د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۲

په کابل کې د ۲ نیول شویو خبریالانو د خلاصون هڅې او د نورو خبریالانو اندېښنې


له ارشیفه یو سمبولیک تصویر
له ارشیفه یو سمبولیک تصویر

په کابل کې د طالبانو د حکومت له خوا د ګردش اطلاعات خبري آژانس د دوو نیولو شویو خبریالانو احمد جواد رسولي او عبدالحق حمیدي د خوشې کولو لپاره هڅې.

د افغانستان د ازادو ژورنالستانو ټولنې مسوولین وايي، د طالبانو حکومت بیلابیلو ارګانونو او د نیول شویو خبریالانو له کورنیو سره په اړیکه کې دي څو دا ستونزه حل او یاد شوي خبریالان ژر تر ژره خوشې شي.

د يادې ټولنې مرستیال فرهاد بهروز ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل:

" د پنجشنبې په ورځ د ګردش اطلاعات خبري اژانس مسول مدیر او د امتیاز خاوند یو امنیتي ارګان ته غوښتل کیږي چې له بده مرغه تر اوسه بیرته کورنیو ته یې نه دي ورغلي. هڅې روانې دي څو دوی خوشې شي. زموږ غوښتنه تل دا وه چې د رسنیو اړوندې ټولې قضیې باید رسنیزو سرغړونو ته د رسېدنې او د شکایتونو د څېړنې کمېسیون له لارې تعقیب شي."

احمد جواد رسولي د ګردش اطلاعات خبري آژانس د امتیاز خاوند او عبدالحق حمیدي یې مسوول مدير دی.

ګردش اطلاعات خبري آژانس د روان کال د چنګاښ میاشتې په لومړیو کې په کابل کې جوړ او په فعالیت پیل وکړ.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، چې دا دوه خبریالان د طالبانو د استخبارتو له خوا نیول شوي دي.

د طالبانو حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد د دوی د نیولو په اړه زموږ پوښتنې ځواب نه کړې، خو د خبریالانو ملاتړو یو شمیر بنسټونو ته يې د دوی نیول تایید کړي او ویلې یې دي چې له پوښتنو وروسته به خوشې شي، خو د هغوی د نیولو لامل یې نه دی په ډاګه کړی.

که څه هم مخکې تر دې د طالبانو حکومت د نورو نیول شویو خبریالانو په اړه ویلي چې د خپلې دندې له امله نه دي نیول شوي، خو د ښاغلي رسولي او حمیدي یوه همکار چې د امنیتي ستونزو له امله يې ونه غوښتل نوم او غږ يې په دې راپور کې خپور شي ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې دوی د خبریالۍ د کار له امله نیول شوي دي.

په ورته وخت کې، په جلاوطنۍ کې د افغان خبریالانو فدراسیون د جمعې په ورځ د یوې اعلاميې په خپرولو سره د ګردش اطلاعات خبري اژانس د خبریالانو نیولو ته په اشارې سره ویلي چې په افغانستان کې د خبریالانو توقیف د دوی پر وړاندې د تاوتریخوالي ښکارندوي کوي.

ياد شوي فدراسیون زیاته کړې چې د طالبانو دا ډول کړنې د بیان ازادۍ ته زیان رسوي او د خبریالانو د کاري روحیې د ماتیدو لامل کیږي.

ومو غوښتل چې د جواد رسولي او عبدالحق حمیدي له کورنیو سره وغږیږو خو بريالي نه شوو.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر خبریالان د افغانستان دننه د دوی لپاره وضعیت د اندېښنې وړ بولي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره خبریالان او رسنۍ له ګڼو ستونزو او قیوداتو سره مخ شوي
د طالبانو له بیا واکمنیدو سره خبریالان او رسنۍ له ګڼو ستونزو او قیوداتو سره مخ شوي

یو له دغو خبریالانو څخه چې نه غواړي نوم يې په راپور کې واخيستل شي ازادي راډیو ته وویل چې په وار وار د طالبانو حکومت د استخباراتو لخوا نیول شوی دی.

هغه زیاته کړه:

" خبریالان هره لحظه د طالبانو لخوا تعقیبږي. زه په خپله درې څلور ځله د طالبانو د استخباراتو لخوا نیول شوی یم او په دې پلمه چې تاسو بهرنۍ رسنۍ سره کار کوې او جاسوس يې زه يې وهلی یم. ان ښځینه خبریالانې د طالبانو لخوا نیول شوي او شکنجه شوي دي او دوی او کورنۍ يې ګواښل کیږي. "

د طالبانو حکومت لخوا د جواد رسولي او عبدالحق حمیدي د نیولو په اړه د خبریالانو ملاتړو سازمانونو اندېښنې په داسې حال دي چې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې (سي پي جې) د تېرې پنجشنبې په ورځ د جنورۍ په ١٨مه د خپل کلني راپور په خپرولو سره ویلي په ۲۰۲۳ کال کې ٣٢٠ خبریالان د افغانستان په ګډون د اسیا په ډېرو هېوادونو کې د خپلو کارونو اړوندو لاملونو له امله بندیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، په کندهار کې د تمدن خصوصي تلوېزيون خبريال عبدالرحيم محمدي، په پروان کې يو بل خبريال ضمير ظهير او په دايکندي کې د نسيم خصوصي راډيو مسوول سلطان علي جوادي تر دې مخکې د طالبانو لخوا نیول شوي و او لا هم په بند کې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG