د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۳

د بې پولې خبریالانو سازمان د طالبانو له‌خوا د ځینو خبریالانو نیول غندلي


ارشیف: له خبریالانو سره د طالب وسله والو د چلند یوانځور
ارشیف: له خبریالانو سره د طالب وسله والو د چلند یوانځور

د بې پولې خبریالانو سازمان په وروستیو ورځو کې د طالبانو د استخباراتو له خوا د ځینو خبریالانو نیول غندلي دي.

د بې پولې خبریالانو سازمان وايي طالبان باید د افغان خبریالانو د کار خنډ ونه ګرځي.

دغه سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو استخباراتو تېر څو ورځو کې لږ تر لږه درې افغان خبریالان نیولي چې له ډلې یې دوه تنه تر دوو ورځو بند وروسته خوشې شوي.

د دغه سازمان د اعلامیې له مخې د کیوډو نیوز جاپاني اژانس افغان خبریال احسان اکبري چې د جنوري په اولسمه په کابل کې نیول شوی لا هم د طالبانو په بند کې دی.

احسان اکبري لومړی د طالبانو استخباراتو ورغوښتی و او په سبا یې طالبان د هغه کور ته ورغلي او له هغه یې د کار وسایل هم نیولي او په خپله یې له ځانه سره وړی دی.

په دې اعلامیه کې د بې پولې خبریالانو سازمان د جنوبي اسیا څانګې په حواله راغلي چې: "د طالبانو د استخباراتو له خوا د خبریالانو بیا بیا نیول د خپلواکو خبریالانو د ویرولو او د رسنیو د هرې بڼې د ازادۍ ځپل دي."

د بې خبریالانو سازمان له طالبانو غوښتي چې ژر تر ژره احسان اکبري له بنده خوشې او د نورو خبریالانو تنبیهي بندیانول ودروي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې يا 'سي پي جی' هم د احسان اکبري په خوشې کېدو ټینګار کړی دی.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه چې مرکزي دفتر یې په امریکا کې دی.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه چې مرکزي دفتر یې په امریکا کې دی.

دې کمېټې په یوه بیان کې ویلي چې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د اکبري نیول او د هغه د کاري وسایلو ضبطول تایید کړي، خو مجاهد دې کمېټې ته ویلي چې د کیوډو نیوز خبریال یې ځکه نیولی چې هغه ګواکې د طالبانو د حکومت له مخالفو کړیو سره تماس درلود او هغوی ته یې معلومات ورکول.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ویلي، د طالبانو چارواکي باید اکبري بې قیدو شرطه سمدستي خوشې کړي او د مطبوعاتو د کارکوونکو د کار په خاطر دې د هغوی له نیولو ډډه وکړي.

تر اکبري وروسته د ګردش اطلاعات په نوم د یوه خبري اژانس څښتن احمد جواد رسولي او اېډېټر عبدالحق حمیدي هم د طالبانو استخباراتو د دو ورځو لپاره بندیان کړي وو.

د طالبانو ځواکونو بیا په خوست کې هم تېره اوونۍ د 'نن ايف ايم' راډیو ودانۍ ایسار کړې وه او ددې راډیو لږ تر لږه درې کارکوونکي او خبریالان یې بندیان کړي.

د 'نن ایف ایم' په فېسبوک پاڼه په یوه بیان کې د دې پېښې جزییات ورکړل شوي او هم لیکل شوي چې د دې راډیو مشر هم په خوست کې د طالبانو د امنیه قومندان له خوا په مرګ ګواښل شوی دی

د کابل پرېس کلب مشر او د خبریالانو د حقونو ملاتړی عزیز احمد تسل وايي، د طالبانو په واکمني کې خبریال او د بیان ازادي دواړه ځپل شوي.

هغه وویل: "د ۲۰۲۴ له پیله د خبریالانو زنداني کېدل او په هغوی باندې روحي او ذهني فشار زیاتېدل بېرته اوج ته ورسېدل. اتلسم د جنوري په کابل کې دوه خبریالان ونیول شول په خوست کې هم یوه راډیو وتړل شوه. تازه موږ ته ځینې راپورونه راغلي چې خبریالانو ته ویل شوي چې تاسو په هېڅ صورت د هغو ډلو خبرونه نه شئ خپرولئ چې هغه د اوسنۍ ادارې/حکومت خلاف جګړه کوي. یعنې د بیان پر ازادۍ مطلق بندیز دی."

طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې ګڼ خبریالان نیولي او بندیان کړي دي.

له دې ډلې یو هم افغان-فرانسوی خبریال مرتضی بهبودي دی چې د ۲۰۲۳ کال په جنوري کې بندي شو او ۲۸۴ ورځې یې د طالبانو په زندان کې تېرې کړې.

افغان-فرانسوی خبریال مرتضی بهبودي
افغان-فرانسوی خبریال مرتضی بهبودي

هغه تر خوشې کېدو او فرانسې ته تر رسېدو وروسته وویل چې طالبانو ډېر شکنجه کړی دی او له ده سره یې غیرانساني چلند کړی دی.

د افغانستان خبریالانو مرکز هم څه وخت مخکې په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې ۲۰۲۳ کال د افغان خبریالانو د حقونو د نقض او د هغوی په وړاندې د طالبانو د سختدریځیو شاهد وو.

د دغه مرکز په خبره تېر کال د خبریالانو د حقونو د نقض ۱۶۸ پېښې ثبت شوې وې چې په‌کې ۶۱ پېښې د خبریالانو د نیولو اړوندې وې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG