د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۷ وری ۱۴۰۲ کابل ۰۷:۳۹

افغانستان

طالب چارواکي: کندوز کې مو لسګونه زره جريبه ځمکه له غصب بېرته راګرځولې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کندوز ولايت موقعيت

په کندز کې د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي ادعا کوي چې په لسګونو زره جریبه دولتي ځمکه یې له غاصبینو بېرته ګرځولې ده.

باختر اژانس په کندز کې د طالبانو د کرهڼې، اوبه خور او مالدارۍ د رئیس په وینا خبر ورکړ چې په تېرو دوو میاشتو کې یې له غاصبینو څخه څه باندې دوه څلویښت زره پنځه سوه جریبه ځمکه نیولې ده.

کندز یو له هغو ولایتونو څخه دی چې ډېرې برخې یې د جمهوریت په وخت کې د طالبانو په لاس کې وې.

په تېرو څو لسیزو کې زورواکانو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې دولتي ځمکې غضب کړې دي چې لاهم په اکثرو سیمو کې دا ځمکې د همدې کسانو په واک کې دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د کډوالو عالي کمېشنري په ليرې پرتو سيمو کې قابله‌ګانو ته مسلکي زده‌کړې ورکوي

ارشيف

د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې قابله‌ګانو ته د مسلکي زده کړې د پروګرامونو د پیلېدو خبر ورکوي.

د افغانستان لپاره د کډوالو عالي کمېشنرۍ پرون یکشنبې په یوه ټویټ کې ویلي چې، په لیرې پرتو سیمو کې دغه رزونیز پروګرامونه د هغو قابله‌ګانو لپاره دي چې مسلکي زده کړې نه‌لري او هدف یې دا دی چې په دې سیمو کې ښځې د امیندوارۍ ښو خدمتونو ته لاس‌رسی ولري.

دې کمېشنرۍ نه‌دي ویلي چې دغه پروګرامونه به په کومو سیمو کې تطبیقوي او څومره ښځو ته به د قابلګۍ مسلکي زده کړې ورکوي، خو یوازې دومره یې ویلي چې افغانستان په اسیا کې د میندو د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري.

د روغتیا نړیوال سازمان تېره میاشت په یوه راپور کې ویلي و، د ۲۰۲۰ کال شمېرې ښيي چې په افغانستان کې د زیږونې پر مهال له یولک امیندوارو مېرمنو ۶۲۰ یې مړې شوې دي.

تر هغه وروسته که څه هم په دې اړه کره شمېرې نه‌دي خپرې شوي، خو د افغانستان روغتیایي ناوړه وضعیت د مور او ماشوم پر روغتیایي خدمتونو هم ناوړه اغېز کړی دی.

يونېسف په لغمان ولايت کې سلګونه کورنيو لپاره د پاکو اوبو د برابرولو خبر ورکړی

انځور - ارشيف

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق، یونېسف په لغمان ولایت کې د سلګونو کورنیو لپاره د څښاک د پاکو اوبو د برابرولو خبر ورکوي.

یونېسف پرون یکشنبې په یوه ټویټ کې ویلي چې، د سویډن د نړیوالې پراختیا د ادارې سیدا په مرسته یې په لغمان ولایت کې درې زره کورنیو ته د څښاک پاکې او دوامداره اوبه برابرې کړې دي.

یونېسف ویلي، تر ځمکې لاندې پاکو اوبو د رایستلو لپاره یې د برمو د اړتیا وړ برښنا لپاره څلور سوه سولري پنیلونه نصب کړي دي.

یونېسف ویلي، پاکې اوبه د خلکو ژوند ژغوري.

سيګار: امريکا له افغانستان سره د بشري مرستو تر ټولو لوی بسپنه ورکوونکې پاتې شوې

ارشيف

د افغانستان د بیارغونې پر چارو د امریکا د څار اداره یا سیګار وایي، د امریکا متحده ایالات تر اوسه له افغانستان سره د بشري مرستو تر ټولو لوی بسپنه ورکونکی پاتې شوی دی.

سیګار پرون په څو ټویټونو کې ویلي، د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا د شمېرو له‌مخې په تېر۲۰۲۲ کال کې له افغانستان سره د بشري مرستو د پروګرامونو په برخه کې درې ميلیارډ او شل ميلیون ډالرو او وړم ۲۰۲۱ کال هم د ۲ ملیارډ او ۱۶۰ ميلیون ډالرو مرسته شوې.

د سیګار په خبره متحده ایالات په دواړو کلونو کې لوی مرستندویه پاتې شوی.

تېر کال یې ۶۲۰ ميلیون او وړم کال یې ۴۴۰ ميلیون ډالره مرسته کړې ده.

ملګروملتونو د روان کال لپاره په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د ۴،۶ ميلیون ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.

ملګروملتونو افغانستان کې د لوږې د پراخېدو خبرداری ورکړی

ارشيف

ملګري ملتونه خبرداری ورکوي، که له افغانستان سره بسپنه کمه شي، په دې هېواد کې به لوږه پراخه شي.

ملګروملتونو پرون یکشنبې په یوه ټویټ کې ویلي چې، د مرستو د کمېدو په نتیجه کې روانه میلادي میاشت په افغانستان کې لږ تر لږه له څلور ميلیون وګړو سره د ژوند ژغورنې مرستې کمې شوي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام تېره اوونۍ خبرداری ورکړ چې، د نړیوالو د بشري مرستو د نه دوام په صورت کې به په دې هېواد کې لوږه ډېره پراخه شي.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام ویاند وحید الله اماني ازادي راډیو ته وویل، پروګرام یې په پام کې لري، په اپریل میاشت کې ۱۳ ميلیون کسانو ته د خوراکي توکو مرستې ورسوي.

نوموړي ويلي، که نوې مالي سرچینې په واک کې ور نه ‌کړل شي، نوبه یوازې څلور ميلیون کسانو ته مرستې ورسوي.

دې پروګرام ویلي چې، ۹۳ ميلیون امریکايي ډالرو ته اړتیا لري.

افغانستان له پاکستان د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ وګټله

افغان کرېکټ لوبډله د پاکستان پر وړاندې.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پاکستان ته په دویمې شل اوریزې سیالۍ کې هم په ۷ وېکټو ماتې ورکړې او په دې سره یې د ۳ سیالیو لومړنۍ دواړه لوبې وګټلې.

دویمه سیالي چې د مارچ په ۲۶مه نېټه د عربي متحده اماراتو په شارجه لوبغالي کې ترسره شوه، پاکستان د پچې په ګټلو سره یو وار بیا توپوهنه ترسره کړه او ۱۳۰ منډې یې جوړې کړې.

په پاکستانيو توپوهونکو کې عماد وسیم نیمه سلیزه ووهله، هغه په ۶۴ منډو ناسوځېدلی پاتې شو.

دغه راز لوبډلمشر شاداب خان ۳۲ او محمدحارث ۱۵ منډې وکړې.

په افغان توپ اچونکو کې فضل حق فاروقي ۲، نوین الحق، کریم جنت او راشد خان یوه ـ یوه وېکټ ترلاسه کړه.

افغانستان توپوهونکو د لوبې د وروستي اور په ۵م توپ هدف پوره کړ او په دې سره یې دا لوبلړۍ وګټله.

په افغان توپ وهونکو کې رحمن الله ګربز ۴۴، ابراهیم ځدراڼ ۳۸، محمدنبي او نجیب ځدراڼ بیا په ترتیب سره ۱۴ او ۲۳ ناسوځېدلې منډې وکړې.

په پاکستانیو توپ اچونکو کې زمان خان او احسان الله یوه ـ یوه وېکټ واخیسته.

د دې لوبې د اغېزناک لوبغاړي جایزه پاکستاني عماد وسیم وګټله، خو د لوبې غوره لوبغاړی بیا فضل حق فاروقي ونومول شو.

دا لومړی ځل دی چې دواړه هېوادونه د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ لوبوي.

افغانستان په لومړۍ لوبه کې هم پاکستان ته په ۶ وېکټو ماتې ورکړې وه.

دواړه هېوادونه به د دې لوبلړۍ درېیمه سیالي نن(دوشنبه) ترسره کړي.

منظور پښتین: د افغان مېرمنو له لاریونونو ملاتړ په کار دی

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په کابل کې د افغان مېرمنو له ننني لاریون څخه ملاتړ کړی او له نورو یې هم غوښتنه کړې چې د دوی غږ دې بدرګه کړي.

پښتین پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، افغان مېرمنې پیاوړې دي او ټول یې باید ملاتړ وکړي چې دوی ته د زده کړو حق ورکړل شي.

نن د کابل په پل سرخ سیمه کې یو شمېر مېرمنو لاریون وکړ او په دې لاریون کې یې د نجونو لپاره د ښوونځيو او پوهنتونونو د پرانیستلو غوښتنه وکړه.

خو د دې لاریون ځینو ګډونوالو ازادي راډيو ته وویل، طالبانو یې په تاوتریخوالي د لاریون مخه ونیوله او درې تنه لاریون کوونکې یې هم ونیولې خو طالب ویاندویانو تر دې دمه د لاریون کوونکو نیول نه دي تاييد کړي.

له هغه وروسته چې د طالبانو حکومت د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه وتړل، په ځلونو په کابل او ولایتونونو کې د دې پرېکړو په وړاندې لاریونونه شوي، خو لاریون کوونکو ډېر کله ادعاوې کړي چې له تاوتریخوالي ډک چلند ورسره شوی او د لاریونونو مخه یې نیول شوې ده.

د تېرې جمعې په ورځ د بخښنې نړيوال سازمان هم له طالبانو غوښتي وو چې نجونو او ښځو ته دې زده کړو اجازه ورکړي چې زده کړې وکړي، ځکه د یاد سازمان په وینا دا د دوی بشري حق دی.

ترکیې نږدې ۶۰۰ افغانان له خپلې خاورې ایستلي

ارشیف: له ترکیې یو شمېر ایستل شوي افغانان

د ترکیې د مهاجرت عمومي اداره وايي چې نږدې ۶۰۰ تنه افغانان یې، چې دغه هېواد ته په غیرقانوني ډول ورغلي وو، له خپلې خاورې ایستلي دي.

دې ادارې تېره شپه وویل، په وروستۍ یوه اوونۍ کې یې ټولټال ۲۰۱۸ غیرقانوني کډوال له خپل هېواده ایستلي چې د هغو په منځ کې ۵۹۸ تنه یې افغانان دي.

ترکي د خپل هېواد د مهاجرت د عمومي ادارې پر اساس راپور ورکړی چې ترک پولیسو د مارچ له ۱۷ تر ۲۳ پورې په خپله خاوره کې ۲۵۲۷ غیرقانوني کډوال نیولي دي.

طالبانو په جوزجان کې د داعش د ماین جوړولو یوه فابریکه کشف کړې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د جوزجان ولایت موقعیت

په جوزجان کې د طالبانو امنیتي مسوولان وايي چې په شبرغان ښار کې یې د داعش ډلې د ماین جوړولو یوه فابریکه کشف کړې ده.

د جوزجان لپاره د طالبانو د امنیه قوماندان سرپرست قاري شاه محمود احمدي باختر خبري اژانس ته ویلي، ځواکونو یې د استخباراتي ځواکونو په همکارۍ د شبرغان په سخي اباد سیمه کې د داعش د ماینونو د دغه مرکز د کشف په ترڅ کې د انتحاري حملو واسکټ، مقناطیسي او لاسي بمونه او نور وسایل هم موندلي دي.

په خبر کې نه دي ویل شوي چې ایا په دې تړاو څوک نیول شوي او که نه.

طالبانو تر دې وړاندې په ځلونو ویلي چې داعش ډله یې ځپلې او په افغانستان کې دا ډله نور فعالیت نه لري.

کرکټ؛ افغانستان او پاکستان نن دویمه شل اوره سیالي لري

د افغانستان او پاکستان تر منځ د روانې لوبلړۍ څخه د لومړۍ سیالۍ انځور

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د کرکټ ملي لوبډله نن شپه د پاکستان پر وړاندې خپلې دویمې نړیوالې شل اوره لوبې ته پوره چمتووالی لري.

ټاکل شوې دواړه لوبډلې، نن شپه د کابل پر وخت اته نیمې بجې د شارجه د کرکټ په نړیوال میدان کې سره مخامخې شي.

د افغانستان کرکټ بورډ د رسنيو عمومي مسوول عبدالله خان پکتاني پرون ازادي راډیو ته وویل: "ډاډه یم چې پاتې دوې سیالۍ به په ښه توګه ترسره شي. افغان لوبډله له پیله د دغو سیالیو لپاره چمتووالی لري. ډېر تمرکز به یې پر دویمه لوبه وي چې هغه هم په خپل نوم کړي."

افغانستان او پاکستان به سبا دوشنبه خپله درېیمه او وروستۍ مسابقه کوي.

که افغانستان یوه بله لوبه هم وګټي، د دې لوبلړۍ ګټونکی اعلانېږي.

افغانستان د جمعې په ورځ خپله لومړۍ لوبه په شپږو ویکټو سره وګټله.

دا په یوه نړیواله مسابقه کې د پاکستان په وړاندې د افغانستان لومړۍ بریا وه چې تاریخي ګڼل کېږي.

طالبان: په هرات کې ۸ کیلو ګرامه مواد نیول شوي

ارشیف

په هرات کې د مخدره موادو پر وړاندې د طالبانو د مبارزې مدیریت وايي، اته کیلوګرامه هغه مواد یې نیولي چې د مخدره توکو په تولید کې کارول کېدای شي.

دغه مدیریت پرون ویلي چې دغه نیول شوي توکي سوځول شوي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس خبر ورکړی چې په هرات کې د تریاکو کښتونه هم له دوو اوونیو راهیسې اړول کېږي.

دا ادعا داسې وخت کېږي چې د مخدره موادو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو د مبارزې ادارې د تازه راپور له مخې، په افغانستان کې د تریاکو کښت په ۲۰۲۲م کال کې د شاوخوا پنځه زره ټنه غنمو د تولید مخه نیولې ده.

خو د طالبانو ویاند د دغه راپور موندنې بې اساسه بللي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG