د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

د کابل لوېدیځ کې د چاودنې له کبله ګڼه مرګ‌ژوبله؛ د قربانیانو کورنۍ د امنیت ټینګښت غواړي


ارشیف: د کابل د ایمرجنسي روغتون مخې ته د راوړل شویو ټپیانو انځور
ارشیف: د کابل د ایمرجنسي روغتون مخې ته د راوړل شویو ټپیانو انځور

د کابل په لوېدیځ کې د پنجشنبې ورځې چاودنې ګڼو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې د پنجشنبې ورځې په چاودنه کې ۴۱ کلنه زرغونه هم وژل شوې ده.

د هغې یوه خپلوانه وايي، زرغونه بازار ته د جامو اخيستلو په موخه تللې وه، خو بېرته کور ته ستنه نه شوه.

دې مېرمنې چې د امنيتي ستونزو له کبله وې نه غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل: "څلور بجې وې، خور ته مې په سترګو ړنده شم مړه شوه. کور کې یې ماتم دی، لور او انګور یې هره شېبه ضعف کېږي، ډاکتر ته یې وړو، سيروم ورکوي. زوی یې له هېواده بهر دی، مور یې له اوو کلونو راهیسې نه ده لیدلې، کلونه وشول، اوس مور، مور وايي او په تلیفون کې چیغې وهي. دا څرنګه حکومت دی چې د ځانمرګي برید مخه نه‌شي نیولی او موږ ته اجازه نه راکوي چې خپله خور په روغتون کې ووینو، هغه وخت مو وليده چې زما خور مړه شوې وه. "

فرانس پرېس خبري اژانس په کابل کې د طالبانو د حکومت د امنیه قوماندانۍ د ویاند خالد ځدراڼ په حوالې ویلي چې په دې چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او ۱۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

خو د کابل د ايمرجنسي روغتون مسوولانو د دې پېښې د ټپيانو شمېر ١٣ بولي.

د دغې پېښې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

یو تن ځوان چې د پنجشنبې د ورځې په چاودنه کې په پښه او خیټه کې ټپي شوی و او د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل: "د چاودنې سيمه کې مونږ پياده‌رو کې تېرېدو چې ناڅاپه چاودنه وشوه، زه نه پوهېدم، څو کسان زما خوا ته ټپیان او شهیدان پراته وو. زه یو روغتون ته انتقال شوی یم او اوس تر درملنې لاندې یم."

تراوسه کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت نه دی اخیستی.

د پنجشنبې په ورځ دا چاودنه په داسې حال کې وشوه چې کابل ښار په تېره یوه اوونۍ کې د څو چاودنو شاهد و.

یوازې د کابل ښار په لوېدیځ کې تېره اوونۍ یو بل برید هم شوی و.

محمد علي ریحاني چې د شنبې د ورځې د چاودنې له قربانیانو څخه دی او د دې برید مسوليت داعش وسله‌والې ډلې منلى، تره یې محمد حسین ریحاني ازادي راډیو ته وویل چې وراره یې د کورنۍ یوازینی ډوډۍ ګټونکى و.

هغه وویل: "محمد علي ریحاني ۲۸ کلن و. ځوان، هغه ځوان چې د کورنۍ ټول مسوولیت یې پر غاړه و، د کابل پوهنتون د کانونو د جیولوجي په څانګه کې محصل و، کله چې له کار څخه کور ته روان و، په هغه چاودنه کې چې پر يو کاسټر موټر چې له ځوانانو او مظلومو خلکو ډک و وشوه شهید شو."

د ريحاني په وينا، محمد علي د اقتصادي ستونزو له امله پوهنتون برېښودلو ته اړ شوى و او د يوه خپرندوى ټولنې د چاپ په څانګه کې يې کار کاوه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر یا یوناما وايي، د کابل په لوېدیځ کې د شنبې د ورځې په چاودنه کې لږ تر لږه ۲۵ هزاره ګان وژل شوي او ټپیان دي، خو د مړو او ټپیانو دقیق شمېر یې نه دی په ډاګه کړی.

د کابل برچي کې د وروستیو بریدونو د قربانیانو کورنۍ د طالبانو له حکومت څخه غواړي چې د دوی د امنیت د تامین لپاره جدي او اساسي اقدامات وکړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د وروستیو بریدونو او د دغو کورنیو د غوښتنو په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ورنه کړ.

خو تر دې وړاندې د طالبانو حکومت ویلي چې په افغانستان کې یې داعش ډله ځپلی او ترهګرو ډلو ته به اجازه ورنه کړي چې په افغانستان کې دننه یا د دغه هېواد له خاورې نورو هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG