د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۱

کندز کې د چرګانو د هګيو پېر او پلور؛ خلک ترې ورځني لګښتونه پوره کوي


کندز کې د چرګانو د هګيو پېر او پلور؛ خلک ترې ورځني لګښتونه پوره کوي
کندز کې د چرګانو د هګيو پېر او پلور؛ خلک ترې ورځني لګښتونه پوره کوي

پنځوس کلن زرجان د چرګانو د هګیو پېر او پلور له لارې خپلې لس کسیزې کورنۍ ته نفقه پېدا کوي.

زرجان اصلا د پلازمېنې کابل د فرزې ولسوالۍ اوسېدونکي دی.

نوموړی له یوې لسیزې راهیسې د کندز ښار د چوک څېرمه د سړک تر غاړې د چرګانو هګۍ پلوري او له همدې لارې د خپلې لس کسیزې کورنۍ لګښتونه او اړتیاوې پوره کوي.

"د کابل ولایت د فرزې ولسوالۍ یمه،دغلته هګۍ خرڅومه

نوموړی وايي: "د کابل ولایت د فرزې ولسوالۍ یمه،دغلته هګۍ خرڅومه، دغه فارمې دي او دا وطني هګۍ دي. دغلته سهار راځمه او بېګاه بېرته اتاق ته ځمه مسافر یمه. نور څه وکړو که چوک ته ولاړ شو هلته هم کارو بار نه‌شته. بس دغلته ناست یو الله مهربانه دی."

نوموړي له ازادي راډیو سره د خبرو پر مهال وویل، د کندز له بېلابېلو سیمو څخه خلک ورته د کورنیو چرګانو هګۍ ور وړي او دی ورڅخه یوه هکۍ په دولس افغانۍ پېرې.

نوموړی وايي: "ترکمنان او نور خلک راته هم وطني هګۍ او هم فارمې هګۍ راوړي، وطني په دولس افغانۍ اخلو په ۱۳ افغانۍ يې خرڅوو او دا فارمې په لس نیمې افغانۍ اخلو او په ۱۱ افغانۍ پلورو."

کندوز کې د هګيو يو پلورونکی
کندوز کې د هګيو يو پلورونکی

هغه، له هګیو ډک سطلونو ته په اشاره وویل، چې د تېر نظام پر مهال د خلکو اقتصادي وضعیت ښه و او هره ورځ یې دوه سطله هګۍ پلورلي، خو اوس يې کاروبار پيکه شوی دی.

د زرجان په سل مترۍ کې ۷۰ کلن محمدیار هم د سړک تر غاړې ناست دی او مخې ته يې له هګیو ډک سطلونه ايښې دي او د پېرېدونکو په تمه دی.

"د هګیو پېرېدونکي کم شوي دي

محمد يار وايي: "د هګیو پېرېدونکي کم شوي دي، ځینې ورځې درې څلور ډوډۍ کور ته وړمه او ځینې وخت خالي لاس ځمه. نه یوازې زما د ټولو خلکو کارو بار خراب دی. چاره څه ده دغه وضعیت د افغانستان پر خلکو راغلی دی."

محمدیار چې د شکر ناروغي هم لري وايي، پخوا یې کار ښه و، د کورنۍ د لګښت ترڅنګ يې د ځان درملنه یې هم پرې کېده، خو اوس په سختي سره د څلور پنځو ډوډیو پیسې پېدا کوي.

کندز کې د چرګانو د هګيو پېر او پلور؛ خلک ترې ورځني لګښتونه پوره کوي
کندز کې د چرګانو د هګيو پېر او پلور؛ خلک ترې ورځني لګښتونه پوره کوي

نوموړی وايي: "پخوا کار ښه و هره ورځ مې پنځه شپږ سوه افغانۍ ګټلې، هغه وخت د خلکو اقتصاد وضعیت ښه و هر چا به هګۍ اخیستلي. اوس خلک د یو وخت ډوډۍ پېداکولو ته حیران دي. ځینې ورځې د موټر د کرايي پیسې نه‌شم پيدا کولی."

د هګيو همدا کاروباريان وايي، سوړ ژمی، اقتصادي ستونزې، د کار او روزګار نشتوالی او فقر دا څلور هغه جدې ستونزې دي، چې ګڼ شمېر افغانان ورڅخه کړیږي.

دوی د طالبانو له سرپرست حکومت غوښتنه کوي، چې خلکو ته د کار زمېنه برابره کړي، ترڅو د خپلو کورنیو اړتیاوې پوره کړي.

XS
SM
MD
LG