د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۶

دوحه کې د افغانستان په اړه جوړېدونکې غونډه؛ د ملي مقاومت شورا: مونږ سره همغږي نه‌ده شوې


د دوحي یوه څنډه
د دوحي یوه څنډه

د افغانستان ژغورنې لپاره د ملي مقاومت په نوم شورا د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، د دوحې راتلونکي جوړېدونکې غونډې په اړه دوی سره همغږي نه‌ده شوې.

ټاکل شوې د روانې فبرورۍ په ۱۸مه او ۱۹مه د قطر په مرکز دوحه کې د افغانستان په اړه غونډه جوړه شي، خو د طالبانو ضد يو شمېر سياسي څېرو ويلي، دوی سره د يادې غونډې د جوړېدو په اړه همغږي نه‌ده شوې.

د افغانستان ژغورنې لپاره د ملي مقاومت په نوم شورا تېره ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، د امنیت شورا د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر د میاشتې د ۲۹ نېټې د غونډې د ۲۷۲۱ نمبر پرېکړه‌لیک د څلورمې فقرې له‌مخې، دغه سازمان ژمن دی چې د افغانستان په مسئله کې د ټولو ښکېلو خواوو، د مدني ټولنو او سیاستوالو په ګډون، یو ځانګړی استازی وټاکي.

خو يادې شورا په خپله اعلاميه کې ويلي، د افغانستان په اړه په ملي کچه د سیاسي ګوندونو اندېښنې او په نړیواله کچه د ګڼو غونډو او شخړو خوځښتونه د ملګرو ملتونو په مرکز کې د افغانستان په اړه د ملي او نړیوالې اجماع او همغږۍ نشتوالی په ګوته کوي.

دغې شورا ټینګار کړی چې د ښکېلو اړخونو له پامه غورځول به د شته بهیرونو د ناکامۍ او د افغانستان د کړکېچ د اوږدولو په معنا وي.

يادې شورا تر دې مخکې له ملګرو ملتونو غوښتي وو چې د طالبانو د مخالفو سیاسي جریانونو استازي دې په قطر کې غونډې ته ور وبلل شي.

دا په‌داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د طالبانو حکومت تایید کړې وه چې دوی هم دې غونډې ته بلل شوي، خو په دې وروستیو کې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د امو په نوم له تلوېزيون سره خبرو کې ويلي، دوی به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له نوي ټاکل شوي استازي سره همکاري ونه‌کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد

هممهاله د ښځو د حقونو فعالان او سياسي کارپوهان، د دوحې د غونډې په اړه وېشلي نظرونه لري.

د ښځو د حقونو فعاله او په تېر جمهوري نظام کې په ناروې کې د افغانستان سفيره شکريه بارکزۍ وايي، د دوحې د غونډې جوړېدو په اړه ځينو ښکېلو لوريو سره خبرې شوي دي.

هغې ازادي راډيو ته وويل: "د ملګروملتونو سازمان له لوري چې د فبرورۍ په ۱۸مه کومه غونډه جوړېږي، په‌دې اړه افغان مېرمنو او سياسي ډلو سره خبرې اترې شوي دي. ټاکل شوې دغې غونډې ته سربېره پر دې چې طالبانو ته بلنه ورکوي، يوه کوچنۍ ډله به د افغان مېرمنو هم په‌کې ګډون ولري. البته له افغانستانه به هم وي او بهرنيو هېوادونو کې چې افغان مېرمنې دي هغوی به هم ګډون ولري."

د ښځو د حقونو فعاله او په تېر جمهوري نظام کې په ناروې کې د افغانستان سفيره شکريه بارکزۍ
د ښځو د حقونو فعاله او په تېر جمهوري نظام کې په ناروې کې د افغانستان سفيره شکريه بارکزۍ

نوموړې وايي، ياده غونډه د يوې لويې پروسې د پيل لپاره لومړی ګام دی.

بل پلو د ښځو د حقونو فعاله نظيفه حق‌پال وايي، د طالبانو د مخالفو سياسي ډلو غوښتنه پر ځای ده او ملګرو ملتونو ته د تېر کال د امنيت شورا د پرېکړې پر بنسټ پکار وه چې ټولو ښکېلو ډلو سره يې همغږي کړي وای.

نوموړې ازادي راډيو ته وويل: "له سياسي، مدني او هرې ډلې سره بايد مشوره وشي، ځکه چې بايد موږ هېڅ ډله په دغه پروسه کې منزوي نه‌کړو، بايد دا پروسه د بين‌الافغاني خبرو اترو لپاره يوه لاره پرانېزي."

اغلې حقپال وايي، دوی هيله لري چې ياده غونډه کې د افغان مېرمنو پر بنسټيزو حقونو خبرې اترې وشي.

د ملګروملتونو د عمومي منشي وياند سټيفن دوجاريک د تېرې جمعې په ورځ په يوه خبري کنفرانس کې وويل، ياده غونډه کې به د مدني ټولنو د استازو ترڅنګ د ښځو له ځانګړو استازو سره هم ناستې ترسره شي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په مشرۍ دا غونډه په‌داسې حال کې جوړېږي چې په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو وضعیت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش
د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش

په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده‌کړو، کار او نورو سیاسي، ټولنیزو او کلتوري فعالیتونو باندې د بندیزونو سربېره، د طالبانو حکومت د 'بدحجابۍ' په تور د ښځو نیول هم پیل کړي، هغه څه چې ګڼ نړيوال غبرګونونه يې راپارولي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG