د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۲

په ایران او پاکستان کې له افغان کډوالو سره د ۶۲۰ میلیونه ډالرو مرستې غوښتنه وشوه


پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال
پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (يو‌ان‌اچ‌سي‌ار) وايي، د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو شرایطو ته په کتو له ۲۰۲۴ تر ۲۰۲۵ کلونو پورې له ۴.۸ میلیونو افغان کډوالو سره د مرستې لپاره او په ایران او پاکستان کې مېشت د کوربه ټولنو ۲.۵ میلیونه وګړيو سره ۶۲۰ میلیونه ډالرو مرستو ته اړتیا لري.

دغه سازمان د خپل حساب ورکونې د طرحې په راپور کې چې د جمعې په ورځ خپور شو ویلي، دا دواړه هېوادونه اوس‌مهال د ۷،۷ میلیونه افغان کډوالو کوربه‌توب کوي.

د دغه راپور له‌ مخې، په پاکستان کې ۳.۲ میلیونه افغان کډوال ژوند کوي چې ۷۵سلنه یې ښځې او ماشومان دي.

يو‌ان‌اچ‌سي‌ار له پاکستان څخه د بې‌اسناده افغان کډوالو د ایستلو بهیر ته په اشارې سره ویلي، په‌دې وروستیو کې له دغه هېواده د افغان کډوالو د وتلو کچه راټیټه شوې، خو په دغه هېواد او ایران کې افغان کډوال؛ په ځانګړې توګه افغان مېرمنې او ماشومان ښوونيز، روغتیايي او بشري خدمتونو ته اړتیا لري او کوربه ټولنې بايد د يادو خدمتونو په وړاندې کولو کې همکاري وکړي.

دغه سازمان ویلي، دا مهال په ایران کې ۴.۵ میلیونه افغان کډوال مېشت دي چې ۷۱سلنه یې ښځې او ماشومان دي.

يو‌ان‌اچ‌سي‌ار وايي، یو شمېر کډوال پېژندکارتونه لري او د ځينو سرشمېرنه شوې، خو هغه بې‌اسناده کډوال چې له قاچاقي لارو ایران ته ننوځي له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي چې له ډلې یې زده‌کړو، روغتیا او تر ټولو مهمه دا چې دوی په نورو هېوادونو کې د پناه غوښتنې فرصتونو ته د لاس‌رسي له کمښت سره مخ دي.

دغه سازمان ویلي، هڅه کوي لومړی د کډوالو د ملاتړ او د کوربه ټولنې د بېړنیو اړتیاو د حل په موخه کډوالو ته خدمات وړاندې کړي او بیا به د دغو کډوالو لپاره د کډوالۍ د پروګرامونو په موندلو کار وکړي.

دا په‌داسې حال کې ده چې په ایران او پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال په دغو هېوادونو کې له خپلو ستونزو شکایت کوي.

په وروستیو کې ایران او پاکستان لسګونه زره افغان کډوال په زوره له خپلې خاورې ایستي
په وروستیو کې ایران او پاکستان لسګونه زره افغان کډوال په زوره له خپلې خاورې ایستي

سعيده چې د دوی له ډلې ده د دوو کلونو څخه ډېره موده کې د دوهم ځل لپاره له خپلې کورنۍ سره ایران ته کډواله شوې وايي، سره له‌دې چې د ایران حکومت د يو شمېر کډوالو سرشمېرنه کړې، خو بیا هم کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

هغې ازادي راډیو ته وویل:

"د اوسېدو او اقتصادي ستونزو سربېره چې موږ يې لرو، دوی حتی د بانک کارت پرته نانويانو ته په لیکه کې ډوډۍ هم نه ورکوي یا دوی په خورا لوړه بیه ډوډۍ پلوري. بانکونه موږ ته له‌دې امله چې کډوال يو بانکي کارتونه نه راکوي."

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام يو سرتېری فواد چې اوس ايران ته د کار لپاره کډوال شوی، د افغانستان په دغه لوېدیځ ګاونډي هېواد کې د کډوالو له ناوړه وضعیت څخه شکایت کوي او وایي:

"هغوی موږ ته هیڅ ارزښت نه راکوي. هره ورځ مو توهینوي او ترټي. شخصا زه چې څو ورځې وړاندې مې په کرج کې کار کاوه او تېره شپه ایراني پولیسو ټول هغه افغان کډوال که اسناد يې لرل او که يې نه لرل، ټول يې ونيول."

جمیل فیضي چې له یوه کال راهیسې د پاکستان هېواد اسلام‌اباد ته تللی، د خپل وضعیت په اړه يې ازادي راډیو ته وویل:

"ټول هغه کډوال چې دلته دي ښه اقتصادي وضعيت نه‌لري، له ستونزو سره مخ دي، يوازينۍ مرسته چې له بهر څخه راځي، تر کومه حده او څومره وخت به دوام وکړي؟"

نوموړی زیاتوي چې په‌دې وروستیو کې له پاکستانه د افغان کډوالو د نیولو او په زوره د ایستلو بهیر کم شوی، خو دوی هیله لري چې ملګري ملتونه او د کډوالۍ غوښتونکي هېوادونه د دوی د پناه‌غوښتنې کيسونو د څېړلو بهیر چټک کړي.

دا په‌داسې حال کې ده چې د پاکستان سرپرست حکومت د ۲۰۲۳ کال د نومبر له لومړۍ نېټې د بې‌‌اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې او ایران هم هره اوونۍ زرګونه بې‌اسناده افغان کډوال له دغه هېواده باسي.

ایران او پاکستان له څو لسیزو راهیسې د ملیونونو افغان کډوالو کوربه‌توب کړی، خو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له بیاځلي واکمنۍ وروسته په میلیونونو افغانان د دوی په ټکو د امنیتي ګواښونو، بې‌کارۍ، بې‌وزلۍ او د طالبانو د محدوديتونو له امله يادو هېوادونو ته کډوال شول.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG