د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

واشنګټن پوسټ: "په نوي افغانستان کې یا لور خرڅه کړه یا لوږه وزغمه"


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

واشنګتن پوسټ ورځپاڼې د کم عمره افغان نجونو د ودونو او پلورلو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

دا مقاله په دې عنوان پیلیږي چې په نوي افغانستان کې یا لور خرڅه کړه یا لوږه وزغمه.

د مقالې لیکوال ادعا کړې چې په افغانستان کې په واړه عمر د نجونو ودونه زیات شوي او میندې او پلرونه د خپلو نورو بچیانو د مړولو لپاره خپلې لوڼې خرڅوي.

د هرات د یوې غریب مېشتې سیمې د خلکو یادونه شوې چې د مقالې له مخې ۱۱۸ وړې نجونې په تېرو څو میاشتو کې پلورل شوي او د ۱۱۶ نورو نجونو کورنۍ د خریدارانو لپاره انتظار باسي.

دا په دې سیمه کې د شاوخوا ۴۰ فیصده سروې شوې کورنیو شمېرې دي.

د واشنګتن پوسټ په دې مقاله کې راغلي د طالبانو په واکمني کې په کم عمر د نجونو ودول او پلور داسې وخت پېښیږي چې طالب چارواکو په یوه فرمان کې ویلي ښځې باید ملکیت ونه ګڼل شي او د ودونو لپاره رضایت ولري.

لیکوال دا هم ویلي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو بندولو هم په کم عمر د نجونو ودونه زیات کړي، ځکه کورنۍ دلیل راوړي چې که نجونې يې نور تعلیم ته نه شي تللی او یواځې په کور کښیني دوی یې ګېډه نه شي ور مړولی.

واشنګتن پوسټ په دې مقاله کې د یوه داسې خیریه بنسټ یادونه هم کړې چې په هرات کې په واړه عمر د پلورل شویو نجونو کورنۍ یې له دې کاره راګرځولي او په بدل کې یې ځینې مرستې ورسره کړي.

دا خیریه بنسټ چې «د واده لپاره ډېره وړه» نومیږي د یوې مشهورې عکاسې ستیفاني سینکلیر له خوا تاسیس شوی او توانېدلی څو کورنۍ د خپلو لوڼو له پلوره راوګرځوي، خو په بدل کې یې هغو کورنیو ته واړه کارونه یا دوکانونه پرانیستي.

ګلف ټوډې ورځپاڼې د افغانستان او پاکستان تر منځ د لارې په بندیدو یوه مقاله خپره کړې.

په دې مقاله کې راغلي چې په تورخم کې دواړو غاړه ته درې زره بار وړونکي موټر ولاړ دي.

دا وروسته له هغه چې تورخم د جمعې له ورځې راهیسې د ترانزیت په مخ وتړل شو او علت یې د موټر چلوونکو د اسنادو په اړه وضع شوي شرایط بلل کېږي. د دواړو خواوو حکومتونه په تېره پاکستان له موټر چلوونکو ویزې او پاسپورټونه غواړي حال دا چې پخوا به موټر چلوونکي د هویت په اسنادو یا پاسپورټونو تلل او ویزې به یې نه لګولې.

په تورخم کې له دې مخکې هم زرګونه باروړونکي موټر د پاکستان او طالب چارواکو تر منځ د بیلابیلو شخړو په خاطر ایسار شوي وو.

په دې سره افغان او پاکستاني سوداګرو ته د ورځې میلیونونه ډالره تاوان رسېدلی او بازارونو ته د مالونو په وخت نه رسېدو له امله قیمتونه ډېر لوړ شوي.

XS
SM
MD
LG