د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۶

ایران: کابل به راتلونکې اوونۍ د سیمې د یو شمېر استازو د غونډې کوربه وي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سویلي اسیا عمومي مدیر وايي، د طالبانو حکومت به راتلونکې اوونۍ د ایران، پاکستان، روسیې او چین د استازو د غونډې کوربه وي.

سید رسول موسوي د پنجشنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه لیکلي، اړینه ده چې دا غونډه د دوحې تر غونډې مخکې ترسره شي.

نوموړي وویل دغه ناسته د افغانستان سولې، ثبات، د افغانانو هوساینې او په سیمه کې امنیت ته د دې هېواد د ګاونډيو هېوادونو د ځانګړې پاملرنې ښکارندويي کوي.

که څه هم دغه ایراني چارواکي د دې غونډې د محتوا په اړه څه نه دي ویلي، خو درې ورځې مخکې په افغانستان کې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د دغه هېواد تاس خبري اژانس ته ویلي و چې راتلونکې اوونۍ په مسکو کې د افغانستان په اړه امنیتي غونډه جوړېږي.

د روسیې استازي ضمیر کابلوف راتلونکې اوونۍ مسکو کې هم د ورته غونډې خبر ورکړی و، خو نه ده روښانه چې دا دواړه جلا غونډې دي، که ځای یې بدل شوی
د روسیې استازي ضمیر کابلوف راتلونکې اوونۍ مسکو کې هم د ورته غونډې خبر ورکړی و، خو نه ده روښانه چې دا دواړه جلا غونډې دي، که ځای یې بدل شوی

تر اوسه څرګنده نه ده چې په کابل کې جوړیدونکې غونډه هماغه غونډه ده چې ښاغلي کابلوف ورته اشاره کړې وه او که د افغانستان په اړه په مسکو کې بله غونډه جوړیږي.

طالبانو په دې اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی او نه هم د دوی د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او د بهرنیو چارو وزارت ویاندویانو یې د دې غونډې په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ویلی.

د افغانستان په اړه د غړو هېوادونو او سیمه ییزو سازمانونو د ځانګړو استازو غونډه د فبرورۍ په ۱۸ او ۱۹مه په دوحه کې جوړېږي.

د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک ویلي، دا غونډه د خپلواکې ارزونې له سپارښتنې سره سم د افغانستان په اړه د نړیوالې ونډې د زیاتولو د څرنګوالي په اړه د بحث لپاره جوړیږي.

د طالبانو تر کنترول لاندې ارګ د پنجشنبې په ورځ د دوی د حکومت د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوی عبدالکبیر او د افغانستان لپاره د ناروې د شارژدافیر د کتنې په تړاو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ښاغلي کبیر په حواله په خپله ایکس پاڼه لیکلي و چې په دوحه کې د راتلونکې زیږدیزې میاشت په غونډه کې د دوی حکومت ته هم بلنه ورکړل شوې ده.

خو د دې اعلامیې هغه برخه چې د دوحې غونډې ته د طالبانو د بلنې په اړه وه، د جمعې په ورځ د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د ارګ له پاڼې لرې شوې ده.

په همدې حال کې د سیاسي چارو یو شمېر پوهان وايي، که څه هم په کابل کې سیمه ییزه ناسته د دوحې د ناستې په تړاو ترسره کېږي، خو د دوی په ټکو دا کوم ځانګړې اهمیت نه لري او نه شي کولای د لویو بدلونونو لامل شي.

فرهادي: طالبان د کابل غونډه د خپلې انزوا د پتولو لپاره کوي او غواړي وښیي چې ګاونډیانو سره اړیکې لري
فرهادي: طالبان د کابل غونډه د خپلې انزوا د پتولو لپاره کوي او غواړي وښیي چې ګاونډیانو سره اړیکې لري

یو له دوی څخه، طارق فرهادي ازادي راډيو ته وویل:

" طالبان په انزوا کې دي، هغه غونډې چې کابل کې ترسره کوي د دې لپاره دي چې ثابته کړي چې ګاونډي هیوادونو سره سروکار لري. خو ګاونډيان د امنیتي او اقتصادي مسایلو لپاره اړ دي چې دوی سره تعامل ولري. هغوی نه غواړي چې طالبانو سره خرابې اړیکې ولري خو په دې دوه نیمو کلونو کې یې دا هم ثابته کړې چې نه غواړي طالبان په رسمیت وپېژني."

په ایران کې د افغانستان پخواني ديپلومات او د سیاسي چارو شنونکي، عزیز معارج ازادي راډيو ته وویل:

" طالبان دې ته خوشبینه دي چې د هېوادونو استازي راځي او دوی سره به یوه اړیکه رامنځته شي او د همدې لپاره دا غونډه ترسره کیږي، خو په ټوله کې کومه غونډه چې په کابل کې ترسره کیږي کوم ارزښت به ونه لري، تر څو چې د طالبانو په کورنيو او بهرنيو تګلارو کې یو معیاري بدلون د خلکو، نړیوالو او ګاونډيو په ګټه رانه شي."

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو د حکومت د په رسمیت پېژندلو لپاره بیا د خپلو شرطونو په عملي کېدو ټینګار کړی
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو د حکومت د په رسمیت پېژندلو لپاره بیا د خپلو شرطونو په عملي کېدو ټینګار کړی

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو ځینو هېوادونو خپل استازي کابل ته لېږلي او د طالبانو له حکومت سره سوداګریزې اړیکې هم لري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف چې هېواد یې په کابل کې د سیمه ییزې غونډې یو له مهمو ګډونوالو څخه دی، په دې وروستیو کې یې ویلي چې د طالبانو حکومت د ښځو او نجونو د حقونو د درناوي او د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو په برخه کې له خپلو ژمنو سرغړونه کړې ده.

خو د طالبانو حکومت تل دا ډول ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي او د دوی حکومت هم ټول ګډونه دی.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

XS
SM
MD
LG