د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۵

"په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت"؛ د یوناما د دغه تازه راپور مهم ټکي کوم دي؟


د طالبانو لخوا د « بې حجابۍ» په نوم د ښځینه وو د نیولو لړۍ ته یو منسوب تصویر چې طالبانو رد کړی
د طالبانو لخوا د « بې حجابۍ» په نوم د ښځینه وو د نیولو لړۍ ته یو منسوب تصویر چې طالبانو رد کړی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي( یوناما) وايي، د طالبانو حکومت د ښځو زده‌کړو، کار او تګ راتګ په اړه خپلو محدودیتونو او د حجاب د نه مراعت په تور په خپل‌سري ډول د دوی نیولو ته دوام ورکړی.

خو د طالبانو حکومت په یوه اعلامیه کې چې د دوی ویاند ذبیح‌الله مجاهد په ایکس‌پاڼه خپره کړې د دې راپور په غبرګون کې ویلي چې په ناسم پوهاوي ولاړ دی.

یوناما نن په خپل درې میاشتني راپور کې چې "په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت" تر عنوان لاندې یې خپور کړی لیکلي: د حجاب، محرم، سفر او کار په برخه کې په نجونو او ښځو تحمیل شوي محدودیتونه او بندیزونه د طالبانو حکومت د امرباالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت او ولایتي ریاستونو له‌خوا عملي او تر څار لاندې نیول شوي دي.

د یوناما په راپور کې د څو بېلګو په ورکولو سره زیاته شوې، د طالبانو حکومت د امرباالمعروف وزارت کارکوونکو ښځې له کار کولو او زده‌کړو منع کړي، په خپل‌سر یې توقیف کړي او د حجاب فرمان د تطبیق په برخه کې یې داسې کارونه کړي چې د دوی په ټکو، خپله له دې فرمان سره تضاد کې دي.

یوناما: له اکټوبر تر ډسمبر د بشري حقونو ۴ فعالانې او ۳ خبریالان هم د طالبانو لخوا ونیول شول
یوناما: له اکټوبر تر ډسمبر د بشري حقونو ۴ فعالانې او ۳ خبریالان هم د طالبانو لخوا ونیول شول

د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ د بېلګې په توګه لیکلي، د طالبانو حکومت د امرباالمعروف وزارت کارکوونکو په ډسمبر میاشت کې په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې د حجاب د نه مراعت له امله نجونې په خپل‌سري ډول ونیولې، داسې مهال چې د یوناما له قوله؛ په دې فرمان کې لومړی د کورنۍ مسوول ته د توصیې، اخطار، احضار او بیا محاکمې یادونه شوې.

خو یوناما وايي، د امرباالمعروف وزارت کارکوونکو دې امر ته پام نه‌دی کړی او د دې راپور تر خپرېدو یې د نجونو او ښځو خپل‌سرو نېونو ته دوام ورکړی دی.

د طالبانو حکومت بیا د یوناما په غبرګون کې خپله اعلامیه کې لیکلي، کوم کارونه چې دوی یې کوي؛ کوم خپل‌سري او تېری نه‌دی او د اسلامي شریعت د تطبیق لپاره تر سره کېږي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وړاندې رسنیو سره خبرو کې د حجاب د نه مراعت له امله د یو شمېر ښځو او نجونو نیول تایید کړي و؛ خو ویلي یې و چې له څو ساعتونو وروسته دوی بېرته خوشې شوي دي.

یوناما د طالبانو حکومت له‌خوا د بشري حقونو د فعالانو او خبریالانو نیولو ته هم اشاره کړې او وايي، له اکټوبر تر ډسمبر د بشري حقونو ۴ فعالانې او ۳ خبریالان ونیول شول چې له دوی فعاله منیژه صدیقي او خبریال سلطان علي جوادي لا هم د طالبانو په زندان کې دي.

یوناما په نوي راپور کې، د مخکنیو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د وژنې، شکنجې او نیولو د ثبت د دوام خبره هم کړې
یوناما په نوي راپور کې، د مخکنیو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د وژنې، شکنجې او نیولو د ثبت د دوام خبره هم کړې

د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ د مخکنیو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د وژنې، شکنجې او نیولو د ثبت د دوام خبره هم کړې؛ خو په دې اړه یې ډېر جزییات نه‌دي لیکلي.

د طالبانو حکومت بیا خپله اعلامیه کې دې موضوعاتو ته هیڅ اشاره نه‌ده کړې، خو وړاندې یې د بښنې فرمان په تطبیق ټینګار کړی دی.

د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ په تېرو درې میاشتو کې په هزاره‌ګانو د بریدونو په اړه هم معلومات ورکړي او ویلي، له اکټوبر تر ډسمبره په کابل او پلخمري کې په بېلابېلو چاودنو او بریدونو کې ۴۰ تنه هزاره‌ګان وژل شوي او ۸۶ نور ټپيان شوي دي.

یوناما په همدې موده کې د ۵ شیعه روحانیونو د وژل کېدو خبر هم ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت ادعا کوي چې په افغانستان بشپړ کې امنیت تامین دی.

د راپور یوه برخه: له اکټوبر تر ډسمبره په کابل او پلخمري کې په بېلابېلو چاودنو او بریدونو کې ۴۰ تنه هزاره‌ګان وژل شوي او ۸۶ نور ټپيان شوي دي.
د راپور یوه برخه: له اکټوبر تر ډسمبره په کابل او پلخمري کې په بېلابېلو چاودنو او بریدونو کې ۴۰ تنه هزاره‌ګان وژل شوي او ۸۶ نور ټپيان شوي دي.

یوناما په خپل راپور کې د طالبانو رژیم د بیان ازادۍ په نقض هم تورن کړی او وايي، خلکو ته یې د معلوماتو د رسولو مخه نیولې ده.

خو د طالبانو حکومت بیا وړاندې ادعا کړې چې دوی د بیان او رسنیو ازادۍ ته ژمن دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG