د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۳

ګارډین: د بهرنیو ځواکونو د وتلو ضرب‌الاجل په رانږدې کېدو، طالبان له فرصت ګټه اخلي


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • ګارډین

د ګارډین ورځپاڼې لیکلي، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره د ټاکل شوي ضرب‌الاجل په رانږدې کېدو، طالبان له فرصت ګټه اخلي او په دې هېواد کې د جګړې د قربانیانو شمېر د هرې ورځې په تېرېدو زیاتېږي.

ورځپاڼه د غزل حبیب‌یار په نوم د یوې مور له خولې وايي، د خپل کوچني زوی ښوونځي ته څېرمه د چاودنې د خبر په اورېدو یې لاس او پښې ولړزېدې.

هغې ګارډین ته ویلي، ولې باید افغانې میندې اړ وي چې د خپل بچیانو د زده‌کړو او خوندیتوب ترمنځ باید یو څه وټاکي.

وړاندې راغلي، اوس په کابل کې ورځې داسې پیلېږي چې د پیل ساعتونه‌یې خلکو د "خطر د ساعتونو" په نوم مشهور کړي چې ډېر کله له پېښو سره مل وي.

صادق الکوزی چې ۲۲ کلن محصل دی، د ګارډین ورځپاڼې ته‌یې ویلي، څو ځله د خونړیو چاودنو شاهد و او ډېر کله په دې فکر کوي چې د ده نوبت به کله رسېږي.

د افغانستان مختلفې سیمې په ځانګړې توګه پلازمېنه کابل په وروستیو کې د مقناطیسي ماینونو د چاودنو شاهد دی چې تر ډېره‌یې هدف خبریالان، مدني فعالان او دولتي کارکوونکي دي.

ګارډین وړاندې ویلي، د مقناطیسي ماینونو چاودنې ډېر کله د سهار د اووه نیمو بجو او نهه نیمو بجو ترمنځ وخت کې کېږي چې واټونه له ګڼې ګوڼې ډک وي، خو هېڅوک د ډېرو دې بریدونو مسؤلیت پر غاړه نه‌اخلي. د داعش ډلې د ځینو بریدونو مسؤلیت پر غاړه اخیستی.

افغان امنیتي چارواکي عموماً د دې بریدونو پړه پر وسله‌والو طالبانو اچوي، خو وسله‌وال طالبان په ډېرو دې بریدونو کې لاس لرل ردوي.

که څه هم د تېر کال د سپټمبر میاشتې راهیسې د افغانستان د دولت مرکچي پلاوی له طالب استازو سره دوحه کې په خبرو بوخت دی، خو دا خبرې ډېرې ورو او له کوم پرمختګ پرته روانې دي او ترڅنګ‌یې افغانستان کې تاوتریخوالی په زیاتېدو دی.

ګارډین بریتانوۍ ورځپاڼې د افغانستان په اړه یو بله لیکنه هم کړې، خو دا لیکنه د یو فلم په اړه ده.

دا فلم د یو پاخه عمر لرونکي سړي سره د یوې ځوانې ښځې اړیکې تصویروي چې موخه‌یې د افغان ښځو د کلیشه‌يي وضیعت ننګول دي، هغه چې د لیکوال په وینا تل کمزورې او ځپل شوې دي.

د "کابل جان" په نوم دا فلم د یوې فلمبردارې ښځې د ژوند کیسه کوي چې د یو پاخه عمر لرونکي متاهل خبریال سره مینه لري.

شهربانو سادات د دې فلم ډایرکتره ده.

د لیکنې په وینا د فلم کیسه تقرییاً خپله د مېرمن سادات له شخصي تجربې اخیستل شوې ده.

هغې د ګارډین ورځپاڼې ته ویلي چې غواړي د فلمونو په مارکېټ کې د افغانستان نوې څېره وړاندې کړي.

شهربانو ویلي ممکنه ده چې د غم او کړاو ترمنځ، مینه او خندا هم وموندل شي.

XS
SM
MD
LG