د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۳

ځينې ځوانان: له کورني تاوتریخوالي د خونديتوب له امله معتاد شوي یوو


ارشیف: په افغانستان کې یو شمېر معتادین
ارشیف: په افغانستان کې یو شمېر معتادین

ارواپوهان وايي چې ځينې ځوانان يوځل نشه کول له کورني تاوتریخوالي څخه د ساتلو لاره بولي، خو د دې تاوتریخوالي ډېروالی د دې سبب کېږي چې نشو ته دوام ورکړي او په نتيجه کې معتاد شي.

بې کاري، کورنۍ ستونزې او د نشه يي موادو په زیانونو نه پوهېدل د اعتیاد هغه عوامل دي چې له معتادینو سره د خبرو پر مهال یادېږي.

خو ډېری داسې معتادین هم شته چې علمي او مسلکي زده کړې لري او د ژوند ښه او بد ښه سره جلا کولای شي، خو بیا هم د نشو په دام کې نښتي دي.

له دې ډول معتادینو څخه یو هم سيد امير دی، دی د قران شریف قاري، د نشو په زیانونو پوه او د اسلام له نظره د نشو په حراموالي هم ښه خبر دی، خو بیا هم د خپل اعتیاد پړه پر خپله کورنۍ وراچوي.

هغه وویل: "په کورنۍ کې ځينې مشکلات پېښ شول او زه په کورنۍ کې له پامه وغورځېدم، همدا سبب شو چې له کورنۍ څخه لرې او له ناوړه انډيوالانو سره ملګری شم. له ښوونځي څخه مې هم زړه تور شو او نشو ته مې مخه کړه. دوستان، خپلوان او قوم هم راڅخه لرې شو او په داسې بدو نومونو به يې یادولم چې زه يې اوس په ويلو شرمېږم."

فرید په ډېر زیار او زحمت ځان جرمني ته ورساوه، هلته يې درانه کارونه کول او له دې لارې يې خپلې کورنۍ ته روزي ګټل، دغه ډول يې د کورنۍ څو غړو ته هم زمینه برابره کړه چې جرمني ولاړ شي، خو د اعتیاد له امله بيرته افغانستان ته راغی او څو مياشتې کېږي چې له کورنۍ څخه ليري ژوند کوي، دی د خپل اعتیاد پړه پر خپلې کورنۍ وراچوي او وايي چې کورنۍ يې پام نه ورته کاوه.

هغه وویل: "نشو د کار او خپلې کورنۍ په اړه بې پروا کړم، کار کولو ته مې زړه نه کېده، لټ شوی وم، که په ولسي ژبه ووایم بې غيرته شوی وم. يوازې به اوسېدم او نه مې غوښتل چې له چا سره خبرې وکړم. يوازې مې له هغو دوستانو سره ناسته ولاړه درلوده چې زما سره به يې نشه کوله، آن دا چې له کورنۍ څخه مې هم بد راتلل او ژر په قهر کېدم."

د معتادینو د درملنې کارپوهان که څه هم د اعتیاد په اړه خپله معتاد ملامت بولي، خو په دې برخه کې د کورنیو مسوولیت هم خورا مهم او ټاکونکی ګڼي.

د معتادینو د درملنې د برخې ارواپوه مطيع الله وزيري وايي چې له کورنۍ عاطفې او پاملرنې څخه بې برخې کېدل انسان ناوړو کارونو ته هڅوي.

وزیري وویل: "دغه ډول انسانان له عاطفي پلوه له کورنۍ او دوستانو څخه لرې پاتې شوي دي، دوی دې ته اړ شوي تر څو د ځان لپاره داسې څه غوره کړي چې په يوازېتوب کې دوی خوشحاله وساتي. باید کورنۍ په عاطفي او اقتصادي برخو کې د هغوی ملاتړ وکړي چې له کورنۍ څخه د جلاوالي احساس ونه کړي."

که څه هم د افغانستان معتادین کورنۍ لري، خو په وروستیو کلونو کې ډېری معتادین له خپلو کورنیو څخه جلا ژوند کوي، خو دا چې تر درملنې وروسته د کورنۍ ملاتړ نه لري په پايله کې هغوی بیرته نشو ته مخه کوي.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00
مستقیم لېنک


----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG