د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۸

په افغانستان کې پر خبریالانو د قیوداتو دوام او ځان سانسورولو ته د خبریالانو مجبورېدل


له ارشیفه د څو خبریالانو او طالب ځواکونو د یوه حنجال تصویر
له ارشیفه د څو خبریالانو او طالب ځواکونو د یوه حنجال تصویر

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، په‌دې وروستیو کې د خبریالانو د نیولو او د طالبانو د حکومت له‌خوا پر رسنیو فشارونو د خبریالانو ترمنځ د ځان سانسورولو موارد ډېر زیات کړي دي.

د دغه مرکز د اړيکو او عدالت غوښتنې کمېټې مشرې سمیه ولي‌زاده په کابل کې د جاپان د کیودو خبري اژانس د خبریال احسان اکبري نیول کېدو ته په اشارې سره ادعا کوي چې د طالبانو حکومت هڅه کوي په افغانستان کې د بیان او رسنیو د ازادۍ د له‌منځه وړلو لپاره له شته قوانینو سرغړونه وکړي.

نوموړې له ازادي راډيو سره په خبرو کې له طالبانو څخه د دغه خبريال د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

هغې وویل:

"په‌دې وروستيو کې د جاپان راډيو خبريال احسان‌الله اکبري د طالبانو له‌خوا ونيول شو، د دغو خبريالانو نيول په حقيقت کې د رسنيو له قانون څخه سرغړونه ده. او دا، دا په ډاګه کوي چې واکمنه ډله دننه هڅه کوي چې د رسنیو او بیان ازادي تر پښو لاندې کړي."

د افغانستان د خبریالانو د مرکز لوګو
د افغانستان د خبریالانو د مرکز لوګو

د افغانستان د خبریالانو مرکز د یک‌شنبې په ورځ یوه خبرپاڼه خپره کړه او ادعا یې وکړه چې د کیوډو جاپان خبریال احسان اکبري په کابل کې د طالبانو د استخباراتو له‌خوا نیول شوی دی.

دغه مرکز د ياد خبريال د ورور سيدامير اکبري له خولې ليکلي، هغه د چهارشنبې په ورځ د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو مرکز ته احضار شو او بيا ونيول شو.

د هغه په وينا، د هغې ورځې په سبا د طالبانو استخباراتي مامورينو د هغه ورور د کابل په شهرنو کې خپل دفتر ته يووړ او د هغه لپ ټاپ کمپيوټر او کامره يې له ځانه سره يوړه او دې ته يې اړ کړ چې خپلې کورنۍ ته زنګ ووهي او ورته ووايي چې خپل موبايل يې د طالبانو استخباراتي کارکوونکو ته سپارلی دی.

سیدامیر اکبري وویل، له هغې ورځې څخه د خپل ورور احسان اکبري د برخلیک په اړه معلومات نه‌لري.

په تېره يوه اوونۍ کې دا د خبريالانو د نيولو درېيمه پېښه ده چې رسنيزه کېږي.

تر دې وړاندې د مرغومي مياشتې په ۲۸مه نېټه د «ګردش اطلاعات» دوه تنه خبریالان جواد رسولي او عبدالحق حمیدي د طالبانو له‌خوا نیول شوي وو چې د شنبې په ورځ له ژمن‌لیک سپارلو وروسته خوشې شول.

د طالبانو حکومت تر اوسه دغه نيول کېدل، نه تاييد او نه هم رد کړي دي، خو تر دې وړاندې د طالبانو د حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد ويلي و چې نيول شوي يو شمېر خبريالان د دوی د ژورنالېستکي کارونو له امله نه؛ بلکې د نورو تورنو پر بنسټ نيول شوي دي.

په همدې حال کې یو افغان خبریال چې نه‌غواړي د امنیتي ستونزو له امله يې نوم په راپور کې ياد شي، ادعا کوي چې د یادو ستونزو له امله معلومات سانسور کوي او د خپل ژوند په اړه اندېښمن دی:

هغه ازادي راډيو ته وويل:

"که زه د یوې حساسې او انتقادي موضوع په اړه راپور جوړ کړم او خپور شي، ښايي له هغه ادارې دویم ځل داسې راپور چمتو نه کړای شم، شايد وګواښل شم، ووهل شم او ونيول شم، زه باید د سيمه‌ييزو یا مرکزي مسؤلينو د غوښتنو سره سم راپورونه چمتو کړم؛ په ټوله کې خبريال هغه موضوعات چې سخت انتقادي وي او د مسؤلينو د طبعې خلاف وي، نه‌شي کولی خپاره يې کړي."

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، په افغانستان کې پر رسنیو ګڼ قیودات وضع شوي
د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، په افغانستان کې پر رسنیو ګڼ قیودات وضع شوي

د افغانستان د خبریالانو مرکز تر دې مخکې ویلي وو چې د طالبانو حکومت په ۲۰۲۳ کال کې ۶۱ خبریالان نیولي وو چې په هغو کې په فاریاب کې د ممتاز راډیو مسؤل او مدیر امین‌الله عالمي او په دایکندي ولایت کې د نسیم راډیو مسوول سلطان علي جوادي، په يو کال بند محکوم شوي او اوس‌مهال په زندان کې دی.

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې (سي‌پي‌جي) هم تېره اونۍ وویل چې په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان په ګډون د اسیا په ډېرو هېوادونو کې ډېری خبریالان د خپلو کارونو اړوندو دلایلو له امله بنديان شوي دي.

که څه هم د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د اسلامي شریعت او د افغانستان د ملي ګټو په چوکاټ کې د بیان ازادۍ او رسنیو فعالیتونو ته ژمن دي، خو د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (يوناما) د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه په یوه راپور کې د طالبانو حکومت د بیان له ازادۍ په سرغړونې او معلوماتو ته د خلکو د لاس‌رسي په مخنیوي تورن کړ.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د یونما د دې راپور په غبرګون په خپله ایکس پاڼه خپره کړې اعلامیه کې نور موارد رد کړي، خو په دې اړه یې څه نه دي ویلي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG