د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۲

فوربز مجله: یوه بېوزله نورستانۍ مېرمنه غواړي چې یوه لور یې ډاکټره او بله انجینره شي


له ارشیفه د نورستان یو واورین تصویر
له ارشیفه د نورستان یو واورین تصویر

فوربز مجلې په یوه لیکنه کې د افغان نجونو پر اوسني وضیعت او راتلونکې تمرکز کړی دی.

د لیکنې په پیل کې د نورستان ولایت یوه کورنۍ یاده شوې چې د لیکوال په وینا شپږ لوڼې لري.

د دې کورنۍ مشره لور نایله نومیږي، پنځلس کلنه ده او د افغانستان د شا او خوا یو میلون نورو نجونو په څېر له ښوونځي پاتې ده.

د دې نجونو مور له بې وزلۍ شکایت کوي او مجلې ته یې ویلي، هیله یې داده چې له لوڼو یې یوه ډاکټره او بله انجینره شي.

فوربز وايي، په نورستان کې د کورنیو له خوا د نجونو د زده کړو ملاتړ کم دی ځکه د دې ولایت ډېر اوسیدونکي له مالي پلوه کافي امکانات نه لري او ډېر یې له بې وزلۍ سره لاس او ګرېوان دي.

په لیکنه کې وړاندې ویل شوي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو مالي صندوق د نجونو د زده کړو د ملاتړ په هدف په نورستان کې ځینو اړو کورنیو سره په درې مرحلو کې ۱۲۰ ډالر مرسته کوي.

فوربز وايي ډېرو کورنیو دا پیسې د خپلو لوڼو لپاره د کتابونو، کتابچو، کرایې او د ښوونځي په لباس لګولي دي او په عین حال کې مالي مرستو کورنیو ته دا وړتیا ورکړې چې د خپلو نجونو د زده کړو ملاتړ وکړي.

دا ملاتړ داسې مهال دی چې طالبانو د خپل بیاځلي واک له پیل راهېسې د نجونو پر مخ تر شپږم ټولګي پورته د زده کړو لپار د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلې دي او تراوسه یې د بیا پرانیستلو کومه نښه نښانه نه ښکاري.

د هېل امریکايي ورځپاڼې د ملګرو ملتونو پر وروستي راپور تمرکز کړی چې په کې یې په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضیعت په ځانګړې توګه پر ښځو او نجونو د طالبانو د حکومت پر زیاتیدونکو محدودیتونو اندېښنه ښودلې ده.

د ورځپاڼې په وینا، د یوناما په دې راپور کې چې د دوشنبې په ورځ خپور شو په څرګنده راغلي چې د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تبعیضي چلند دوام لري او دا چې د طالبانو چارواکي په دې برخه کې مسوول دي.

په لیکنه کې د هغو ښځو او نجونو د وضیعت په اړه انديښنه ښودل شوې چې د ملګرو ملتونو د راپور په بسنټ د حجاب نه رعایت په تور په خپلسري توګه نیول شوي دي. د طالبانو د یو پخواني فرمان پر بنسټ د هغه څه په صورت کې چې طالبان یې بدحجابي بولي لومړی د کورنۍ مشر ته توصیه کیږي او وروسته خبرداری او احضار پېښیږي.

خو د یوناما په باور، د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف وزارت کارکونکو ددې حکم ته پام نه دی کوی او په خپلسرې توګه د ښځو او نجونو نیولو ته دوام ورکوي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت دا راپور د ناسمو معلوماتو پر بنسټ بللی دی.

د هېل ورځپاڼې خپل دا راپور په دې پای ته رسولی چې د امریکا د ولسمشر جو بایډڼ ادارې د ۲۰۲۱ م کال په اګست میاشت کې له افغانستان څخه ټول امریکايي سرتېري وویستل چې په پایله کې یې طالبان بیا ځلي واک ته ورسیدل، پر خلکو یې د سختو پالیسو د عملي کولو په لړ کې د هغوی حقونه او ازادۍ محدودي کړې او تر ټولو ډیر زیان یې افغان ښځو او نجونو ته واوښت.

XS
SM
MD
LG