د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۹

کابل کې د چاودنو زیاتوالی؛ د دې ښار یو شمېر اوسېدونکي خپل ژوند ته اندېښمن دي


تېره شنبه کابل کې په دې کاسټر موټر کې د چاودنې له کبله ۵ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
تېره شنبه کابل کې په دې کاسټر موټر کې د چاودنې له کبله ۵ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

یو شمېر نړیوالو انلاین او چاپي رسنیو په کابل کې په وروستیو چاودنو راپورونه او معلومات خپاره کړي دي.

ډیجیټل ژورنال:

له دې جملې ډیجیټل ژورنال د پنجشنبې د ورځې د چاودنې په اړه چې د چارواکو په وینا لږ تر لږه دوه کسان یې ووژل او د ماشومانو او ښځو په ګډون ۱۳ نور یې ټپیان کړل، راپور خپور کړی دی.

خپرونه وايي، دا په یوه اوونۍ کې د کابل په دشت برچي کې دوهمه چاودنه ده.

تر دې مخکې د تېرې شنبې په ورځ دغلته د سپرلیو په یو بس موټر کې چاودنې لږ تر لږه پنځه کسان ووژل او ۱۵ نور یې ټپیان کړل. د داعش وسله‌والې ډلې د هغې برید مسوولیت پر غاړه اخیستی و.

ډیجیټل ژورنال په دې راپور کې په ۲۰۲۳م کال کې یو لړ نورو هغو بریدونو ته هم اشاره کوي چې په کې د افغانستان شیعه وګړي په نښه شوي او پړه یې د داعش وسله‌والې ډلې منلې ده.

یاهو نیوز:

یاهو نیوز هم د پنجشنبې د ورځې د چاودنې په اړه په یو خبري راپور کې د دشت برچي د پېښې د یو عیني شاهد عقیل رضايي له خولې ویلي، که څه هم دوی تمه لرله چې د طالبانو په واکمنۍ کې به دا ډول بریدونه پای ته ورسېږي، خو په تېرو دوو نیمو کلونو کې د سیمې اوسېدونکي بیا بیا په داسې پېښو کې وژل کېږي.

نوموړې زیاته کړې: "د خپل ژوند په اړه اندېښمن دي، نه پوهېږي ولې وژل کېږي او چا ته شکایت وکړي."

په راپور کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما هغې غوښتنې ته هم اشاره شوې چې د افغانستان له واکمنو طالبانو یې د افغانستان د شیعه مذهبي اقلیت ټولنې د خوندیتوب لپاره د جدي اقداماتو غوښتنه کړې.

نېشنل:

له بریتانیا خپرېدونکي د نېشنل په نوم انلاین خپرونې په افغانستان او ایران کې د ښځو د وضعیت په اړه د سکاټلنډ د پارلمان د غړې جوانا چیري لیکنه خپره کړې چې په کې په ایران او افغانستان کې د ښځو په وړاندې د دې هېواد د واکمنو پر اقداماتو نیوکې شوې دي.

د افغانستان په اړه لیکواله وايي چې د طالبانو له بیاځلي واکمنۍ راهېسې دې ډلې تر ۵۰ زیات داسې فرمانونه ورکړي چې په وینا یې د ښځو حقونه یې ترې اخیستي.

په لیکنه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي راپورونو ته هم اشاره شوې چې په کې یې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د نجونو د زده کړو او ښځو د کار د مخنیوي په شمول د ښځو د ازادیو پر پرله‌پسې محدودلو اندېښنه ښودلې ده.

په لیکنه کې ټینګار شوی چې نړیواله ټولنه دې په افغانستان او ایران کې د واکمنو حکومتونو لخوا د ښځو په وړاندې دا ډول چلند د جنسیتي اپارټایډ یا جنسیتي تبعیض په توګه په رسمیت وپېژني.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG