د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۲ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۱:۲۷

افغانستان

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د افغانستان په اړه د يوې غونډې مشري کوي

د ملګروملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټېرېش
د ملګروملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټېرېش

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټېرېش به راتلونکې میاشت د افغانستان په اړه د دې سازمان د غړیو هېوادونو او د سیمه ییزو سازمانو د ځانګړیو استازیو د غونډې مشري وکړي.

د ملګرو ملتونو د رسمي ویبپاڼې د راپور له مخې دغه غونډه به د فبرورۍ میاشتې په اتلسمه او نولسمه د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړه شي.

د دې غونډې هدف، د افغانستان په اړه د هغې خپلواکې ارزونې په رڼا کې په منظمه او همغږي توګه د نړیوال مشارکت زیاتوالی ښودل شوی چې په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړي استازي فریدون سینیرلي اوغلو له خوا ترسره شوې ده.

د ملګرو ملتونو په وینا د دې غونډې پر جوړولو او نورو اړوندو تیاریو باندې کار روان دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د افغانانو لپاره د امریکا د نړیوالو زده‌کړو شورا پروګرام پرانیستل شو

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېره کرن دیکر
د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېره کرن دیکر

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت د افغانانو لپاره د امریکا د نړیوالو زده کړو د شورا د پروګرام د پرانیستو خبر ورکوي.

د امریکا د سفارت شارژدافېرې کرن دیکر پرون پر خپله ایکس‌پاڼه ولیکل چې د دې پروګرام په پرانیستونکې غونډه کې یې له سلو افغان فارغانو سره یوځای ګډون وکړ.

مېرمن دیکر لیکلي چې افغان فارغان د اړیکو، همکارۍ او مشارکت په لټه کې دي او غږ یې ډېر مهم دی.

مېرمن دیکر د افغانستان لپاره د امریکا د نړیوالو زده کړو د شورا د پروګرام د جزییاتو په اړه څه نه دي ویلي، خو ټینګار یې کړی چې متحدایالات د افغانستان د راتلونکې په جوړولو کې له دې ډلې فارغانو سره مرسته کوي.

د ایرلینډ پر وړاندې یو ورځنیو سیالیو ته افغان لوبډله اعلان شوه

د ایرلینډ پر وړاندې یو ورځنیو نړیوالو سیالیو ته د افغان لوبډلې نوملړ
د ایرلینډ پر وړاندې یو ورځنیو نړیوالو سیالیو ته د افغان لوبډلې نوملړ

وروسته له هغې چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په یوازېنۍ ټېسټ سیالۍ کې د ایرلینډ پر وړاندې ماتې وخوړه، د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د یاد هېواد پر وړاندې درې یو ورځنیو سیالیو ته لوبډله اعلان کړه.

په اعلان شوې لوبډله کې په لومړي ځل ځیني ځوانانو ته هم د لوبېدو چانس ورکړل شوی دی.

د یو ورځنیو سیالیو په نوملړ کې حشمت الله شهیدي، رحمن الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، رحمت شاه، عظمت الله عمرزی، اکرام علیخېل، محمدنبي، ګلبدین نایب، ننګیالی خروټی، الله محمدغضنفر، بلال سمیع، فضل حق فاروقي، نوراحمد، نوید ځدراڼ او فرید احمد شامل دي.

په احتیاطي لوبغاړو کې قیس احمد، ضیاالرحمن اکبر او شاهدالله کمال ته ځای ورکړل شوی دی.

د ویلو ده چې د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ به د مارچ په ۷مه نېټه د عربي متحده اماراتو په شارجه لوبغالي کې پیل شي.

د افغانستان په شلو ولایتونو کې د واورې او بارانونه د ورېدو اټکل شوی

ارشیف: د بامیان ښار یوه څنډه چې واوره پرې ورېدلې ده.
ارشیف: د بامیان ښار یوه څنډه چې واوره پرې ورېدلې ده.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملکي هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې له اټکل سره سم نن او سبا به د افغانستان په شلو ولایتونو کې واورې او بارانونه واوري.

د هواپېژندنې د ریاست له وړاندوینې سره سم، د سالنګونو په شمول په ځینو سیمو کې به تر ۸۰ سانتۍ پورې واوره واوري.

دې ادارې د باران اندازه له ۱۵ میلي تر ۵۰ میلي مترو پورې اټکل کړې ده.

په همدې حال کې د طالبانو د فواید عامې وزارت ویندوی محمداشرف حق شناس ویلي چې د درنې واورې د اورېدو له کبله د سالنګ لویه لار بیا بنده شوې ده.

د هرات هوايي ډګر بېرته پرانیستل شو

د افغانستان په نقشه کې د هرات ولایت موقعیت
د افغانستان په نقشه کې د هرات ولایت موقعیت

د هرات ولایت هوايي ډګر چې د واورو د اورېدو له کبله درې ورځې بند و، نن بېرته پرانیستل شو.

د طالبانو د ملکي هوايي چلن وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې اوس دا هوايي ډګر الوتنو ته چمتو شوی دی.

د دغه وزارت د خبرپاڼې پر اساس، د هرات په هوايي ډګر کې د پېلوټ د لیدو ساحه د واورو د اورېدو له کبله محدوده شوې وه او له همدې کبله دغه هوايي ډګر ته الوتنې لغوه شوې وې.

ایرلینډ په یوازېنۍ ټېسټ لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه

د افغانستان او ایرلینډ له نننۍ لوبې یو انځور
د افغانستان او ایرلینډ له نننۍ لوبې یو انځور

د ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلې یوازېنۍ ټېسټ سیالۍ د ۶ وېکټو په توپير له افغانستان وګټله.

یاده سیالي چې د تېرې فبرورۍ میاشتې په ۲۸مه نېټه د عربي متحده اماراتو په ټولرنس اوول لوبغالي کې د افغانستان په کوربتوب پيل شوې وه، د درېیمې ورځې په وروستي سېشن کې ایرلینډ وتوانېد چې د افغانستان د ۱۱۱ منډو هدف پوره کړي.

دا لومړی ځل و چې ایرلینډ د ټېسټ سیالي ګټي.

افغانستان د یادې سیالۍ پچه ګټلې وه او توپوهنه یې کړې وه، چې په لومړۍ پاڼۍ کې یې د ټولو لوبغاړو تر سوځېدو وروسته ۱۵۵ منډې کړې وې.

په یادې پاڼۍ کې ابراهیم ځدراڼ نیمه سلیزه وهلې وه او مارک اډیر د ایرلینډ لپاره ۵ لوبغاړي سوځولي وو.

مېلمه لوبډلې د خپلې توپوهنې په لومړۍ پاڼۍ کې د پاول سټرلینګ د نیمه سلیزې پر مټ ۲۶۳ منډې وکړې او په لومړۍ پاڼۍ کې له افغان لوري ۱۰۸ منډې مخکې شول.

د افغان توپ اچونکو له ډلې ضیاالرحمن اکبر په لومړي ځل د ټېسټ کرکټ په یوه پاڼۍ کې ۵ لوبغاړي وسوځول.

افغان لوبډلې د خپلې دویمې پاڼۍ پیل بیا هم ښه ونه‌کړ، ابراهیم یې ژر له لاسه ورکړ او بلاخره ټوله لوبډله یې په ۲۱۸ منډو وسوځېده. دا ځل لوبډلمشر حشمت الله شهیدي نیمه سلیزه ووهله.

د افغانستان له لوري ورکړل شوی هدف ایرلینډ یوازې د ۴ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته پوره کړ.

په دویمې پاڼۍ کې د ایرلنډ لوبډلمشر انډي بیلبرني ۵۸ او ټکر بیا ۲۷ منډې وکړې.

نوید ځدراڼ چې په لومړۍ پاڼۍ کې یې ۳ لوبغاړي سوځولي وو، په دویمې پاڼۍ کې یې هم دوه لوبغاړي وسوځول.

د ویلو ده چې افغانستان او ایرلینډ تر دې دمه یوازې دوه ټېسټ سیالۍ ترسره کړي دي چې لومړۍ یې افغانستان ګټلې وه او په دویمې کې ایرلینډ بریالی شو.

تر دې وروسته به دواړه هېوادونه د درې یو ورځنیو او درې شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ د مارچ په ۷مه نېټه پیل کړي.

ټېسټ لوبه؛ افغانستان ایرلینډ ته د ۱۱۱ منډو هدف ورکړ

د افغانستان او ایرلینډ د روانې لوبې یو انځور
د افغانستان او ایرلینډ د روانې لوبې یو انځور

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ایرلینډ پر وړاندې د یوازېنۍ ټېسټ لوبې د توپوهنې په دوهمې پاڼۍ کې ۲۱۸ منډې وکړې.

افغان لوبډله په لومړۍ پاڼۍ کې له ایرلینډ لوبډلې ۱۰۸ منډې پوروړې وه چې له امله یې یادې لوبډلې ته هدف ۱۱۱ منډې وټاکل شو.

په دوهمې پاڼۍ کې لوبډلمشر حشمت الله شهيدي نیمه سلیزه ووهله او رحمن الله ګربز په ۴۶ منډو وسوځېد.

