"له بده مرغه د نجلۍ او هلک عمر ۳۰ کاله توپیر لري، یعنې نجلۍ لس کلنه او زوم څلوېښت کلن دی. دا زموږ په ژوند کې تر ټولو لویه تېروتنه وه."
په هرات کې یوه مور چې وايي، بېوزلۍ دې ته اړه کړې چې خپله لس کلنه لور د ناوې په توګه وپلوري.
هغه چې نهغواړي بشپړ نوم يې راپور کې ياد شي، وايي تخلص يې کريمي دی او د هرات ولايت د سبز ښارګوټي اوسېدونکې ده.
نوموړې چې د لسو ماشومانو مور ده، ازادي راډيو ته يې وویل، خپله کمعمره لور یې په سل زره افغانیو پلورلې ده.
کريمي وايي، دې پيسو په اوږد مهال او لنډه موده کې د هغې اقتصادي ستونزې نهدي هوارې کړې او خاوند يې چې څو کاله وړاندې په يوه ترافيکي پېښه کې ټپي شوى و، د کار توان نهلري.
هغې د خپلې لور د پلورلو په اړه د خواشینۍ په څرګندولو سره وویل:
"د هغه کورنۍ نهشي کولی هغه په سمه توګه اداره کړي او هغه هم کور نهشي اداره کولی، په هر صورت ويلی شو چې دا ماشوم د ستونزو له امله لهمنځه تللی، زه واقعا د یوې مور په توګه افسوس کوم او زه د هغو میندو او پلرونو لپاره افسوس کوم چې زما په څېر کار کوي."
کريمي زياته کړه، وروسته له هغه د ناوړه اقتصادي وضعيت له امله اړه شوه، چې خپله کمعمره لور وپلوري چې، د اچار جوړولو او پلورلو سوداګري يې کوله او د طالبانو حکومت په ډېرو برخو کې د ښځو پر کار بنديز ولګاوه.
د هرات ولايت يوه بله اوسېدونکې مريم هم ادعا کوي چې د ترور لور يې د خپلې کورنۍ د لګښتونو د پوره کولو په موخه اړه شوه خپله له ۱۳ څخه تر ۱۴ کلنه لور د پيسو په بدل کې وپلورله.
د مريم په وينا، د دغې معاملې قرباني شوې نجلۍ پلار پر نشو روږدی او مور يې بېکاره ده.
هغه زیاتوي:
"زموږ د خپلوانو څخه یوه د خاله لور مې وه، چې اړه شوه خپله لور وپلوري ترڅو پیسې ترلاسه کړي او د نورو ماشومانو لګښت پوره کړي، ځکه چې زما د خاله د لور مېړه پر نشه روږد دی او د خپلې مېرمنې او ماشومانو لپاره د کو خرڅ نهشي پيدا کولی."
دا پهداسې حال کې ده چې واشنګټن پوسټ پهدې وروستیو کې یو راپور خپور کړی چې ویلي یې دي د هرات ولایت په سبز ښارګوټي کې د ناوې په توګه د کمعمره نجونو پلورل زیات شوي دي.
د يادې رسنۍ د معلوماتو لهمخې، په سبز ښارګوټي کې چې هلته د بېځایه شویو خلکو کورونه او خېمې شته، ۱۱۸ نجونې د ناوې په توګه پلورل شوي او د ۱۱۶ نورو نجونو کورنۍ د پېردونکو په تمه دي.
په دې راپور کې راغلي چې دا شمېره د سروې شویو کورنیو ۴۰سلنه جوړوي.
په دغه راپور کې ویل شوي چې د دغه ښارګوټي کمعمره نجونې په دوه زره ډالرو پلورل کېږي او ډېری یې د پېرودونکو کورنیو ته د ناوې په توګه ځي، چې د کورنیو ډېرو کارونو ته اړې کېږي.
هغې ته ورته چې مېرمن کریمي د خپلې لس کلنې لور د ژوند په اړه ازادي راډیو ته وویل.
که څه هم تر دې وړاندې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې کمعمره ودونه یو څه عام وو، خو د کورنیو اقتصادي وضعيت له خرابېدو او د نجونو پر وړاندې ښوونځیو او تعلیمي مرکزونو دروازو له تړل کېدو وروسته يادې لړۍ ظاهراً زور اخيستی.
که څه هم د طالبانو حکومت په ۱۴۰۰ لمریز کال د ليندۍ په میاشت کې فرمان ورکړ چې نجونې دې د خپلې خوښې لهمخې واده وکړي او ملکيت بايد ونهلري، خو ظاهراً خلک د اقتصادي اړتیا له امله دې کار ته دوام ورکوي.
دغو کورنیو هم ازادي راډيو ته وویل چې د کمعمره نجونو خرڅلاو د دوی د اقتصادي ستونزو دایمي حللاره نهده، بلکې د ډوډۍ د پيدا کولو لنډمهاله لاره ده چې بيه يې د قرباني نجونو لپاره دومره لوړه ده چې هغوی له فزيکي ستونزو او خفګان سره مخامخ دي.