د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۶

کابل ښاریان او وروستۍ چاودنې؛" د بشپړ امنیت په اړه د طالبانو دعوې ناسمې دي"


د کابل په دشت برچي کې د تېرې اوونۍ د یوې چاودنې سیمه
د کابل په دشت برچي کې د تېرې اوونۍ د یوې چاودنې سیمه

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په وار- وار د سرتاسري امنیت د ټینګښت دعوه کړې، خو د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، په دې ښار کې د ناامنۍ وروستیو پېښو وښوده چې افغانستان لا هم د اوسېدو لپاره امن هیواد نه دی.

پلازمېنه کابل د تېرې اونۍ د شنبې ، سې شنبې او پنجشنبې په ورځو کې د درېیو بېلابېلو چاودونو شاهده وه چې دوه یې د کابل په لویدیځ او یوه یې ختیځ کې وشوه.

د طالبانو حکومت د شمېرو پر بنسټ چې تر دغو چاودونو وروسته یې رسنیو سره شریکې کړي، په درې واړو کې لږ ترلږه لس کسان وژل شوي او له دېرشو ډېر ټپیان شوي دي.

خو په ځینو راپورونو کې بیا په بیلابیلو پېښو کې د ټپیانو شمېر تر دې هم زیات ښودل شوی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر یا یوناما ویلي، د کابل په لوېدیځ کې د شنبې د ورځې په چاودنه کې لږ تر لږه ۲۵ هزاره ګان وژل شوي او ټپیان دي، خو د مړو او ټپیانو دقیق شمېر یې نه دی په ډاګه کړی.

د کابل د نا امنۍ زیاتې پېښې د دغه ښار په هزاره مېشتو سیمو کې کیږي
د کابل د نا امنۍ زیاتې پېښې د دغه ښار په هزاره مېشتو سیمو کې کیږي

داعش خراسان څانګې د شنبې او سه شنبې د ورځو د حملو مسولیت منلی دی.

د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، د ناامنیو وروستیو پېښو سخت وېرولي او د خپلو ځانونو د امنیت په اړه اندېښمن دي.

د کابل ښار د دشت برچې د سیمې یوې اوسېدونکې چې نه یې غوښتل په دې راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل، نه پوهیږي چې ولې وژل کیږي.

هغه زیاتوي:

"کورنۍ د امنیت په اړه ډېرې اندېښمني دي، ان دوی خپلو لوڼو او زامنو ته کورسونو ته د تګ اجازه نه ورکوي، ځکه په وروستیو دوه اونیو کې د ناامنۍ پېښې بیخي زیاتې شوي دي، د خلکو ترمنځ وېره او اندېښنې زیاتې شوي او په ډېره ویره له کورونو وځي. "

د دې ښار یوه بل اوسېدونکي چې دا هم نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډيو ته یې وویل که څه هم دوی تمه لرله چې د طالبانو په واکمنۍ کې به د ناامنۍ پېښې پای ته ورسیږي، خو افغانان په تېرو نږدې دوه نیمو کلونو کې په بیلابیلو پېښو کې بیا- بیا وژل کیږي.

سرچینه زیاتوي:

"ښکاري داسې چې وضعیت ښايي نور هم خراب شي، ځکه وړاندې هم امنیتي بنسټونو ژمنه کړې وه چې د خلکو امنیت به تینګ کړي، خو اوس دوی د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلي. وضعیت نور هم د خرابېدو خواته روان او له دې امله خلکو روحي او رواني ستونزې پیدا شوي دي."

دوی د طالبانو له حکومته غواړي چې د خلکو د امنیت د ټینګښت په برخه کې جدي او بنسټیز اقدامات وکړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او د کابل لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د خلکو د اندېښنو او غوښتنو په اړه زموږ پوښتنې ځواب نه کړې، خو وړاندې تر دې د طالبانو حکومت په وار- وار په افغانستان کې د سرتاسري امنیت د ټینګښت دعوه کړې ده.

فایق: د افغانستان نا مناسب وضعیت ورځ تربلې د خرابیدو په حال کې دی
فایق: د افغانستان نا مناسب وضعیت ورځ تربلې د خرابیدو په حال کې دی

په همدې حال کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست دایمي استازي نصیر احمد فایق هم ویلي ، که څه هم طالبان په افغانستان کې د امنیت و ثبات په اړه غږېږي، خو اوس‌مهال د ده له قوله، افغانان د فقر، بې‌کارۍ، د بشري حقونو نقض، په خصوصي حریم تېري، با کیفیته زده‌کړو، امنیت او رواني ارامي نه لرلو له امله ځورېږي.

ښاغلي فایق په کابل کې د ناامنۍ د وروستیو پېښو په غبرګون کې په خپلې ایکس پاڼه لیکلي:

"له بده مرغه دا نا مناسب وضعیت ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې دی. "

پر افغانستان د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ له پیل او د یوې مودې لپاره تر نسبي امنیت وروسته یو وار بیا د کابل په ګډون د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې وخت ناوخت چاودنې او رامنځته کیږي چې په وروستیو کې یې زور اخیستی دی.

طالب چارواکي تل په افغانستان کې د بشپړ امنیت د ټینګښت ادعاوې کوي
طالب چارواکي تل په افغانستان کې د بشپړ امنیت د ټینګښت ادعاوې کوي

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انتونیو ګوتیرش د تېر ډیسمبر په پنځلسمه په یو راپور کې وویل چې د ۲۰۲۳ کال د اګسټ له لومړۍ نېټې د همدې کال د اکتوبر تر ۲۲ مې په په افغانستان کې ۱۴۱۴ امنیتي پېښې ثبت شوي دي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله دوه سلنه زیاتوالی ښيي.

په راپور کې راغلي دي چې د ناامنۍ په دې پېښو کې د ۵۳ ماشومانو په ګډون ۶۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۲۵ نور ټپیان شوي دي.

طالبانو د دغه راپور په اړه رسمي غبرګون نه و ښودلی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG