د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۱

یو شمېر مېرمنې: موږ نالوستې خپل اولادونه هم ښه نه شو روزلی، طالبان دې د نجونو ښوونځي پرانیزي


یو شمېر افغان مېرمنې - تصویر له ارشیفه
یو شمېر افغان مېرمنې - تصویر له ارشیفه

د کابل ښار اوسېدونکې ۳۷کلنه حذيفه ده چې وايي لوستې نه ده، نو ځکه له اولادونو سره مرسته نه شي کولی.

نوموړې وايي، نالوستې مېرمن لکه سترګې یې چې تړلې وي، نه خپله څه لیدی شي او نه نورو ته لارښوونه کولی شي.

حذیفې له ازادي راډیو سره په خبرو کې هیله وښوده چې د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي.

هغې زیاته کړه:

"ما چې درس نه دى ويلى نه شم کولى اولادو سره مې درس کې مرسته وکړم، کتاب ته ګورم نه پوهېږم چې دا څه دي او حتى توري يې نه پېژنم دا خو لا څه چې مرسته وکړم، خداى د وکړي چې مکتبونه خلاص شي."

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، افغان نجونو ته له شپږم ټولګي د پورته زده کړو اجازه نه ورکول کیږي
د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، افغان نجونو ته له شپږم ټولګي د پورته زده کړو اجازه نه ورکول کیږي

د پروان ولایت اوسېدونکې دوه شپېته کلنه نازدانه هم ورته خبره کوي او وایي:

" بې سواده وم، ماشومان مې ونه شول رسولی، ډېره په ستونزو کې راګېر شوم، ډېر مې په سختۍ رالوی کړل، که زه پوهېدم او ماشومانو سره مې مرسته کړې وه، د هغوی به ډېرې ستونزې هوارې شوې وې، مونږ له طالبانو هیله کوو، چې ښوونځي خلاص کړي چې زمونږ ماشومان زده کړې وکړي او خپل ماشومان ورسوي."

د نجونو د زده کړو يو شمېر فعالانې هم وايي، د يوې ښې کورنۍ بنسټ د لوستې مور له لوري ايښودل کېږي او په باور یې که ټولنه کې ميندې نالوستي وي، نو اولادونه یې هم ښه راتلونکی نه لري.

د نجونو د زده کړو د ملي کمپاین د رسنیزې کمېټې مسوولې زرکې ماليار ازادي راډیو ته وویل:

"ښځه په ټولنه کې مهمه برخه ده نيمه برخه ده او فعالیت یې په ټولنه کې اړین دی، که نه وي نو هغه ټولنه معيوبه ده کله چې يوه ټولنه معيوبه وي د هغې د اولاد راتلونکى هم سالمه نه وي د يوې سالمې کورنۍ اساس او بنسټ په يوې مور پوورې تړلې دی، که يوه مور لوستې اوسي طبعي ده چې سالم اولاد به وروزي."

اغلې ملیار هم د طالبانو له حکومت غواړي چې د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.

د نجونو د زده کړو د ملي کمپاین د رسنیزې کميټې مسووله، زرکه ملیار
د نجونو د زده کړو د ملي کمپاین د رسنیزې کميټې مسووله، زرکه ملیار

تازه د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي سره بروکسل کې لیدلي او د افغان نجونو د زده کړو په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازيتوماس نیکلاسن په خپل ایکس پاڼه لیکلي، چې یاده لیدنه کې ټولو لپاره د زده کړو د فرصتونو د ارزښت په اړه خبرې وشوې.

دا په داسې حال کې ده چې له۸۷۰ زیاتې ورځې کېږي چې د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته د ښوونځيو دروازې د نجونو په مخه تړلې دي.

دغه شان له ۴۰۰ زیاتې ورځې وشوې، چې د پوهنتونو پر تګ یې هم بندیز لګولی دی.

سره له دې چې د طالبانو دا بنديزونه پر کور دننه او نړيواله کچه غندل شوي او نړيوالو سازمانونو په تېره دې موده کې بیا- بیا له طالبانو غوښتي چې د نجونو په مخه د زده کړو او تحصیل دروازې پرانیزي، خو طالبانو په دې تړاو خپلې پرېکړې بېرته نه دي اخیستي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG