د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۴

خلک ولې د ښځو په نوم اخيستلو شرمېږي


نوم د هر انسان د هویت یوه برخه ده چې له زېږېدو سمدلاسه پرې ايښودل کېږي او ټول ژوند په همدې نامه یادېږي، خو په افغانستان کې د ناوړه دود دستور او د غلطو انګېرنو له امله اکثره خلک د ښځو د نوم په تېره د مور، مېرمنې، خور او لور د نامه په اخیستو په اصطلاح غیرت کوي او په یادولو یې شرمېږي.

د لوګر ولایت اوسېدونکې حوریه وایي چې نوم څه چې حتی د ښځو په اړه خبرې کول هم خلک شرم ګڼي خو که کله په کوم مجلس یا بل ځای کې د ډېرې اړتیا په وخت کې د ښځې پوښتنه کېږي نو د نوم په ځای یې د عاجزې، تور سرې، کډې، د ماشومانو د مور او په داسې نورو نومونو پوښتنه کوي.

ډېر کسان حتی د اړتیا په وخت کې هم د خپلې خور لور یا مور د نامه له اخیستو ډډه کوي. په زیاتو کلیوالو سیمو کې ځینې خلک د ښځو د واکیسن په کارتونو کې د ښځې د نامه په ځای د کورنۍ د یوه مشر نارینه نوم لیکي یا کله چې ښځه ډآکټر ته بیایي د نسخې د لیکلو په وخت کې د ښځې نوم نه اخلي.

د غزني اوسېدونکې مرضیه وایي چې دا خپله سره له دې چې لوستې مېرمن ده کله چې ډاکټر ته بول شوې کورنۍ یې ډاکټر ته د دې د نوم له ویلو ډډه کړې .

د ښځو په نوم شرم او غیرت کول دومره د ځينو افغانانو په خټه کې پوخ شوی چې ځينې نارینه په رسمي ادارو او رسمي کار کې چې د مور یا مېرمنې د نوم لیکلو ته یې اړتیا وي دا بده پرې لګېږي چې د دغو نومونو پوښتنه ترې وشي او خبر کنځلو او جګړې ته رسوي .

د ښځو په نامه شرمېدل او غیرت کول نه یوازې په کلیوالو او نالوستو خلکو کې بلکې په ډېرو ښآری او لوستو خلکو کې هم لیدل کېږي.

د مثال په ډول په ښاري سیمو کې خلک د واده بلنلیکونه لیکي خو که مو پام شوی وي هلته هم یوازې د زوم نوم لیکي او د ناوې د نامه ځای یا سپین پرېږدي یا یې یوازې کورنۍ یا قومي نوم پکې لیکي.

د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي محصله شیما چې واده شوې وایي ډېره یې هیله وه چې کله یې واده کېږي نو په کارتونو کې د دې نوم هم ولیکل شي خو دغه ارمان یې پوره نشو .

خو راځۍ له نارینه وو وپوښتو چې دوی ولې د ښځو په نومونو شرمېږي د مقر اوسېدونکی احسان الله وایي چې په افغاني ټولنه کې د پوهې د ټيټې کچې له امله خلک له دغو نومونو بده استفاده کوي دغه نومونه که زده کړي بیا یې د پیغور په ډول یا په سپکه یادوي نو ځکه خلک د ښځو نومونه نه اخلي.

د ملګرو ملتونو د بشر د حقونو منشور کې راځي چې ټول انسانان ازاد پیدا کېږي، حیثیت او حقونه یې سره برابر دي، خو روانشناسان وایي چې په افغاني ټولنه کې ښځې ته د یو شخص په سترګه نه بلکې له جنسي پلوه د یو شي په سترګه کتل کېږي نو ځکه خلک د ښځو د نوم یادول څه چې په یوه لاره تګ هم ورسره شرم او عار ګڼي.

د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د روانشناسۍ د برخې استاد شرف الدین عظیمي وایي چې د دغه ناوړه عادت له منځه وړل پراخ کمپاین ته اړتیا لري دی زیاتوي .

دیني عالمان له دیني اړخه د ښځو په نوم شرم او عار کول او له یادولو یې ډډه کول ناروا او له جهالته ډک عمل بولي. د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د اسلامي علومو استاد صالح محمد اختر خیل وایي که چېرې د ښځو نوم یادول مناسب نه وایي نو الله پاک به په قران کې د ښځو په نوم سورتونه نه نازلول.

د هرې ټولنې پوه خلک د هغې ټولنې معلمان او لار ښوونکي دي نو د کارپوهانو په نظر د ښځو د نوم د نه یادولو په څېر غلط او ناوړه خویونه هغه وخت لرې کېدی شي چې پوه خلک دغه چاره له ځانه پیل کړي د خپلې مور، مېرمنې، خور او لور په نامه ونه شرمېږي، بلکې یاد یې کړي او په دې ډول د خپلو ډېرو نژدې کسانوهویت او شخصیت ته درناوی وکړي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:13:54 0:00
مستقیم لېنک

نیمه نړۍ خپرونه چې په کابل کې یې لینا شریفي لیکي او برابروي د هرې دوشنبې او سه شنبې په ورځو خپرېږي.
XS
SM
MD
LG