د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۰

د دوحې غونډه کې د افغان ښځینه فعالانو د پراخې ونډې پر نشتوالي اندېښنې


یو سمبولیک تصویر
یو سمبولیک تصویر

د دوحې غونډې ته څه کم دوه اوونۍ پاتې دي.

د بشري حقونو د څار بنسټ په دې غونډه کې د ښځو د پراخې ونډې په نشتوالي اندېښنه ښودلې.

په دغه بنسټ کې د ښځو د برخې مرستیالې هیدر بار ازادي راډيو ته وویل چې د ملګرو ملتونو د پرېکړه لیک له مخې باید ښځې د سولې او خبرو اترو په هر بهیر کې په پراخه کچه حضور ولري.

هغې زیاته کړه چې د دوحې په غونډه کې د افغان ښځو لپاره د ټاکل شویو شپږو ځایونو په اړه هیڅوک نه پوهیږي.

اغلې بار وویل:

"د ښځو فعالانې او د ښځو د حقونو مدافعین ډیرې پوښتنې کوي چې دا شپږ کسان به څوک غوره کړي او ایا په دې شپږو کسانو کې به هغه ښځې هم شاملې وي چې د طالبانو پر ضد دریدلې. نو بنا دا به د بشپړ اشتراک معنی نه ورکوي."

د بشري حقونو د څار سازمان د ښخو د برخې مرستیاله، هیدر بار
د بشري حقونو د څار سازمان د ښخو د برخې مرستیاله، هیدر بار

د قطر پلازمېنه دوحه به د فبرورۍ په ۱۸مه او ۱۹مه د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه وي.

تمه ده چې د دې غونډې په لومړۍ ورځ به یوازې د افغانستان په چارو کې د یادو هېوادونو د استازو ترمنځ خبرې وشي.

ملګري ملتونه وايي، دا غونډه به د دې لپاره جوړه شي چې څنګه له افغانستان سره نړیواله همکاري لا زیاته همغږې، منظمه او یو لاس شي.

د دوحې په غونډه کې د ګډون لپاره د بېلابېلو هېوادونو او بنسټونو استازو ته بلنه ورکړل شوې ده.

د طالبانو حکومت تایید کړې چې د دوحې غونډې ته دوی هم وربلل شوي.

د ښځو د حقونو فعالانې طالبان د ښځو د حقونو په پراخ نقض تورنوي او دې حقونو د تامین لپاره پرې د نړیوالو فشارونو غوښتنه لري
د ښځو د حقونو فعالانې طالبان د ښځو د حقونو په پراخ نقض تورنوي او دې حقونو د تامین لپاره پرې د نړیوالو فشارونو غوښتنه لري

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست دا اوونۍ د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما رییسې روزا اوتنبایووا سره لیدلي.

د طالبانو د حکومت د بیان په اساس په دې غونډه کې اغلې اتنبایووا د دوحې د غونډې په اړه معلومات ورکړي او له طالبانو یې غوښتي چې په دې غونډه کې ګډون وکړي.

تمه ده چې په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي پر ټاکل کېدو هم خبرې وشي.

طالبان وايي چې دغه استازي ته اړتیا نشته.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې دوی د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سره همکاري نه کوي.

ښځینه فعالانې غواړي چې په دې غونډه کې د دوی غږ واوریدل شي او د خپلو حقونو غوښتنه وکړي.

د کار، تعلیم او ټولنیزو فعالیتونو په اړه بحث د دوحې په غونډه کې د ښځو له مهمو غوښتنو څخه دی.

یو شمېر ښځینه فعالانو ازادي راډيو ته وویل د دوحې په غونډه کې د فعالو ښځو او هغو ښځو نشتوالی چې د طالبانو د محدودیتونو په وړاندې یې غږ پورته کړی دوی ته د منلو نه دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG