د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۸

د افغانستان د سولې او ولسواکۍ په نوم د ايتلاف د موجوديت اعلان؛ اغېز به ولري؟


د سولې او ولسواکۍ د ملي نهضت لوګو
د سولې او ولسواکۍ د ملي نهضت لوګو

یو ځل بیا د یو نوي سیاسي جریان د جوړېدو اعلان.

د افغانستان د سولې او ولسواکۍ په نوم نهضت، هغه چې د غړو په وینا یې له پنځو سیاسي جریانونو جوړ شوی دی.

د دغه نهضت مرستیال او ویاند شاه محمود میاخېل ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان د سولې او ولسواکۍ په نوم نهضت کې «د افغانستان سوسیال دموکرات ګوند [افغان ملت]، په بهر کې د وطن ګوند د یووالي عالي شورا، د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند، ملي کانګرس او د جمهوري غوښتونکیو خوځښت» شامل دي.

موږ وایو، چې په افغانستان کې جګړه د حل لاره نه‌ده

ښاغلي میاخېل د دغه نهضت د جوړېدو د هدف په اړه ازادي راډیو ته وویل: "زموږ اهداف ډېر واضح دي، موږ وایو، چې په افغانستان کې جګړه د حل لاره نه‌ده او باید یوه ماناداره ډیالوک رامنځته شي، هغې کې ټول افغانان برخه ولري او د افغانستان د راتلونکي لپاره په یوې تګلارې توافق وکړي."

ښاغلی میاخېل وايي، په افغانستان کې د زور او د جنګ له لارې ستونزه نه هوارېږي، یو قانوني حکومت ته اړتیا ده چې په خبره یې د داسې یو حکومت جوړېدل د خلکو د رایو پر بنسټ ممکن دی.

شاه محمود مياخېل
شاه محمود مياخېل

تر اوسه په دغه نهضت کې د شاملو جریانونو له‌خوا په بېلابېل ډول څه نه‌دي ویل شوي.

د افغانستان د سولې او ولسواکۍ په نوم نهضت یو اعلامیه هم ورکړې، چې ښاغلي میاخېل په خپل فېس بوک پاڼه خپره کړې.

د اعلامیې په یوه برخه کې په افغانستان کې د موجوده نظام په اړه راغلي: "د افغانانو هر راز بشري حقونه تر پښو لاندې شوي، په تېره بیا مېرمنې له خپل هر راز حقونو لکه زده‌کړو، کار، تګ راتګ او سفر څخه بې‌برخې دي. په افغانستان کې ټول‌ګډونه سیاسي فعالیت، د رسنیو او وینا خپلواکي او مدني فعالیتونه په ټپه ولاړ دي."

د افغانستان د سولې او ولسواکۍ په نوم نهضت په داسې حال کې د موجودیت اعلان کوي، چې همدا تېره اوونۍ د افغانستان د ملي امنیت د پخواني رئیس رحمت الله نبیل په مشرۍ د افغانستان د ازادۍ د ملي ګوند په نوم یو بل سیاسي جریان هم د موجودیت اعلان وکړ.

طالبانو د افغانستان د سولې او ولسواکۍ په نوم نهضت د رامنځته کېدو په اړه څه نه‌دي ویلي، خو د دوی د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ښاغلي نبیل د ګوند د جوړېدو تر اعلان وروسته ازادي راډیو ته ویلي وو: "هغه تشکیلات چې دوی نوي اعلان کړي، موږ ته هیڅ ارزښت نه‌لري ځکه د افغانستان د خلکو هیڅ درد نه ورباندې دوا کېږي."

هیله‌من یم داسې ګوندونه سره یو شي، چې په افغانستان کې رېښې ولري."

په ورته وخت د سیاسي چارو یو شمېر پوهان له دې ډلې احمد سعیدي د افغانستان د مسلې د حل لپاره د سیاسي جریانونو د یو ځای کېدو هرکلی کوي خو هیله ښېي، چې هغه ګوندونه او سیاسي جریانونه هم سر یو ځای شي، چې د ده په خبره، په افغانستان کې رېښې لري.

نوموړي وويل: "په دې شرایطو کې، چې هر ګوند، هر شخصیت او هر بنسټ د ملت لپاره او د افغانستان لپاره یو ځای کېږي او همدلي کوي، موږ یې هرکلی کوو، خو دا ګوندونه نوم لري، نفوذ نه‌لري، هیله‌من یم داسې ګوندونه سره یو شي، چې په افغانستان کې رېښې ولري."

د یادونې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته هغه ګوندونه چې په افغانستان کې راجستر شوي هم و، ډېری مشران او پېژندل شوي غړي یې له هېواده وتلي او ډېر فعالیت نه‌لري.

XS
SM
MD
LG