ایرلینډ ته یو وار بیا چټکو توپ اچونکو مارک اډیر، باري مک کارټي او ګرېګ ینګ درې درې لوبغاړي وسوځول.

ایرلینډ د هدف پوره کولو په موخه د خپلې توپوهنې دوهمه پاڼۍ پیل کړې او دوه لوبغاړي یې نوید ځدراڼ سوځولي دي.

یونان کې په بند محکوم شوي څلور افغانان بیا استېناف محکمې ته حاضرېږي

د یونان بیرغ
د یونان بیرغ

یوناني رسنیو راپور ورکړی، هغه څلور افغانان به چې د موریا په نوم د کډوالو په کمپ کې د اورلګېدنې په تړاو په بند محکوم شوي وو، بیا استنېاف محکمې ته حاضر کړای شي.

دغو رسنیو لیکلي چې دغه افغانان په ۲۰۲۰م کال کې د لیسوس په موریا کمپ کې د اورلګېدنې په پېښه کې د دخالت له کبله په لس- لس کاله بند محکوم شوي دي.

د یونان رسنیو لیکلي چې دغه کسان به راروانه دوشنبه بیا د استنېاف محکمې خونې ته حاضر کړای شي.

په موریا کمپ کې چې تر ټاکلي حد خورا زیات کسان په کې مېشت وو، هغه اور تر بلوا وروسته د ۲۰۲۰م کال د سپټمبر پر اتمه د کرونا وبا پر مهال لګېدلی و او له کبله یې شا و خوا ۱۳زره کسان بې سرپناه شوي وو.

تر هغې غمیزې پنځه ورځې وروسته یوه ۴۲ کلن افغان په هغه پېښه کې پر خپل دخالت اعتراف وکړ او د خپلو ملګرو نومونه یې په ډاګه کړل.

افغان بوکسر محمد ذکریا زماني خپل فرانسوی سیال ته ماتې ورکړه

ارشیف
ارشیف

افغان بوکسر محمد ذکریا زماني خپل فرانسوی سیال په درېیم رونډ کې مات کړ.

د دوی لوبه پرون د تایلند په پلازمېنه بنکاک کې وشوه.

زماني چې د افغانستان استازیتوب کاوه خپل فرانسوی سیال ابراهیم شبان چې دری بریاوې یې درلودې او تر دې لوبې پورې یې ماته نه وه خوړلې په دریم رونډ کې په تخنیکي بڼه ناک اوټ کړ.

دا په حرفوي سوک وهنه کې د ذکریا زماني اتمه بریا وه.

ټېسټ کرکټ؛ افغانستان له ایرلینډ څخه ۲۶ منډې مخکې‌والی لري

د افغانستان او ایرلینډ کرکټ لوبډلو ترمنځ د روانې لوبې یو انځور
د افغانستان او ایرلینډ کرکټ لوبډلو ترمنځ د روانې لوبې یو انځور

د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ د ټېست سیالۍ درېیمه ورځ نن په داسې حال کې پیلېږي چې د افغانستان لوبډلې په دوهمه پاڼۍ کې درې لوبغاړي بایللي او اوس د سیالې لوبډلې تر لومړۍ پاڼۍ یوازې ۲۶ ډېرې منډې لري.

د ایرلینډ‌ لومړۍ پاڼۍ پرون په داسي حال کې پای ته ورسېده چې د افغانستان د لومړۍ پاڼۍ د ۱۵۵ منډو په نسبت یې ۱۰۸ ډېرې منډې وکړې.

نن به رحمن الله ګربز او کیپتان حشمت الله شهیدي توپ وهنې ته دوام ورکړي.

شهیدي پرون ۵۳ او ګربز ۲۳ منډې وکړې.

تر دې مخکې سریلانکا په ۱۰ ویکټونو افغانستان ته په ټېسټ لوبه کې ماته ورکړې وه.

په هلمند کې د یوې خونې د چت پرېوتو له کبله څلور کسان مړه شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د هلمند ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د هلمند ولایت موقعیت

د هلمند ولایت په ناوې ولسوالۍ په خرابې سیمه کې د شدیدو اورښتونو له امله څلور کسان هغه مهال مړه شول چې د خونې چت پرې راپوېوته.

په هلمند کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور رییس حافظ عبدالباري راشد پرون پنجشنبې رسنیو ته وویل چې په دې پېښه کې چې وړمه شپه وشوه، د یوې کورنۍ دوه ماشومان، مور او پلار مړه شوي دي.

ده همداراز وویل چې د هلمند د کجکي ولسوالۍ په ابدار کلي کې هم د شدیدو اورښتونو له امله په ورته پېښه کې یوه میرمن مړه شوې او یو نارینه ټپي شوی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG