځينې غړي هم لاس لري. د ملګرو ملتونو څارونکې ډله د نشه يي موادو پر وضعیت د څار د دوام غوښتنه کوي."

که څه هم د طالبانو د حکومت ویاند د امنیت شورا د دې تازه اندېښنو په اړه د ازادي راډيو پوښتنو ته جوابونه نه دي ويلي، خو تر دې مخکې يې ادعا کړې وه چې د خپل مشر د فرمان پر بنسټ، د ښیښې په ګډون د ټولو نشه يي موادو پر وړاندې یو ډول مبارزه کوي.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:35 0:00

----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG