د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۲

د بشري حقونو څار سازمان: د طالبانو په بند کې مېرمنې له خورا بد چلند سره مخ دي


ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوې اعتراضیه غونډې انځور. د دوی یو شمېر اوس هم د طالبانو په بند کې دي.
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوې اعتراضیه غونډې انځور. د دوی یو شمېر اوس هم د طالبانو په بند کې دي.

د بشري حقونو د څار سازمان د طالبانو په زندان کې د معترضو مېرمنو د خودجوشه خوځښت د غړې منیژې صدیقي د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د دې سازمان د ښځو برخې مرستیالې هیدر بار د منیژه صدیقي د توقیف دوام ته په اشارې سره ازادي راډیو ته ویلي چې د طالبانو په بند کې نیول شوې مېرمنې له خورا ناوړه چلند سره مخ دي.

هغې وویل: "موږ مستند کړي چې دوی د طالبانو له‌خوا د توقیف پر مهال او په بند کې له خورا ناوړه چلند سره مخ دي چې په دې کې د بند زیان رسونکي شرایط او د قانوني پروسې څخه انکار شامل دي. په دې کې شکنجه او د خوشې کولو لپاره خورا ناوړه حالت سره مخ کېدل هم شامل دي، چېرې چې د دوی کورنۍ مجبوره کېږي چې د خپلو ملکیتونه اسناد طالبانو ته وسپاري او ګواښل کېږي چې که چېرې مېرمنې بیا له کوم ډول ستونزې سره مخ شي نو د دوی ملکیت به ضبط شي او کورنۍ به بې کوره شي."

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو برخې مرستیاله هیدر بار
د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو برخې مرستیاله هیدر بار

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دې ادعاوو په اړه د راپور تر خپرېدو پورې د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

د طالبانو حکومت تر دې مخکې د منیژې صدیقي او یو شمیر نورو معترضو مېرمنو نیول نه تایید او نه هم رد کړي.

د معترضو میرمنو د خودجوشه خوځښت غړې منیژه صدیقي د تلې په ۱۷مه د کابل ښار په کارته نو سیمه کې د طالبانو حکومت لخوا ونیول شوه چې د یاد خوځښت د ادعاوو پر بنسټ وروسته بیا پلچرخي زندان ته ولېږدول شوه.

که څه هم د ازادي راډیو خبریاله بریالۍ نه شوه چې د مېرمن صدیقي له کورنۍ سره وغږېږي، خو د معترضو مېرمنو د خودجوشه خوځښت غړې لیلا بسیم ازادي راډيو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې طالبان کورنۍ ته یې هغې سره د لیدو اجازه نه ورکوي.

اغلې بسیم وویل: "په دغو دوو مياشتو کې چې د څرخي پله په زندان کې ده، کورنۍ یې ډېره هڅه وکړه چې هغه وګوري، خو هغوی ته د ملاقات اجازه نه ورکول کېږي، ډېره یې هڅه وکړه او د طالبانو بېلابېلو ادارو ته ولاړل څو د هغو قانوني او اصولي لارو چې خپله طالبانو جوړې کړي دي، د هغې د خوشې کېدو هڅه وکړي او خپله ځوانه لور د هغوی له زندانه خوشې کړي، خو له بده مرغه ټولې لارې د هغوی پر مخ تړلې دي."

د طالبانو حکومت په ۲۰۲۱م کال کې واک ته له رسېدو وروسته، د معترضو ښځو هر ډول اعتراضونه او لاریونونه چې د نجونو او ښځو د زده‌کړو او کار په ملاتړ یې کړي، ځپلي او منع کړي دي.

طالبانو همدا ډول په تېرو دوو کلونو کې ډېر شمېر معترضې ښځې زنداني کړي او له دوی یو شمېر یې د زندان له تېرولو وروسته بېرته خوشې کړې هم دي، خو په دې اړه نیوکو او غبرګونونو ته یې تر اوسه هیڅ ډول ځواب نه‌دی ویلی.

که څه هم د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده د چهارشنبې په ورځ په کندهار کې په یوې وینا کې هغه ته منسوب یو غږیز پیغام کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د خوندیتوب ډاډ ورکړ، خو له دې وړاندې، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ګډون د بشري حقونو د ملاتړ بېلابېلو بنسټونو طالبان له ښځو سره په جنسیتي او تبعیضي چلند تورن کړي دي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG