د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

مککینزي: تاریخ به له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه پرېکړه وکړي


د کابل هوايي ډګر په چاودنه کې چې د ۲۰۲۱م کال د اګست په شپږ ویشتمه وشوه ۱۳ امریکایان او نژدې ۲۰۰ افغانان ووژل شول.
د کابل هوايي ډګر په چاودنه کې چې د ۲۰۲۱م کال د اګست په شپږ ویشتمه وشوه ۱۳ امریکایان او نژدې ۲۰۰ افغانان ووژل شول.

میلیټري ټایمز:

میلیټري ټایمز خپرونې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر مهال د ځانمرګي برید په اړه د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د پخواني مشر خبرې رااخیستې دي.

جنرال فرانک مککینزي وایي، تر دې چاودنې مخکې د استخباراتو راپور هغسې مفصل نه و لکه څرنګه چې ویل کېږي.

په دې چاودنه کې چې د ۲۰۲۱م کال د اګست په شپږ ویشتمه د کابل له هوایي ډګر سره وشوه ۱۳ امریکایان او نږدې ۲۰۰ افغانان ووژل شول.

میلیټري ټایمز وړاندې لیکي چې تر دې چاودنې وروسته له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر ګډوډ شوی دی.

خپرونه بیا د جنرال مککنزي په وینا لیکي چې دی په دې باور دی چې تاریخ به له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه پرېکړه وکړي او نیمګړتیا به یې په ډاګه کړي.

دغه پخوانی جنرال وایي چې د تاریخ پرېکړه به سخته وي.

د امریکا د پوځ پر دغه پخواني چارواکي په وروستیو اوونیو کې نیوکې زیاتې شوي چې ولې د کابل په هوایي ډګر کې د دې چاودنې په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.

د امریکا د استازیو جرګې یو شمېر غړیو او د وژل شویو پوځیانو د کورنیو غړیو پوځي چارواکي ملامته کړي چې تر دې چاودنې څو ورځې مخکې یې استخباراتي راپورونو ته توجه نه ده کړې او که یې پاملرنه ورته کړې وای ښایي د دې پراخې مرګ ژوبلې مخه نیول شوې وای.

د امریکا د مرکزي قومانداني پخواني مشر فاکس نیوز ته ویلي چې امریکایي ځواکونو د برید کوونکي د ځای په اړه څو ورځې مخکې اطلاعات نه لرل.

پر امریکایي پوځیانو دا انتقاد هم کېږي چې ولې یې طالبان د کابل هوایي ډګر ته په هغو شپو ورځو کې پرېښودل.

انتقاد کوونکي وایي، دا یې له خپله لاسه ځانمرګي میدان ته ورننویستل، خو جنرال مککینزي وایي چې پر دې پرېکړه پښېمانه نه دی او که یې دغسې نه وای کړي ښایي تلفات ډېر زیات شوي وای.

ټاکل شوې ده چې په راتلونکو میاشتو کې هم د امریکا استازیو جرګه د دفاع وزارت او بهرنیو چارو وزارت له استازیو نور معلومات ترلاسه کړي او خپلو غونډو ته یې وروغواړي.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته ګڼ افغانان له افغانستانه ووتل، په دوی کې یوه هم د مرجان سادات په نوم یوه خبریاله ده چې نن سبا په کاناډا کې ژوند کوي.

دا خبریاله شپږ ویشت ورځې وروسته تر دې له کابله ولاړه چې دا ښار طالبانو ونیو.

دا اوس د کاناډا په تورنټو کې ژوند کوي.

تورنټو سټار ورځپاڼه د دې په وینا لیکي، کله چې له کابله د وروستي ځل لپاره وتلم، د خپل کور له اپارتمانه مې ښار ته وکتل، ښار راته تش ښکاره شو او زه مجبوره وم چې ولاړه شم او هرڅه پرېږدم. هرڅه زما په بیک کې نه ځایېدل، نه زما هیلې، نه زما خاطرې، نه زما کتابونه.

تورنټو سټار د مرجان سادات یو عکس هم خپور کړی دی او بیا یې د دې خبریالې په وینا په تفصیل دا خبرې رااخیستې چې دا څرنګه پاکستان ته ولاړه، بیا څرنګه کاناډا ته ورسېده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG