د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۹

تودو سيمو کې د کوکنارو د کښت وخت نږدې کېدل؛ افغان بزګروانو لا هم د بديل کښت مرسته نه ده ترلاسه کړې


ارشیف: په کندهار کې د کوکنارو کروندې
ارشیف: په کندهار کې د کوکنارو کروندې

د افغانستان په تودو سيمو کې د کوکنارو د کښت وخت رانږدې شوی، خو د طالبانو حکومت او ملګرو ملتونو تراوسه د بزګرو لپاره د بديل کښت په برخه کې اسانتیاوې نه دي برابرې کړي.

دوې اوونۍ وروسته د افغانستان په تودو سيمو کې د کوکنارو د کښت وخت رارسېږي او هغه بزګران چې پخوا به يې په خپلو ځمکو کې کوکنار کرل اوس دا پرېکړه کوي چې په خپلو ځمکو کې څه شی وکري.

ملګرو ملتونو تېره اوونۍ په کابل کې د زراعت له کارپوهانو سره یوه غونډه درلوده، په دې غونډه کې د کوکنارو د کښت یا بل داسې بديل په اړه خبرې وشوې چې د بزګرو لپاره لږ تر لږه د کوکنارو په اندازه عاید ولري.

که څه هم تر دې مهاله د ملګرو ملتونو د دې بحث پايلې نه دي اعلان شوي، خو د زراعت کارپوهان وايي چې په تودو سيمو کې د نوي کښت لپاره لږ وخت پاته دی او د کوکنارو د کښت منع کولو له امله زیانمن شوي بزګران په تمه دي چې له دوی سره د بديل کښت په برخه کې مرستې وشي.

له دې کارپوهانو څخه یو هم محمد ایوب رفيقي دی.

دی وايي چې د بزګرو د مشروع کښت لپاره لومړۍ اړتیا اوبه دي او باید بزګرو ته د اوبو سرچينې او اسانتیاوي برابرې شي.

هغه زیاته کړه: "کله چې بديل معیشیت یادوو لومړی کار چې باید پام ورته وشي هغه د ابیارۍ د سيسټم جوړول دي. باید عنعنوي ویالې بیا ورغول شي او یا د اوبو نوي بندونه جوړ شي. د زراعت تر ټولو اساسي عنصر اوبه دي چې اوس نه‌شته. بله موضوع د اصلاح شویو تخمونو ده چې باید راوړل شي، دغه ډول کېمیاوي سره او زراعتي درمل هم ضروري دي، يوازې دا خبره کفایت نه کوي چې حکومت په رسمیت نه دی پېژندل شوی او مرسته نه شي کېدای، که له دې موضوع سره سياسي چلند و نه شي دا مرستې تر پخوا اوس ښه کېدای شي."

د طالبانو مشر د ۱۴۰۱ شمسي کال د حمل په مياشت کې د یوه فرمان له لارې د کوکنارو کښت منع کړ او د طالبانو حکومت ته يې امر وکړ چې له بزګرو سره د بديل کښت په برخه کې مرسته وکړي.

ملګرو ملتونو هم په خپل لومړي راپور کې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت کمولو په اړه ژمنه وکړه چې د بديل کښت برابرولو او اقتصادي برخو کې به له بزګرو سره همکاري کوي، خو تر دې مهاله له یوه بزګر سره هم د کوکنارو د بديل کښت په برخه کې مرسته نه ده شوې.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي مېرمن روزا اوتنبایوا له سراج الدین حقاني سره د غونډې پر مهال ويلي چې ملګري ملتونه او ځينې هېوادونه په ګډه د زیانمن شویو بزګرو لپاره پر بديل کښت غور کوي.

هغه زیاته کړه: "مېرمن اتونبایوا له نشه يي موادو سره د مبارزې په اړه وويل، د هېوادونو له استازو سره په خبرو کې دې پايلې ته رسېدلې چې، د معتادینو لپاره تر درملنې وروسته د مسلکي زده کړو د اسانتیاوو برابرولو ترڅنګ دي د بزګرو لپاره د کوکنارو بديل کښت ته هم پاملرنه وشي"

د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ، په افغانستان کې د کوکنارو کښت منع کولو د هغو بزګرو اقتصاد زیانمن کړی چې له همدې لارې يې روزي پيدا کول، دوی اوس په ناوړه اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي او مالي مرستو ته ډېره اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په ۲۰۲۳ ميلادي کال کې د کوکنارو کښت لس زره او اته سوه هيکټارو ته راټيټ شوی دی، حال دا چې دا کښت په مخکينيو کلونو کې تر دوه لکه او ۳۳ زره هيکټارو اوښتی و.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:57 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG