د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ وری ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۳۲

نیکلاسن: د دوحې غونډه د افغانستان په اړه د معنا لرونکو خبرو لپاره یو ښه فرصت دی

د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی ټوماس نیکلاسن
د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی ټوماس نیکلاسن

د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی ټوماس نیکلاسن وایي، د دوحې غونډه د افغانستان په اړه د معنا لرونکو خبرو لپاره یو ښه فرصت دی.

نیکلاسن وایي، د افغانستان په اړه د دوحې په غونډه کې د کېدونکو بحثونو پرمختګ ته محطاطانه خوشبین دی.

نوموړي چې افغانستان ته د خپل څلور ورځې سفر په پای کې پرون پنجشنبې په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې څرګندونې کولي وویل، دغه غونډه د افغانستان په اړه د معنا لرونکو خبرو لپاره یوښه فرصت دی.

هغه زیاته کړه: "دا ځل د لیدنو کتنو اصلي تمرکز مې له واکمنو چارواکو، نورو افغانانو او د ډيپلوماتیکې ټولنې له استازیو سره د نظرونو پر تبادلې څرخېده. هیله‌من یو چې واقع بینانه انتظارات ولرو او په دوحه کې یوې رغونکې غونډې ته ښه چمتو شو."

نیکلاسن زیاته کړه چې د دوحې غونډې ته د افغانستان د مدني ټولنې استازي او د طالبانو چارواکي بلل شوي، خو زیاته یې کړه چې تراوسه یې د برخه‌والو او هم د غونډې د اجندا په اړه ځینې پوښتنې شته.

د اروپایي ټولنې دې ځانګړي استازي همدارنګه وویل چې طالبانو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د یوه ځانګړې استازي له ګومارنې سره مخالفت څرګند کړی.

د دغسې یوه استازي ګومارنه د دوحې د غونډې د اجندا یوه موضوع ده.

طالبانو ویلي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما په موجودیت کې د دغسې یوه استازي ټاکنې ته اړتیا نه‌شته.

د دوحې غونډې ته په ورنژدې کېدو سره طالبانو ویلي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونباییوا د دوی د حکومت د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیرسره په کتنه کې د دوحې د غونډې په باب خبرې کړې دي.

د عکس ښي لور ته د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال مولوي عبدالکبیر او چپ لور ته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونباییوا
د عکس ښي لور ته د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال مولوي عبدالکبیر او چپ لور ته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونباییوا

د طالبانو حکومت په خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر کې د مېرمن اوتونباییوا له قوله لیکلي چې ویلي یې دي د دوحې غونډه په افغانستان کې د ثبات او پرمختګ لپاره د بشري مرستو د جلب لپاره ښه فرصت دی.

یوناما د دغه راپور تر چمتو کېدو پورې د دغې کتنې په اړه څه نه‌دي ويلي.

طالبانو تراوسه نه‌دي ویلي چې ایا د دوحې په غونډه کې ګډون کوي که‌نه؟

په عین حال کې د بشري حقونو یو شمېر ډلې او افغان ښځینه فعالانې په دې غونډه کې د ښځو پرزیات ګډون ټینګار کوي.

ښځې چې د طالبانو په تېره څه کم دوه‌نیم کلنه واکمني کې ډېرې ځپل شوې دي.

د ملګرو ملتونو چارواکو ویلي چې د دوحې د غونډې هدف دا دی چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو د خپلواکې ارزونې سپارښتنو ته په پام په څه ډول کېدای شي چې په یوه همغږي او منسجم جوړښت کې د نړیوالو ښکېلتیا زیاتولو ته لاره هواره شي.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی همغږی کوونکی فریدون سینیرلي اوغلو
د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی همغږی کوونکی فریدون سینیرلي اوغلو

په دې هدف دا غونډه داسې مهال جوړېږي چې تراوسه د طالبانو حکومت د نړۍ هیڅ یوه هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی او د نورو مسایلو ترڅنګ د په رسمیت پېژندلو په وړاندې یو مهم خنډ یې هم پر نجونو او ښځو له شپږم ټولګي پورته زده کړو باندې لګول شوی بندیزبلل کېږي.

This item is part of

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG