د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۲

کابل کې په نشه یي توکو یوې روږدې کورنۍ خپل ۲ اولادونه پلورلي


ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

په کابل کې یوې معتادې کورنۍ د خپلو دوو ماشومانو د خرڅلاو په پيسو نشه يي مواد پیرلي دي.

قمرګله او مېړه یې چې دواړه نشه کوي وايي چې اولادونه یې ځکه خرڅ کړل چې د ساتلو وس یې نه درلود.

قمرګله یوه معتاده مور ده چې د اعتیاد د ستونزو ترڅنګ یې د خپلو اولادونو بېلتون هم ډېره ځوروي.

قمرګله په ژړغوني غږ وايي چې مېړه یې معتاد دی او دا يې په چل او فريب دې ته اړ ایستلې چې خپل دوه زامن وپلوري: "مېړه مې دوه ماشومان راڅخه خرڅ کړل، ویل ته معتاده یې، خپل اولادونه نه شې ساتلای، کېدای شي چې در څخه مړه شي، نو ښه به دا وي چې خرڅ يې کړو. هغه چل راسره وکړ، اولادونه یې راڅخه خرڅ کړل، یو ماشوم یې په شل زره او بل یې په پنځه دېرش زره افغانۍ خرڅ کړ."

قمرګله چې د ښځینه معتادینو د درملنې په سل بستريز مرکز کې بستري ده هيله لري چې یوه ورځ به نشه پرېږدي او خپل خرڅ شوي اولادونه به بېرته ترلاسه کړي.

په نشه يي توکو یوه روږدې مېرمن
په نشه يي توکو یوه روږدې مېرمن

قمرګله ۷ اولادونه لري چې یو زوی او یوه لور یې له دې سره يو ځای د معتادينو د درملنې په مرکز کې اوسېږي.

د قمرګلې معتاد مېړه چې خپل مستعار نوم ګل احمد ښيي وايي چې ماشومان يې د بې وزلۍ له امله خرڅ کړل: "ښځه به مې سهار له کوره وتله او ماښام به راتله، هغه مهال هوا ډېره توده وه، ما ویل داسې نه وي چې اولادونه مې مړه شي، ځکه مې خپل دوه ماشومان داسې یو چا ته ورکړل چې اولاد یې نه درلود، ما ويل هم به دعا راته وکړي او هم به مې د ماشومانو راتلونکی ښه شي. ماشومان مې داسې کورنۍ ته ورکړل چې اقتصاد یې تر موږ ښه و او ماشومان یې ساتلی شوای، اولادونه مو د مجبوریت له امله خرڅ کړل."

شبانه او وړوکی ورور یې د دې کورنۍ دوه هغه ماشومان دي چې د مور او پلار د اعتیاد له امله ښوونځي ته نه شي تلای.

د قمرګلې لس کلنه لور شبانه هیله لري چې د مور او پلار تر جوړېدو وروسته ښوونځي ته ولاړه شي.

نوموړې وايي: "زه غواړمه چې د مور او پلار تر جوړېدو وروسته ښوونځي ته ولاړه شمه، کله چې مو ژوند ښه شي، غواړمه چې ډاکټره شمه."

د ماشومانو د ملاتړ قانون میندې او پلرونه مکلف بولي چې د خپلو اولادونو لومړنۍ اړتیاوي پوره کړي.

حقوق پوه یار محمد یاري وايي چې مور او پلار د خپلو اولادونو د ساتنې مسئولیت لري او زياتوي چې د ماشومانو خرڅلاو جرم دی: "د ماشومانو د ملاتړ قانون د (۹۲) مادې د دوهم بند پر بنسټ دولت مکلف دی چې د ماشوم او د هغوی د بدن د غړو د خرڅلاو مخه ونيسي، دا کار که په هر شکل وي او هر څوک چې يې کوي، دا کار که مور او پلار يا بل څوک کوي جرم دی، باید دولت سرغړونکو ته قانوني جزاء ورکړي."

د قمرګلې معالجه ډاکټره ګلالۍ وايي چې که قمرګله او مېړه یې نشه پرېږدي، نو دوی به مرسته ورسره وکړي چې خپل اولادونه بېرته ترلاسه کړي.

ارشیف، په نشه يي توکي روږدي
ارشیف، په نشه يي توکي روږدي

نوموړې زیاتوي: "زه د یوې معالجې ډاکټرې په حیث له خپلې ناروغې سره په دې برخه کې مرسته کومه، ما د دوی د اولادونو پته موندلې ده، دوهمه خبره دا ده چې لور یې غواړي مکتب وايي، دا وړه نجلۍ باید درس ووايي، دا غواړي چې په راتلونکي کې ډاکټره شي."

۱۴ کاله کېږي چې دا کورنۍ نشه کوي.

د قمرګلې معالجه ډاکټره وايي چې دا یې دوولسم ځل دی چې نشه پرېږدي، خو دا چې مېړه یې معتاد دی او درملنې ته غاړه نه ږدي، ځکه نو قمرګله هم تر نشې پرېښودلو وروسته بېرته نشو ته مخه کوي.

ددې راپور غږیزه بڼه هم دلته اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:19 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG