د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۳

ملګري ملتونه: پاکستان کې د افغان کډوالو بندي کول لا هم روان دي


پاکستان کې یو شمېر بندي شوي افغان کډوال - تصویرله ارشیفه
پاکستان کې یو شمېر بندي شوي افغان کډوال - تصویرله ارشیفه

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري (UNHCR) وايي، په پاکستان کې د جنوري له پیل څخه د دې میاشتې تر ۱۸مې نېټې ۷۸ افغان کډوال له دې هېواد څخه د ایستلو په هدف نیول شوي دي.

د دې سازمان د راپور پر بنسټ چې د دوشنبې په ورځ خپور شوی راغلي چې په ۲۰۲۳ کال کې ۳۰ زره او ۶۶۷ کډوال خپل هېواد ته د ستنولو په نیت شوي دي چې د (UNHCR) په وینا په وروستیو دوو کلونو کې تر لوړه شمېره ده.

دغه سازمان وايي، د پاکستان د حکومت له خوا له اسنادو پرته د افغان کډوالو د ایستلو له اعلان وروسته، د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵مې څخه د روان کال د جنوري تر ۱۸مې پورې له دغه هېواد څخه ۵۰۲ زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

خپل هېواد ته له پاکستانه یو شمېر ستنېدونکي افغانان
خپل هېواد ته له پاکستانه یو شمېر ستنېدونکي افغانان

د UNHCR سره په مرکه کې دغو راستنیدونکو د بیرته راستنیدو لاملونه د نیول کیدو وېره، په ګرځېدو محدودیتونه، ترې پیسې اخیستل او د کور د تړونونو په نوي کولو کې ستونزې بللې دي.

UNHCR وايي، له پاکستان څخه خپل هېواد ته د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر مخ په کمېدو دی او د دوی د ستنېدو کچه د نومبر په میاشت کې د ورځې له ۱۸۰۰۰ څخه ۶۰۰ ټنو ته راټیټه شوې ده.

په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال هم وايي، که څه هم د دوی د پناغوښتنې د دوسیو په څېړلو کې له ستونزو سره مخ دي خو د پاکستاني پولیسو له خوا یې د اسنادو د کتلو بهیر د پخوا په پرتله کم شوی دی.

ځینې افغان کډوال وايي، که څه هم د دوی د دوسیو د نه څېړلو له ستونزو سره مخ دي، خو د پاکستاني پولیسو له خوا د دوی د اسنادو د کتلو بهیر د پخوا په پرتله کم شوی دی.

په پېښور کې یوه افغان کډوال احمد افغان ازادي راډيو ته وویل:

"د ویزو او پاسپورټونو په اړه پوښتنه کوي خو که موږ یې نه لرو، دوی څه نه وايي. زه له پېښور څخه اسلام اباد ته روان وم چې پولیسو ودرولم او پوښتنه یې وکړه چې د کوم ځای یې؟ ورته و مې ویل چې د افغانستان یم، نور یې څه و نه ویل او حتا ویزه او پاسپورت هم یې و نه لیدل."

د پاکستاني پولیسو لخوا یو شمېر نیول شوي افغان کډوال
د پاکستاني پولیسو لخوا یو شمېر نیول شوي افغان کډوال

په پاکستان کې یوه بله افغان کډواله ثریا سادات وايي، چې پخوا کور په کور پلټنې ډېرې وې خو اوس کمې شوې دي.

هغه زیاتوي:

"شاوخوا یوه میاشت وړاندې د شپې په نهه نیمو بجو پولیس زموږ کور ته راغلل، د اسنادو او ویزو غوښتنه یې وکړه خو اوس په کومه سیمه کې چې موږ اوسېږو، د نیولو او پلټنې خبر نشته. ښايي دا بهیر کم شوی وي."

سره له دې هم دغه کډوال له UNHCR او د کډوالۍ له نورو بنسټونو غواړي چې د دوی پناغوښتنې دوسیو د څېړلو بهیر چټک کړي.

د پاکستان موقت حکومت د ۲۰۲۳ کال د نومبر له لومړۍ نیټې څخه له اسنادو پرته د افغان کډوالو د نیولو بهیر پیل کړ چې له هغې وروسته سلګونه زره افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شول.

که څه هم د ملګرو ملتونو په ګډون یو شمېر نړیوالو سازمانونو او هېوادونو په وار وار د دغه بهیر د درولو غوښتنه وکړه خو د راپورونو پر بنسټ تر اوسه دغه بهیر په بشپړه توګه نه دی درېدلی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG