د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۷

نشنل: افغانستان په تېرو ۲۰ کلونو کې له تر ټولو تیاره وضعیت سره مخ دی


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • نشنل

"داسې مهال چې امریکا له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو په ایستلو غور کوي، دا هېواد په تېرو ۲۰ کلونو کې له تر ټولو تیاره وضعیت سره مخ دی." دا د نشنل ورځپاڼې د یوې لیکنې سرلیک دی.

له متحده عربي اماراتو خپرېدونکې دې انګلیسي ژبې ورځپاڼې په لیکنه کې ویلي، کابل کې هدفي وژنې او چاودنې نږدې هره ورځ پېښېږي او په داسې حال کې چې په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې تر یو ځنډ وروسته د دوشنبې په ورځ بېرته پیل شوې، په ولایتونو کې هم جګړې دوام لري.

ورځپاڼه زیاتوي، د مې په میاشت کې د افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د وتلو د ضرب‌الاجل په رانږدې کېدو، دا پوښتنه راپورته کېږي چې د افغان ځواکونو چې تر ډېره د امریکا په ملاتړ تکیه دي، وضعیت به څنګه کېږي؟

ورځپاڼه وروستیو بریدونو او د راتلونکې په اړه شته بې‌باورۍ ته په اشارې د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د رئیسې شهرزاد اکبر له خولې لیکي "دا د ۲۰۰۱ م کال راهیسې تر ټولو تیاره شېبې دي."

نشنل ورځپاڼه زیاتوي، تر اوسه له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د وتلو په اړه پرېکړه نه‌ده شوې، خو د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونه که څه هم د اوږدې مودې لپاره کافي تجهیز شوي نه‌دي، د دې هېواد په راتلونکې ارامۍ کې به پرېکنده رول ولري.

ورځپاڼه د دفاع وزارت د لومړي مرستیال او سرپرست شاه محمود میاخېل له خولې وايي، د جګړې راتلونکي فصل ته د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو زیاتېدو ته چمتووالی نیول شوی. نوموړي ویلي چې د هېواد هېڅ سیمه به د حکومت له لاسه ونه‌وځي.

  • زېمبابوېن

د زېمبابوېن مشهوره وېب‌پاڼه چې د دې هېواد د اوونیزو مطالب خپروي په یوه لیکنه کې وايي، د زېمبابوې د کرکټ ټیم په راتلونکې میاشت کې د افغانستان د ټیم په وړاندې سیالیو ته د چمتو کېدو لپاره په ابوظبي کې تمریناتي کمپ پیل کړی دی.

د لیکنې په وینا د کرونا له معایناتو وروسته څرګنده شوه چې د زېمبابوې د ټیم هېڅ لوبغاړی په کرونا اخته نه‌دی.

د افغانستان او زېمبابوې ټیمونه په دې سیالیو کې دوه ټېسټ لوبې او درې ۲۰ اوریزې لوبې ترسره کوي.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، افغان کرکټ ټیم د دې لوبو لپاره بشپړ چمتووالی لري.

خپرونه لیکي، پرېکړه شوې وه چې د لوبو دا لړۍ د تېرې جنورۍ په میاشت کې په عُمان کې ترسره شوې وې، خو د افغانستان کرکټ بورډ د فبرورۍ په میاشت کې تأیید کړه چې دا لوبې به متحده عربي اماراتو کې وشي.

ټاکل شوې لومړنۍ ټېسټ لوبه د مارچ په دوهمه نېټه یا د سې شنبې په ورځ ترسره شي.

  • کرکټر

د کرکټر خپرونې بیا لیکلي چې د افغانستان د کرکټ ستوری راشد خان به چې د پاکستان سوپرلیګ سیالیو کې یې ګوته ټپي شوې، د زېمبابوې په وړاندې په لومړنۍ ټېسټ لوبه کې ګډون ونه‌کړای شي.

XS
SM
MD
LG