د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۲

اوتنبایوا: د افغان نجونو او ښځو په زده‌کړو د محدودیت افغانان لا ډېر زیانمنوي


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبايوا
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبايوا

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې د افغان نجونو او ښځو په زده‌کړو د محدودیت په اړه اندېښنه ښييي او وايي، دا وضعیت افغانان لا ډېر زیانمنوي.

د پوهنې نړیوالې ورځې سره سم، په افغانستان کې د نجونو او ښځو په زده‌‌کړو د طالبانو محدودیت ته په اشارې د یوناما مشره خبرداری ورکوي چې د اوسني وضعیت دوام به افغانان لا ډېر زیانمن او افغانستان به له اسلامي نړۍ او نړیوالې ټولنې جلا کړي.

روزا اوتنبایوا نن په یوه پیغام کې چې د زده‌کړې د نړیوالې ورځ په مناسبت یې خپور کړی، د طالبانو له حکومت غوښتي چې جنسیت ته له پام پرته د ټولو افغانانو حقونه خوندي کړي.

هغې زیاته کړې، له زده‌کړو د ټولو نجونو او ښځو محرومیت د دوام وړ نه‌دی.

نوموړې زياته کړه: "د افغانستان نجونو او ښځو تاسو دې خبر یاست چې یوازې نه یاست. ملګري ملتونه ستاسې ترڅنګ ولاړ دي او ستاسې د راتلونکې لپاره د عدالت غوښتنې او ساتنې ته دوام ورکوي. دا یوازې د لویدیځو هېوادونو غوښتنه نه‌ده، بلکې د اسلامي نړۍ غوښتنه هم ده. موږ د اسلامي همکاریو سازمان په هغه وروستي کنفرانس کې ګډون درلوده چې دا غوښتنه یې وکړه. د افغانستان واکمن چارواکي مسوولیت لري چې جنسیت ته له پام پرته د هر فرد د حقونو د ساتنې او ودې لپاره کار وکړي. د اوسني وضعیت دوام ټول افغانان لا ډېر زیانمنوي او افغانستان له اسلامي نړۍ او نړیوالې ټولنې جلا کوي."

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مشره زده‌کړه د تلپاتې سولې لپاره یو اصل بولي او زیاتوي، ترې محرومیت د هرې ورځې په تېرېدو سره د یوې هوسا او برابرې ټولنې بنسټ کمزوری کوي.

د یوناما مشره ټینګار کوي چې زده‌کړه په افغانستان کې د ټولو نجونو او هلکانو، ښځو او نارینه‌وو لپاره له یوه بنسټیز حق هم مهمه ده، ځکه چې د نوموړې له قوله؛ دا د افغانستان د راتلونکې بنسټ جوړوي.

په افغانستان کې د نجونو يو ښښونځی
په افغانستان کې د نجونو يو ښښونځی

یوناما داسې مهال په افغانستان کې د نجونو او ښځو د زده‌کړو په محدودیت اندېښنه ښيي چې نن ۸۵۷مه ورځ ده چې د طالبانو رژیم له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي بند کړي او ترڅنګ یې، ۳۹۷مه ورځ ده چې نجونې یې پوهنتون ته له تلو هم منع کړي دي.

د طالبانو حکومت د دې محدودیت په اړه یو روښانه دلیل لا نه‌دی وړاندې کړی، خو دا پرېکړه چې د خپل مشر امر بللی دی.

په همدې حال کې د بخښنې نړیوال سازمان نن په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، طالبان باید د میلیونونو نجونو او ښځو د زده‌کړو د مخنیوي په خاطر ځواب ووايي.

دې سازمان له نړیوالې ټولنې هم غوښتي چې په افغانستان کې د نجونو د تعلیم و تحصیل له موضوع لاس په سر نه‌شي.

خو د طالبانو حکومت بیا پرته له دې چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده‌‌کړو په اړه کوم بحث ته حاضر شي، نن یې په کابل کې "تعلیمي بنسټونو پياوړتیا" تر عنوان لاندې کنفرانس جوړ کړی.

دې کنفرانس ته په خبرو کې د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت سرپرست حبیب‌الله اغا منلې چې په افغانستان کې د تعلیمي بنسټونو او مدرسو کیفیت ورځ تر بلې خرابېږي.

هغه وويل: "تعلیم که د دین علم دی او که د دنیا علم دی، که دیني علوم دي او که عصري علوم، زموږ د معلوماتو مطابق دا کیفیت ډېر مخ په کمزوري کېدو روان دی. "

واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسېدو وروسته، د دوی حکومت نه یوازې دا چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو په زده‌کړو محدودیت لګولی، بلکې تر شپږم ټولګي یې تعلیمي نصاب هم بدل کړی او تر څنګ یې د ښوونځیو پر ځای ډېر پام مدرسو ته اړولی دی.

هغه موضوعات چې د تعلیمي او تحصیلي نصاب د کیفیت په اړه یې هم اندېښنې او پوښتنې راپورته کړي دي.

XS
SM
MD
LG