د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۹

د هرات امنیتي کنفرانس دوام؛ اسماعیل خان: طالب رژیم افغانستان او سیمې ته ګواښ دی، د نړۍ حوصله یې ختمه کړې


د هرات امنیتي کنفرانس یوه څنده
د هرات امنیتي کنفرانس یوه څنده

پخوانی جهادي قوماندان محمد اسماعیل د طالبانو اوسنی رژیم د افغانستان او سیمې لپاره ګواښ بولي او وايي، پر وړاندې یې د نړۍ حوصله هم پای ته رسېدلې.

هغه چې د هرات امنیتي کنفرانس په نوم جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې وویل، د طالبانو د واکمنۍ په تېرو ۸۰۰ ورځو کې د افغانستان اقتصاد له‌منځه تللی، فقر او بې‌‌کاري اوج ته رسېدلې، میلیونونه خلک کډوال شوي او تر څنګ یې په کانونو هم چور ګډ دی.

نوموړي طالبان تورن کړل چې په تعامل باور نه لري، سوله نه غواړي او وايي، خلک باید له دوی سره بیعت وکړي.

اسماعیل خان وویل:

"په تېر کې په ځلونو په دې اړه د خبرو غوښتنه شوې، خو تاسې په تېرو ۲۰ ـــ ۲۵ کلونو کې یو ځل وښایاست چې طالبانو د افغانانو ترمنځ د سولې مذاکرات جوړ کړي وي. زه باور لرم چې طالبان په ځانګړي ډول اوسنیو شرایطو کې چې ځانونه اتلان بولي او فکر کوي چې درې قارو اروپا، امریکا او اسټرالیا ته یې ماتې ورکړې، د ځان پر وړاندې سیال نه ‌ویني. دوی وايي، خلک باید راشي، له موږ سره بیعت وکړي چې ژوندي پاتې شي. "

اسماعیل خان:د طالبانو په واکمنۍ کې د افغانستان اقتصاد له‌منځه تللی او پر کانونو چور ګډ دی
اسماعیل خان:د طالبانو په واکمنۍ کې د افغانستان اقتصاد له‌منځه تللی او پر کانونو چور ګډ دی

دې پخواني جهادي قوماندان همدا ډول ادعا وکړه چې د طالبانو پر وړاندې د نړۍ صبر هم پای ته رسېدلی او د سیمې هېوادونه هم باید هغو ګواښونو ته متوجه اوسي چې د طالبانو له‌خوا ور سره مخامخ دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه د دې څرګندونو په اړه غبرګون نه‌دی ښودلی، مګر وړاندې یې تل ټینګار کړی چې دوی په تعامل باور لري او هر ډول اختلاف باید د خبرو اترو له لارې پای ته ورسېږي.

خو د جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د ملي دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخېل بیا وايي، طالبان په تعامل باور نه‌لري او کومه تګ‌لاره یې چې اوس غوره کړې، په افغانستان کې یوې بلې جګړې ته لاره پرانیزي.

هغه له طالبانو سره د سیمې او نړۍ د تعامل په پالېسۍ نیوکه وکړه او زیاته کړه، دا پالیسي په افغانستان او سیمه کې افراط‌ګرايي لا زیاتوي.

شاه محمود میاخېل: طالبان پر تعامل باور نه لري، په اوسنۍ تګلاره بلې جګړې ته لاره پرانیزي
شاه محمود میاخېل: طالبان پر تعامل باور نه لري، په اوسنۍ تګلاره بلې جګړې ته لاره پرانیزي

ښاغلي میاخېل وویل:

"د سیمۍ او نړۍ د تعامل پالېسي د دې لامل کېږي چې په سیمه کې افراط‌ګرايي لا وهڅېږي او پیاوړې شي، ځکه طالبان نه د دې اراده او نه د دې وړتیا لري چې د سیمې له ټولو افراطي ډلو سره جګړه وکړي. نه د ETIM، د حزب تحریر، نه‌ هم IME، نه د داعش او نه هم د القاعده او نورو مخه نیولای شي. "

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا په ځلونو ازادي راډیو سره خبرو کې ادعا کړې چې په افغانستان کې ترهګرې ډلې نه‌شته او تر څنګ یې د افغانستان له خاورې بل هیڅ هېواد ته ګواښ هم متوجه نه‌دی.

د هرات په امنیتي کنفرانس کې د مقاومت جبهې یو ویاند علي میثم نظري بیا له طالبانو سره په مبارزې ټینګار وکړ او ویې ویل، دوی به یې پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي.

د هرات امنیتي کنفرانس چې د افغانستان د سټراټیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ له‌خوا د تاجیکستان په پلازمېنه دوشنبه کې تېره ورځ پیل شوی وو نن پای ته ورسېده.

په دې غونډه کې په افغانستان د وضعیت سمون، اړتیاوو، بشري مرستو، اقتصادي، بشري حقونو او یو شمېر نورو موضوعاتو بحثونه وشول.

د دې کنفرانس یوه جوړونکي داوود مرادیان د هرات امنیتي کنفرانس د یوولسمې ناستې په پای کې وویل چې په دې غونډه کې د ۲۵ هېوادونو، دولتي او غیر دولتي بنسټونو او ادارو د استازو په ګډون؛ د افغانستان یو شمېر پخوانیو چارواکو برخه اخېستې وه او د افغانستان د راتلونکې مسیر په اړه یې بېلابېل بحثونه وکړل.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG