د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۴

پر کورنۍ او ټولنه د لوستې مور اغېزې


ښځه د کورنۍ د هستې حیثیت لري چې ټوله کورنۍ پرې را څرخي، په کورنۍ کې مور تر نورو ډېره د خپلو ماشومانو د پالنې او روزنې مسؤلیت لري.

خو مور خپل مسؤلیتونه هغه وخت ښه سر ته رسولی شي چې لوستې وي، لوستې مور کولی شي خپل ماشومان په ښه توګه وروزي، روغتیا، ښونې او روزنې او د ژوند نورې برخې یې په ښه ډول سمبال کړي.

خو په ګڼو کورنیو کې څوک د ښځو زده کړو ته دومره ارزښت نه ورکوي او زده کړه یوازې نارینه و ته ځانګړې کوي.

که یوه مور لوستې واوسي نو له خپل اولاد سره د هغو په درسونو کې ډېره مرسته کولی شي، که چېرې د یوه ماشوم مور نالوستې واوسي او پلار یې په ګټې وټې پسې سرګردانه نو د داسې مور او پلار زوی یا لور به له ګڼو ستونزو سره مخ وي.

لوستې مور کولی شي خپل ماشوم ته د ښوونځي په اړه یو مثبت ذهنیت ورکړي او هغه وېره چې ماشوم یي له ښوونځي څخه لري؛ له منځه یوسي.

ډاکتر محب الله زغم وایي مېرمن یې لوستې ده نو ځکه یې څلور کلن زوی لیک لوست کولای شي:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:10:50 0:00
مستقیم لېنک

جوړوونکې: مسعوده نیازۍ

XS
SM
MD
LG