د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۷

قطر به راتلونکې میاشت د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د غونډې کوربه وي


د ملګرو ملتونو بیرغ
د ملګرو ملتونو بیرغ

ټاکل شوې راتلونکې میاشت، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش، د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په اړه د غړو هېوادونو او سیمه ییزو سازمانونو د ځانګړو استازو په حضور کې د یوې غونډې کوربه وي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند ستیفن دوجاریک، د چهارشنبې په ورځ ناوخته په نیویارک کې د دغه سازمان په مرکزي دفتر کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې دغه غونډه به د فبرورۍ په ۱۸ او ۱۹مه جوړه شي.

هغه زیاته کړه:

"دا غونډه به د فبرورۍ په ۱۸ او ۱۹ په دوحه کې جوړه شي. د دې غونډې موخه دا ده چې څنګه د افغانستان په اړه د خپلواکې ارزونې د سپارښتنو په پام کې نیولو سره، په یوه همغږي، او منسجم جوړښت کې د نړیوالو ګډون زیاتولو ته لاره هواره شي."

نوموړي په دې اړه جزییات ورنه کړل چې طالبانو ته به په دې غونډه کې بلنه ورکړل شي کنه.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو لومړۍ غونډه د ۲۰۲۳ کال د مې په لومړۍ او ۲مه د دغه سازمان د سرمنشي په مشرۍ د څه باندې ۲۵ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د ځانګړو استازو په ګډون په دوحه کې جوړه شوه.

په دوحه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په مشرۍ د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو دغه غونډه چې د تړلو دروازو تر شا او د طالبانو د استازو له حضور پرته جوړه شوې وه، د افغان ښځو د نه بلنې له امله یې نیوکې راوپارولې.

خو هغه مهال دغه سازمان په یوې اعلامیه کې ویلي و چې د دې غونډې اصلي موخې په افغانستان کې د بشري حقونو؛ په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې نړیوال تعامل، د یوه ټول شموله حکومت رامنځته کول او له ترهګرۍ او مخدره توکو سره مبارزه وه.

په همدې حال کې د بشري حقونو د څار سازمان د ملګرو ملتونو له سرمنشي څخه غوښتي چې د ځانګړو استازو په راتلونکي غونډه کې افغان مېرمنې د اصلي ګډونوالو په توګه را وبلل شي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیاله، هیدر بار
د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیاله، هیدر بار

د دغه سازمان د ښځو څانګې مرستیالې هیدر بار د چهارشنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه، په دوحه کې د ملګرو ملتونو په لومړۍ غونډه کې د ښځو پر نه بلنې نیوکه وکړه او په راتلونکي غونډه کې یې د ښځو بشپړ ګډون اړین وباله .

بار وویل، هغه د اندېښنې وړ ناورین ته په پام سره چې ښځې او نجونې په افغانستان کې ورسره مخ دي، په دغه هېواد کې د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره د هڅو پیاوړتیا یوه عاجله اړتیا ده.

له بلې خوا د بشري او ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې وايي، هغه مېرمنې چې په تېرو دوو کلونو کې یې د افغان مېرمنو د حقونو د تامین لپاره کار کړی باید دغې غونډې ته ور وبلل شي.

په اروپا کې د افغانستان لپاره د سولې د کمېټې د ښځو د چارو مشرې او د بشري حقونو فعالې رودابې فروتن ازادي راډيو ته وویل:

"د ځوان نسل په تېره د ښځو له پامه غورځول به ډیر دروند تمام شي.ځکه چې په پخوانیو سیاستوالو باور له منځه تللی، په دې غونډه کې د ښځو او ځوان نسل حضور ډیر اړین دي."

د طالبانو حکومت، تر اوسه د دې غونډې په اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی، خو تل یې ویلي چې د دوی حکومت د استازو له حضور پرته به د افغانستان په اړه غونډه پایله نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو حکومت د ټول شموله حکومت د جوړولو، ښځو او نجونو ته د بشپړې زده کړې او کار د حقونو د برابرولو، او بشري حقونو ته د درناوي په برخه کې د افغانانو، نړیوالو سازمانونو او یو شمېر هېوادونو غوښتنې نه دي منلي او تل یې ټینګار یې کړی چې د دوی حکومت ټول شموله دی او د ټولو افغانانو بشري حقونه په دې هېواد کې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG