د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۰

د نورستان د معتادینو له روغتونه لومړۍ ډله ناروغان تر درملنې وروسته رخصت شول


د افغانستان په عمومي نقشه کې د نورستان ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د نورستان ولایت موقعیت

نورستان تر ډېره وخته پورې د معتادینو د درملنې مرکز نه درلود، خو اوس هلته دا مرکز جوړ شوی او دا لومړۍ ډله معتادین دي چې تر درملنې وروسته روغ رمټ خپلو کورونو ته ستنېږي.

په نورستان کې د معتادینو د شل بستریز روغتون مسوول ډاکتر احسان الله ازادي راډیو ته وویل، په نورستان کې د معتادینو شمېر ډېر دی او روغتون يې یوازې د شلو ناروغانو د درملنې اسانتیاوې لرې، خو اوس يې په لومړي ځل د شلو ناروغانو پرځای د ۲۷ معتادینو درملنه کړې ده.

هغه وايي: "دا لومړی ځل و چې موږ په روغتون کې ناروغان بستري کړل. موږ د شلو معتادینو پرځای د ۲۷ معتادینو درملنه وکړه. شپږ ناروغان له کابل څخه راغلي او ۲۱ معتادین د امنیې قومندانۍ د نورګرام ولسوالۍ له شام درې څخه راوستي وو."

ډاکتر احسان الله په وینا، په روغتون کې د معتادینو بستري کېدل درې عمده پړاوونه لري چې ټول ۴۵ ورځې وخت نيسي.

نوموړي زیاته کړه: "په لومړيو پنځلسو ورځو کې د معتادینو په وجود کې نشه يي مواد موجود وي چې دا مواد د هغوی له وجود څخه د درملو په وسیله ایستل کېږي، په پاتې ورځو کې ورزش ورکول کېږي. د ارواپوهنې ډاکتران او مشاورین د نشه يي موادو د زیانونو او روغ وجود د ارزښت په اړه مشورې ورکوي، پايله دا چې معتادین په ۴۵ ورځو کې رغېږي."

ډاکتر احسان الله په خبره، په ټول نورستان کې معتادین شته، خو ډېر معتادین په لوېدیځو او ختیځو سيمو کې اوسېږي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، د دوی د روغتون کارکوونکي هوډ لري چې د دې ټولو معتادینو درملنه وکړي.

نوموړي وویل: "د لوېدیځ نورستان په نورګرام، منډول او دوآب کې معتادین شته، خو د نورګرام ولسوالۍ د شام دره له معتادینو څخه ډکه ده. په هر کلي کې پنځوس، سل او یو نیم سل معتادین ژوند کوي. د هر کلي نفوس ته په کتو سره معتادین شته. د ختیځ په برګمټال او کامدېش کې هم معتادین ډېر دي، خو ډېر معتادین چې ښځې، ماشومان او زاړه خلک په کې دي هغه د برګمټال ولسوالۍ د افسۍ کلی دی."

هغه معتادین چې په دې شل بستریز روغتون کې يې درملنه شوې خوښ دي او وايي، د اعتیاد په موده کې يې ډیر کړاونه ګاللي او بیا نه غواړي چې بېرته نشو ته مخه کړي.

نوموړی وايي: "موږ داسې سخت ناروغان وو چې د ژوندیو ګومان نه راباندې کېده، بيخي د مړو په شان و، خو اوس روغ شوي یو او بیا دا بد کار نه کوو."

اوږدې جګړې، بې کاري او د نشه يي موادو اسانه او ارزانه پيدا کېدل په نورستان کې د اعتیاد عمده عوامل ګڼل کېږي، خو په وروستیو دوو کلونو کې اقتصادي ستونزې د دې لامل شوي چې ډېرې کورنۍ خپل معتاد غړي د درملنې لپاره نورو ولایتونو ته نه شي بیولای او دا ډول معتادین د اعتیاد په لومه کې همداسې بند پاتې وي.
----------------------

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:48 0:00

راپور: روح الله انوري

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG