د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۶

بې‌وزلي او د سخت ژمي اټکل؛ ملګري ملتونه: بشري مرستو ته د اړو افغانانو شمېر ډېر شوی


په کابل کې اړمنې مېرمنې او ماشومان. January 24, 2022
په کابل کې اړمنې مېرمنې او ماشومان. January 24, 2022

د ملګرو ملتونو یوه اداره اټکل کوي چې د سږ کال ژمی به ځکه سخت وي چې بشري مرستو ته د اړو کسانو شمېر زیات شوی دی.

د ژمي راتګ او د بې‌وزلۍ پراخېدو د ګڼو نورو هېوادونو او بنسټونو په څېر د ملګرو ملتونو د یوې ادارې اندېښنې هم پارولې دي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې سوړ ژمی پیل شوی، له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول پاکستانه د بې اسناده افغانانو ډله ییز اخراج، ځینو طبیعي افتونو او په افغانستان کې د کاري فرصتونو نشتوالي د یوه بل سخت ژمي نښې ګڼل شوې دي.

په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ یا 'یو این ایچ سي آر' ویاندې کارولین ګلوک له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل: "د افغانستان په لوړو غرنیو سیمو کې له وړاندې د واورې اورېدل پیل شوې دي. ورځ په ورځ هوا سړېږي. په افغانستان کې د تېر کال ژمی په تېرو ۱۵ کلونو کې تر ټولو سوړ و چې په ځینو سیمو کې د هوا درجه منفي ۳۰ ته راټیټه شوه. د سږکال ژمی به هم په هغه اندازه سخت وي چې د اټکل له مخې به د دغه هېواد دوه پر درېیمه برخه وګړي بشري مرستو ته اړ وي."

مېرمن ګلوک وویل، د هرات د زلزلې په څېر طبیعي افتونو او په ډله ییز ډول له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو ایستلو په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړو کسانو شمېر زیات کړی دی.

له پاکستانه ایستل شوي افغانان چې په تورخم کې په خیمو کې شپې او ورځې تېروي. Nov. 4, 2023
له پاکستانه ایستل شوي افغانان چې په تورخم کې په خیمو کې شپې او ورځې تېروي. Nov. 4, 2023

ملګرو ملتونو ویلي، دا مهال څه باندې ۲۹ ملیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او په ۲۰۲۴م کال کې به هم چې راروانه دوشنبه یې لومړۍ ورځ ده، په میلیونونو کسان بشري مرستو ته اړ وي.

د افغانستان له بېلابېلو برخو افغانانو له ازادي راډیو سره په خپلو تماسونو کې د ژمي پر مهال د خپلو ستونزو کیسې کړې دي.

میرزا ولي د هلمند اوسېدونکی دی.

هغه وايي: "اوس خلک داسې سوي، چې خپل کور نه سي چلولی. خپله سرپناه نه لري په روزانه/ ورځنۍ مزدوري یې ګوزاره ده. واړه ماشومان یې غاړې ته لوېدلي، په دې کلي کې یتیمان سته. غریبکار او معیوب خلک سته، خو د حکومت له خوا کومه مرسته نه ده ورسره سوې."

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو‌ایف‌پي وايي، د ۲۰۲۴ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې به ۱۵ میلیونه او ۷۰۰زره افغانان کافي خواړه ونه لري.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام تېره سې شنبه هم پر خپله ايکس‌شبکه لیکلي وو چې په افغانستان کې له هرو درېیو کسانو څخه یو یې د شپې وږی ويدېږي.

دغې ادارې ویلي، ژمی د میلیونونو افغانانو لپاره ځکه ستونزمن دی چې د هوا له سړېدو سخت اغېزمن شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG