د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۰

ملګري ملتونه: د کوکنارو پر کښت بندیز د افغان بزګرانو په اقتصادي وضعیت ناوړه اغېزه کړې


ارشیف: په ارزګان کې د کوکنارو کروندې
ارشیف: په ارزګان کې د کوکنارو کروندې

ملګري ملتونه وايي چې د کوکنارو له کښت منع کولو سره، اقليمي بدلون او پاکستان څخه افغانستان ته د کډوالو راتګ د افغانستان اقتصادي ستونزې ډېرې کړي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې د نړیوالو غونډو ترڅنګ، په دې ورځو کې د سفيرانو او ګاونډيو هېوادونو له مقاماتو سره د ليدنو پر مهال هڅه کوي چې، د بزګرو لپاره د کوکنارو د بديل کښت په برخه کې مرستې راجذب کړي.

روزا اوتنبایوا تازه په کابل کې د ایران له سفير سره تر لیدلو وروسته د طالبانو د حکومت له زراعت سرپرست وزیر سره د ملاقات پر مهال ويلي چې، ځينو هېوادونو له بزګرو سره د مرستو په برخه کې چمتووالی ښودلی دی، خو په کابل کې د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې دفتر وايي چې، له بدیلو مرستو پرته د کوکنارو د کښت منع کولو د بزګرو پر ژوند ناوړه اغېزې کړي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې دفتر مسوول اردا سایګن ننګرهار ولایت ته د سفر پر مهال ويلي چې، د کوکنارو د کښت منع کولو او اقلیمي بدلون خلک له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه وویل: "د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ اوسېدونکي له اقتصادي پلوه تر ډېره حده د کوکنارو پر کښت متکي وه چې د ۲۰۲۲ ميلادي کال په اپرېل کې منع شول. له اقليمي بدلون سره د توندو بادونو، سېلابونو او وچکالۍ یو ځای کېدل وضعیت نور هم خراب کړی دی. دغه ډول په وروستیو کې له پاکستان څخه افغانستان ته د افغان مهاجرینو راستنېدلو پر سرچینو ډېر سيوری غوړولی دی."

په قطر کې د طالبانو د حکومت د سياسي دفتر مشر سهیل شاهین په دوحه کې له غربي ډيپلوماټانو او جاپان له سفير سره تر وروستیو ملاقاتونو وروسته پر خپله ايکس پاڼه ليکلي، ده په دې ملاقاتونو کې له هغوی څخه غوښتي چې د کوکنارو د بديل کښت په برخه کې د طالبانو له حکومت سره همکاري وکړي.

که څه هم ده د څو هېوادونو د ژمنې یادونه کړې ده، خو تر دې مهاله د جاپان په ګډون غربي هېوادونو له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې د طالبانو له حکومت سره مرسته نه ده کړې او دا ډول مرستې د ملګرو ملتونو د ادارو له لارې کوي.

د افغانستان په ګرمسيرو یا تودو سيمو کې د کوکنارو د نوي فصل وخت رارسېدلی او د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ويلي چې په ننګرهار، هلمند او فراه ولایتونو کې يې د کوکنارو کښتونه ویجاړ کړي دي.

د دې وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معين ملا عبدالحق همکار د افغانستان شمالي ولایتونو ته د سفر پر مهال ويلي، د دې لپاره چې بزګرو ته زیان و نه رسېږي باید همدا اوس د کوکنارو د کښت مخه ونيول شي.

هغه وویل: "اوس لا سر وخت دی، باید موږ خپل ولس ته هم تاوان و نه رسوو، داسې و نه شي چې وروسته بل کښت هم نه شي کولای، د کوکنارو پر ځای غنم او بل څه هم نه شي کرلای."

د طالبانو حکومت داسې مهال د کوکنارو د کښت په کمولو کې د بریالیتوب ادعا کوي چې د طالبانو د حکومت لوی درستيز قاري فصيح الدین ويلي، د پخوانیو کلونو برعکس سږکال په بدخشان ولایت کې ډېر کوکنار کرل شوي وه، ده غوښتنه کړې چې باید په راتلونکي کال کې د دې کښت د تکرار مخه ونيول شي.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:54 0:00

-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG