د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۸

ملګري ملتونه: له هرو درېیو افغان کورنیو یوه یې له مخدره توکو اغېزمنه ده


تصویر له ارشیفه: یو شمېر افغان معتادان
تصویر له ارشیفه: یو شمېر افغان معتادان

د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو دفتر (یو ان او دی سی) وايي، په افغانستان کې له هرو درېیو کورنیو څخه یوه یې مخدره توکو اغېزمنه کړې ده.

دا اداره زياتوي چې افغانستان د مخدره توکو د استعمال له جدي ستونزې سره مخ دی.

یاد دفتر په خپله تویټر پاڼه، د چهارشنبې په ورځ، د دیسمبر په ۲۷مه د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې UNODC د مخدره توکو د مخنیوي او درملنې سره د 2021 کال راهیسې، په افغانستان کې د مخدره توکو د استعمال له خطر سره مخ او یا د مخدره توکو د کاروونکو، ۷۴ زره کسانو ته رسیدنه کړې.

د یو ان او دي سي د راپور له مخې د افغانستان د نفوس ۶۰ سلنه د ۲۵ کم عمر لرونکي ځوانان دي چې له همدې امله افغانستان په نړۍ کې د مخدره توکو په برخه کې یو له ترټولو ځوان او چټک وده کوونکی نفوس لري چې د مخنیوي هڅې یې خورا مهمې دي.

په راپور کې زیاته شوې چې د لسیزو جګړو او بې ثباتۍ له امله ډېر افغانان د رواني روغتیا ستونزو لکه: اضطراب، خپګان او یو شمېر نورو رواني ناروغیو پر وړاندې زیانمنونکي دي چې دا د مخدره توکو د کارولو پیل او پراختیا عام لاملونه دي.

یو شمېر خلک وايي په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته، د بې کارۍ او بې وزلې د فشارونه له امله ډېر خلک په نشه یی توکو روږدي شول.

طالب چارواکي بیا د نشه یي توکو او اعتیاد پر ضد د لاسته راوړنو خبر ورکوي
طالب چارواکي بیا د نشه یي توکو او اعتیاد پر ضد د لاسته راوړنو خبر ورکوي

د طالبانو حکومت بیا د روږدو د راټولولو، درملنې او په اعتیاد د ځوانانو د مخنیوي ادعاوې کړې دي.

د کابل ښار اوسیدونکې او د درېیو ماشومانو مور ماریا وايي چې خاوند یې له څه باندې دوو کلونو راهیسې له کله نه چې له دندې ګوښه کړل شوی دی، په مخدره توکو روږدی دی.

نوموړې ازادي راډيو سره په خبرو کې د خپل خاوند په اړه وویل:

" کله ۱۰ ورځې کله دوه ورځې وروسته راځي. کور کې مې چې څه وو او نه وو ټول یې رانه وړي دي. اوس زه په کور کې نه پیسه لرم او نه بل څه چې رانه یې یوسي. چې راشي دې خوا هاخوا ګرځي بیا بیرته وځي. وضعیت یې خراب دی. اوس میاشت یوه نیمه میاشت کیږي چې هیڅ کورته هم نه دی راغلی او خبر یې هم نه لرم. زړه مې هم ورنه تور شوی، نور نو بیخي ژوند نه مې بد راځي."

په ورته وخت کې په کابل کې د ابن سینا په نوم روږدو کسانو د درملنې د ١٠٠٠ بستريز روغتون رییس، عبدالناصر منقاد ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د اعتیاد بنسټیز لاملونه بې کاري، بې وزلي او فقر دي، خو د دې ترڅنګ نور فکتورونه یې هم لامل کیدای شي.

بې کاري او فقر پر نشه یي توکو د اخته کیدو له اصلي لاملونو ګڼل کیږي
بې کاري او فقر پر نشه یي توکو د اخته کیدو له اصلي لاملونو ګڼل کیږي

منقاد زیاتوي:

" د اعتیاد لاملونه په ځانګړي توګه د ځوانانو تر منځ، ډیری وخت داسې کیږي چې ځينې خلکو ته د کورنیو له خوا ډیر امتیازات او پیسې ورکول کیږي، دوی سره د مصرف بل ځای نه وي نو دوی بیا ځانته د اعتیاد توکي اخلي، بل لامل یې دا دی چې داسې خلک دي چې وزګار ګرځي کار نه لري."

ښاغلي منقاد زیاته کړه چې د اعتیاد د مخنیوي لپاره باید کورنۍ خپل ماشومان له روږدو ملګرو څخه لیرې وساتي.

اوږدې جګړې، بې کاري او د نشه يي موادو اسانه او ارزانه پيدا کېدل په افغانستان کې د اعتیاد لوی لاملونه ګڼل کېږي.

راپور: ثنا کاکړ

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG